وکیل سوله مل شینواری

چاره

گلالۍ چې څنگه د وزير په دفتر راننوته، پړينگ پر ژړا شوه او د سلگيو په بدرگه يې پر گيلو پيل وکړ:
- نور نو څه وکړم، ودې ويل، د ځوانانو د دېموکراتيک سازمان غړې شه، غړې شوم. هېڅ جلسه (ناسته) مې قضا نه کړه. هره غونډه کې مې کارنده برخه واخېسته. ستا غېږې ته مې ځان درواچاوه، اخر هم د سزا وړ شوم!؟
وزير يو څه هېښ پاتې شو، خو ژر په خبرو کې ورولوېد:
- صبر، صبر! څه خبره ده، سزا! د څه شي سزا، د چا پلار سزا نه شي درکولای. دا دی پرون مې د قرارگاه د لومړني سازمان منشي ته دنده ورکړې چې ژر د گوند ازمايښتي غړې شې.
لږ څه چورت کې ولاړ او بيا يې په هېښتيا سره وپوښتل:
- ولې چا څه درته ويلي؟ څه خبره ده؟
گلالۍ ځواب ورکړ:
- زما پلار يې بېگا په توره شپه له کوره وويست.
وزير په هېښتيا وپوښتله:
- چا، د انقلاب ضد عناصرو او که زموږ امنيتي ملگرو؟
گلالۍ بېرته پر ژړا شوه.
- د امنيت کسانو.
وزير لږ څه چورتي شو، خو ژر په ډاډ ورکولو شو.
- مه وارخطا کېږه، چې پلار دې گنهکار نه وي، بېرته راخوشې کېږي.
بيا پر پوښتنو سر شو:
- پلار دې زده کړې چېرته کړي؟
- په امريکا کې.
په وزير د امريکا کليمه ښه ونه لگېده.
- امريکا، امريکا، امريکا دا د امپريالېزم ځاله.
گلالۍ ژر په خبرو کې ورولوېده.
- په دې ځاله کې خو د انقلابي شورا، د گوند عمومي منشي او لومړي وزير هم وزرونه رپولي.
وزير موسکی شو:
- دا خو رښتيا وايی، خو هغوی له دغه ځايه د امريکا او امپريالېزم سره کرکه له ځانه سره وړې وه. ملگری «گېس هال» هم امريکايي دی، مارتين لوترکينگ هم امريکايي دی. ستا د پلار او د انقلابي شورا د لارښود ترمينځ لوی توپير دی، گرانې!
گلالۍ هېښه شوه.
څنگه؟
وزير ځواب ورکړ:
- ستا پلار د يو فيوډال او ځمکوال په کورنۍ پورې تړلی دی او زموږ گوندي مشر د شپانه زوی دی.
گلالۍ په خبرو کې ورولوېده:
- زما پلار چې په هر پاړکي پوړ پورې تړلی دی، خو د انقلاب پر ضد يې يوه بده خبره هم نه ده کړې، وزيرصيب!
وزير وويل:
- پوهېږم، خو يو څه خبره به هرومرو په منځ کې وي.
گلالۍ وپوښت:
- څه خبره؟
وزير وويل:
- له انقلابي ضد ډلو ټپلو سره ناسته پاسته، پوهنتون کې بلا ډېر ماوېستان، اخوانيان، ستميان، پرچميان او افغان ملتيان دي.
گلالۍ په خبرو کې ورټوپ کړ:
- نو يو چا سره خو بايد راشه درشه وکړي، د ده يې د خلکو له گروهو سره څه؟
وزير وخندل:
- بس خو همدغه خبره ده کنه، انقلاب کې خو د همدغه واقعيت له مخې کله کله د وچو له غمه لامده هم سوزي، ولې له ما سره له انقلابي ملگرو پرته بل څوک انډيوالي نه کوي.
گلالۍ حيرانه شوه.
