در آسمایی : 21.12.2012نشر
عبدالهادی هادی
کاڼی
خدایه شکر، غزلزارو کې اوسیږم
ستا د دوه سترګو هندارو کې اوسیږم
ستا د مخ له کعبې تاو شمه،مومن شم
ګنې غرق یم ، په کفارو کې اوسیږم
د دښمن تندی چې ګوري، زه وریاد شم
توره تیږه یم، په لارو کې اوسیږم
لا مې روح ، په پورې غرو کې سرګردانه
لا په للمو ، په شدیارو کې اوسیږم
د ښایسته خلکو ، کمی دی په دې ښار کې
په دوه مخیو، په ناکارو کې اوسیږم
هر فرعون ته ، تیره کاڼی یم د غرونو
د آسیا د زړه، په بارو کې اوسیږم
هادي خدای دې، د پښتون د خاورې مل وي
ښامارانو او خونخوارو کې اوسیږم
۱۹/۰۲/۲۰۱۲
سیدني/اسټرالیا
آسمایی کی نور خپره شوی شعرونه***
-
څه که پسرلی شو؟- ویرنه