در آسمایی : 21.12.2012نشر
عبدالهادی هادی
د بت مینه
زما یې څه،
چې د بت مینه نه زده
زما یې څه،
چې بت له کاڼي جوړ دی.
زه په یو بت مین یم
زه مې د بت د زړه درزا اورمه
زما د بت،
دردونه ډیر خواږه دي
هغه په درد مین دی
هغه له درده جوړ دی
زه خو له بت نه ،
غبرګون،
نه غواړمه
زما یې څه،
چې د بت مینه نه زده
بت مې سخي دی،
والله ډیر سخي دی
زما د بت له سترګو
شعر اوریږي
او هره ورځ
راته یو شعر راکوي.
هغه له نن سره
تړاو کې نه دی
بت مې پرون کې اوسي
هغه له خپلو خاطرو سره
ژوند ډیر خوښوي.
بت ته یو مار،
په زړګي ټک ورکړی
چا له رنجو، نه
ګیلاس ډک ورکړی
ځکه یې کلک په خولګۍ ،
لاس نیولی
چا یې جلب،
د زړه د آس نیولی.
د بت په سترګو کې،
یو لوی دریاب
د رنځ پروت دی
د شک ښامار، زموږ تر منځ پروت دی.
سیدني/اسټرالیا
آسمایی کی نور خپره شوی شعرونه***
-
څه که پسرلی شو؟- ویرنه