- مانا دا چې د نورو گروهو له لرونکيو سره ناسته پاسته گناه ده؟
وزير وويل:
- زه دا نه وايم، خو زه په دې پوره باوري يم چې پلار دې هرومرو له هغه چا سره د انډيوالۍ تار درلود، چې د انقلاب پر ضد کومه دسيسه کې لاس درلود. هغوی به نيول شوي وي او له هغوی سره به يې اړيکي ډاگيزه شوي وي.
گلالۍ وژړل:
- نو اوس څه چاره په کار ده؟
وزير په چورت کې شو، بيا يې وويل:
- چاره يې بايد وشي، کنه، زموږ امنيتي او عسکري ملگري ډېر احساساتي دي. هسې نه چې څو موږ خبرېږو، دی راڅخه بلې دنيا ته ولېږي.
گلالۍ ستونی له ژړا ډک شو، خو وزير ډاډ ورکړ:
- ژاړه مه، په ژړا څه نه کېږي، يوه چاره بايد وسنجوو!
گلالۍ احساساتي شوه:
- نو زه خو د ځوانانو د سازمان غړې يم، او دا دی تاسو مې گوند ته هم وړانديز کړی دی!
- يوازې دا بس نه ده؟
- نو نور څه وکړم؟
- زه کولای شم، ستا په خاطر پخپله د انقلابي شورا مشر ته ورشم. د ملي امنيت مشر ته ووايم، خو بايد ستاسو سره يوه ژوره اړيکه وښايم چې مې سپارښتنې ته يو د منلو وړ دليل پيدا شي.
گلالۍ حيرانه شوه.
- ستا په وزارت کې کار، ستا مينه، د ځوانانو د دېموکراتيک سازمان او اوس دا دی نن سبا د گوند غړيټوب، دا څه کم شيان دي؟
وزير ځواب ورکړ:
- زما لپاره پوره دي، خو د هغوی لپاره پوره نه دي!
گلالۍ بيا په هېښتيا وپوښت:
- هغوی نور څه غواړي؟
وزير وويل:
- زما او ستا د پلار ترمنځ د خپلوۍ ژورې اړيکي.
- د گلالۍ بيا هم سر خلاص نه شو.
- ژورې اړيکي؟
- مانا دا چې زه بايد ورته ووايم چې يا مې ماما يا مې کاکا او يا ....
گلالۍ په خبرو کې ورولوېده:
- او يا!؟
- او يا مې خسر دی. ماما او کاکا خو مې نه شي کېدای. د گوندي رهبر پر وړاندې دومره لوی دروغ لويه بد اخلاقي ده.
گلالی وويل:
- مانا داچې زه بايد درسره واده وکړم؟
وزير موسکی شو.
- بله لار نه لرو.
- نو ته خو بله ښځه لرې!
- بله ښځه په تندر ووله!
- په هغې به څه وکړې، زه خو له هغې سره يوځای نه شم اوسېدلای!
- دا ستونزه نه ده گرانې، پلار ته يې ورلېږم. نفقه يې پر غاړه اخلم او تا ته همدا اوس لاسليک کوم چې مخ به يې بيا ونه گورم. زه د فيوډالېزم بلهاري يم، ما ته چې انقلاب د خپل انتخاب چانس راکړي، دا چانس ولې له لاسه ورکړم؟
گلالۍ ژر وويل:
- زه مې د پلار په خاطر د زهرو هر غړپ ته تياره يم.
وزير وخندل:
او زه هم ستا لپاره هرې بلهارۍ او سپارښتنې ته تيار يم.
گلالۍ وويل:
- څه وخت بايد دا کار وشي؟
وزير وويل:
- چې څومره ژر وي، هسې نه چې انقلابي ملگري انقلابي دنده ترسره کړي.
گلالۍ ژر په خبرو کې ورولوېده:
- بس سر له سبا چې دې څنگه خوښه وي، هماغسې وکړه:
وزير وخندل:
- بس بله اوونۍ واده ته ځان تياره کړه او په دا سبا به زه د گوند لارښود ته وخت واخلم چې څومره ژر وي پلار دې راخوشې شي!
***
براتېسلاو، سلواک
د شپې ۱۲ بجې
۱۵/۳/۲۰۰۷