در آسمایی : 21.12.2012نشر
عبدالهادی هادی
مالدار خلک به ډیر وي ، سړي کم دي په دې ښار کې
ذره عقل یې نه شته ، داسې هم دي په دې ښار کې
د پنډو کتابونو او ویب پاڼو ، شاته پټ وي
په خدای له جهله چوي ، چم په چم دي په دې ښار کې
د ګیډې غم یې نه شته ، په فتنو سره اخته وي
یو څو خو د دجال بچي ، سم دم دي په دې ښار کې
ماضي ده ورنه ورکه ، او له حاله دي په تیښته
بې مینې، لکه مړي ، یو رقم دي په دې ښار کې
رښتیا یې که زړه تنګ وي، دا وطن یې نه خوښیږي
حیران یم چې بیا ولې ، دلې تم دي په دې ښار کې
د اهل او د غله او د قاتل توپیر یې نه شي
هر چا دلې لمبلي ، په زم زم دي په دې ښار کې
سیډني/ اسټرالیا
آسمایی کی نور خپره شوی شعرونه***
-
څه که پسرلی شو؟- ویرنه