نشر
در آسمایی : 21.12.2012عبدالهادی هادی
پستو شګو باندې،
د خلکو سترګو نه پناه یوه آرامه کڅ کې،
یو ځوان او یوه پیغله ،
لوڅ لغړ پراته دي،
هغه کوي چې د ویلو نه دي.
لاروي،
حتی ورګوري هم نه.
زه یې له لرې ننداره کومه
وایم که دوی زموږ په کلي کې وای
خدایزده سبا به ،
دلته څه پیښیدل؟؟؟
له مانه اخوا یو سپین ږیری ناست دی،
ښایي اویا ، یا د اتیا کلو دی،
لاس کې یې زوړ شانې اخبار نیولی،
ښیي چې بوخت دی خبرونه لولي،
خو پټ له سترګو نه همدوی ته ګوري.
ګوره چې زړه کې به یې څه تیریږي؟؟؟
۱۸/۰۱/۲۰۱۲
سیډني/ اسټرالیا
***
آسمایی کی نور خپره شوی
شعرونه-
څه که پسرلی شو؟- ویرنه