رسیدن: 05.03.2012 ؛ نشر : 01.04.2012

 

عبدالهادی هادی

 




تللې زمانه


نه ښکاري، غزل ته بهانه، نه شته
ښکلې، لکه تللې زمانه، نه شته
توري ، لکه ښکلي تریدلي دي
ساز نه شته ، سرود او ترانه نه شته
بیا دې په خوږو سترګو کې څرنګه
جنګ نه شته، شوخی نه شته، کانه نه شته؟
څنګه بندیوانه یې؟ راوګوره
لاس کې مې د زلفو زولانه نه شته
ووایه چې چیرته تندی کیږدمه؟
دلته چې د ښکلو آستانه نه شته
چاته شرنګیدلی غزل ولیکم؟
لاړله ځواني او یارانه نه شته
خدایزده هادي کومو سترګو وخوړو؟
اوس یې خنداګانې جانانه نه شته


فبروري ۲۰۱۲
سیډني