نشر در آسمایی : 21.12.2012

 

عبدالهادی هادی

 


رود، زیارت او کلی


د غره پر سر چې یو زیارت ، پر یو ملنګ دی آباد

ور لاندې رود، دی، زموږ کلی یې تر څنګ دی آباد

عجیبه خاوره ، عجیبه یې معرفت شوی دی

وایي وطن د افغانانو خو، په ننګ دی آباد

چې مرګ او ژوبلو ته یې ګورې، ته وا ، ورک شو ملت

د وینو سیند کې یې چې ګورې، په بل رنګ دی آباد

چې څوک مو پریږدي په آرام، چاته خطر خو نه یو

چې څوک مو وژني، زموږ تاریخ خو بیا په جنګ دی آباد

زما ملت له ولږې مري، وچې ګولې ته حیران

په کوه نور یې تاج د پیغلو ، د پرنګ دی آباد

یاره هادي د ښار د خلکو ، دوه مختوب نه ستړی

څه په رباب، څه په چلم او څه په بنګ دی آباد

جنوري ۲۰۱۲

سیډني/ اسټرالیا
 

 

 

 

 

***

آسمایی کی نور خپره شوی شعرونه

- ته سرود د خدای د نظم...

- کعبه

- تللې زمانه

- ځواني

- انجام

- اخ چې لنډې فاصلې وای...

- څه که پسرلی شو؟

- ستا به باور نه راځي...!

- ویرنه