رسیدن: 05.03.2012 ؛ نشر : 01.04.2012

 

عبدالهادی هادی

 

کعبه


خدای راته تراشلی ستا وجود زما په خوښه دی
ستا په نرمو شونډو هر سرود زما په خوښه دی
څنګه به راپاڅم د اخلاص سجدو نه ووځم؟
... زه هغه عابد یم چې معبود زما په خوښه دی
شنه شې له حیا نه خاموشي په دنیا جوړه کړې
شور د انقلاب کې دا رکود زما په خوښه دی
وخت وو د غرور پر نیلي ناسته تیریدې رانه!!!
اوس دې چې دعا او هم درود زما په خوښه دی
څومره خوش نصیب یم چې یې زړه زما په واک کې دی
دا هغه کعبه ده چې ورود زما په خوښه دی
مسکه شوه هادي بیګا یې غوږ کې راته وویل
نور دې زندګي او هست و بود زما په خوښه دی


۰۵/مارچ ۲۰۱۲