شماره ی ویژه ی نوروز سال 1391
 

عبدالهادی هادی

خدای دې ۹۱ یم کال ټولو ته ښه کړي! دا هم سپیده داغ والو ته د نوي کال یوه ډالۍ:

څه که پسرلی شو؟


تیر پسرلی ښه وو راته لنګې جوړه میږې وې
ژي له کوچو ډک وو او شړومبې مو هم پریمانه وې
... للمې مو کرلې وې ، رمې څر ته روانې وې
بلاربې په آسمان کې، سپینې وریځې له بارانه وې
×××
تیر پسرلی ښه وو،ځمکې شنې وې اوبه ډیرې وې
ټولې یخې شپې پر موږ، په خیر اوخیریت تیرې وې
زړونو نه د کرکو او کینو خاطرې هیرې وې
ورکې مو له ذهنه د ناڅاپه غمو ویرې وې
×××
تیر پسرلی ښه وو، د سبا تمه مو پاتې وه
پس له تورو شپو نه د رڼا تمه مو پاتې وه
تللو سخي جان ته، د دعا تمه مو پاتې وه
هم د خپلو دښتو ، د ښکلا تمه مو پاتې وه
×××
تیر پسرلی ښه وو، موږ سړو اوبو منګی درلود
ناست مو پاس په تخت باندې، پاچا لکه غمی درلود
موږه یو امان او میرویس خان او ابدالی درلود
واک مو د کور خپل وو، او پر سر مو هم پټکی درلود
×××
خپل مو یو نغری وو او د خټو مو کورګی درلود
موږه خپل وقار او خپل عزت او خپل ځایګی درلود
موږ پر سر څادر او هم د پښو لاندې لیمڅی درلود
نور مو که څه نه وو، نو مو روغ شانې زړګی درلود
×××
سږ پسرلی راغی، زموږ میږې واړه وچې دي
چا مو له غړکو نه ، غلا کړې سپینې کوچې دي
پنډې رمې ګرځي ، خو حاصل یې تورې پچې دي
للمې او شدیارې مو ، له تندې وچې وچې دي
×××
سږ پسرلی راغی خو ړانده یو په اوبو پسې
لا، لاسونه مروړو خپلو تیرو زمانو پسې
خپلو کې اخته یو او لا ګرځو تربګنو پسې
څرنګه اخیستي یو غمونو اندیښنو پسې
×××
سږ پسرلی راغی، د سبا تمه مو نه شته ده
پس له تورو شپو نه د رڼا تمه مو نه شته ده
نه ځو سخي جان ته، د دعا تمه مو نه شته ده
هم د خپلو دښتو د ښکلا ، تمه مو نه شته ده
×××
سږ پسرلی راغی، خو اوبو چینه مو ورکه ده
ناست د پاچاهۍ پر تخت، یو څوک لکه نانځکه ده
بل مو پر سر اور دی او سره شوې راته ځمکه ده
ایښې پر اوږو مو د غمو توره غړکه ده
×××
ناسته د امان پر تخت، د بل د کور پټکه ده
شنه مو په ذهنونو کې له خپلو ورونو کرکه ده
لا پر موږ واکمنه د جګړو توره شیشکه ده
څه که پسرلی شو،څه که شنه مو بیرته ځمکه ده؟
۱۸مارچ۲۰۱۲
سیډني/پاراماتا