رسیدن: 05.03.2012 ؛ نشر : 01.04.2012

 

عبدالهادی هادی

 



اخ چې لنډې فاصلې وای...

له ګلونو ښایسته یې، ګلابونو نه ښایسته یې
ته د خدای د لاس خلقت یې، بهارونو نه ښایسته یې
ستا د حسن غزل لیکم ، واړه توري شي کم رنګي
د دنیا د ټولو ژبو ، له حرفونو نه ښایسته یې
ستا ښایسته ترنم اورم ، ستا له خیال سره اوسیږم
څومره ښکلې میلودي یې، سرودونو نه ښایسته یې
ستا خندا د ګلو فصل ، پسرلي ورنه رنګ اخلي
مثنوي درنه شرمیږي ، غزلونو نه ښایسته یې
په قرآن به ګناهکار شم ، دا به نه یادوم یاره
خو والله چې د انجیل ، له آیتونو نه ښایسته یې
ناست یم ستا تصویر وباسم، خو رنګونه رانه تښتي
په انځور کې نه ځاییږې ، له رنګونو نه ښایسته یې
هره ورځ د تا له سترګو ، یو غزل پر ما را اوري
ته د شعر خوږه چینه یې ، تصویرونو نه ښایسته یې
اخ چې لږ خو رانیژدې وای ، اخ چې لنډې فاصلې وای
د هادي د ژوند امیده ، له خوبونو نه ښایسته یې

د جنوري وروستۍ ۲۰۱۲
سیډني/ اسټرالی