وکیل سوله مل شینواری

 

عصري ښځه

- خورې دا دومره اوږده نوکان دې د استنجا په وخت کې نه په عذابوي؟
زرلښتې د نوي وزير په دې خبره بوږن وخوړ، له شرمه سره راواوښته، سترگې يې ټيټې او هېڅ غږوغوږ يې ونه خوت.
وزير پر ږيره لاس راکښه، بيا يې وويل:
- ولې بېځوابه يې چې له ما داسې وډار شوې، خدای ته به څه ځواب وايې؟
زرلښته لکه بوت داسې ولاړه وه، وزير بيا وپوښتله:
- دا دومره سُرخي او سپېده دې د چا لپاره وهلي؟
زرلښته بيا هم غلې وه.
وزير له ځان سره گډ شو:
زه نو څنگه داسې ښځې په اداره کې پرېږدم، تاسې هره يوه چې داسې سره او سپينه وځلېږئ، کوم کارمند درته ټينگېدای شي؟
لږ څه غلی شو، بيا يې پسې خبره اوږده کړه:
- پخواني کارمندان خو هسې هم بې لارې ول، خو زه نه غواړم چې زموږ مجاهد ورونه پر فساد واړوم.
زرلښته نوره ټينگه نه شوه، په ژړا يې ورغبرگه کړه:
- چې داسې ده، نو رخصت راکړه وزير صيب!
وزير په غوسه ورغبرگه کړه:
- ما لا پرون ډېرو ښځو ته ځواب ورکړی، ته مې راغوښتې چې د صراط المستقيم ژمنه درنه واخلم او چې را دې نه کړه، ته هم رخصت يې.
زرلښتې وويل:
- بس زما د کورنۍ خرڅه پر غاړه واخلئ، پښې مې دې ماتې شي وزارت ته څه چې د ښار کوڅو ته راووځم!
وزير په غوسه شو.
- مېړه دووس دې نو څه کوي چې هرڅه يې ستا پر غاړه اچولي؟
بيا په څه سوچ کې ډوب شو، خو ژر له سوچه راووت.
- کابل به څنگه نه ورانېږي چې مېړه يې په يو وزارت کې د بل له ښځې سره څنگ په څنگ ناست وي او ښځه يې ستا غوندې په بل وزارت کې سره سپينه کار کوي.
زرلښتې غلي شان له خولې ووتل:
- زه مېړه نه لرم.
وزير هک پک شو:
- مېړه نه لرې!؟
بيا يې وپوښتله:
- پلار دې څه کار کوي؟
- پلار مې مړ دی.
- وروڼه؟
- هغه واړه دي.
وزير لږ غلی شو اوبيا يې ورو وويل:
- نو ته ولې بې مېړه پاتې شوې يې، سوچه مسلمان به تا نه کوي او دا نور ناولي به درپيدا شوي نه وي!
زرلښتې ته ژړا ورغله، غوښتل يې څه ووايی، خو هرڅه يې پر زړه تېر کړل. وزير نو نور ځوروونکې پوښتنې بس کړې، په ورو شان يې کړل:

__ ښه له دې خبرو تېرېږو، اوس دا راته ووايه که زه درته مېړه پيدا کړم، کوې يې؟
زرلښتې په ژړا ځواب ورکړ:
- چې ته مې له کاره گوښه کوې او کورنۍ مې هم نه عايشه کوې، ضرور به مېړه کوم، که مې خوښ وي او که نه؟
پر وزير دا خبره ښه ولگېده، موسکی شو.
- بس په دې کار به هم خدای راضي کړې او هم به له دې جنجاله خلاصه شې.
زرلښتې په کراره ځواب ورکړ:
- چې څنگه وايې وزيرصيب، تاسې مشران خلک ياست.
وزير پر ږيره لاس راکښه، اخوا دېخوا يې وکتل، بيا يې زرلښتې ته وويل:
- دروازه درسره پورې کړه:
زرلښته حيرانه او ووېرېده، خو سره له هغې هم دروازې ته ورغله او پورې دروازه يې ښه پورې وهله.
وزير په ورو شان کړل:
- زه درته مناسب سړی نه يم څه!؟ مه وېرېږه د زور کار نه دی!
زرلښته هېښه پېښه او له شرمه سره واوښتله، خو ځان يې ونه بايله، غلي شان يې له خولې ووتل:
- تاسې خو زما د پلار پر ځای ياست وزيرصيب!
وزير وخندل:
- هسې دا لعنتي ږيره سړی سپين ږيری کوي، په عمر دومره نه يم. ظالمې! له تا به لس يا دولس کاله مشر يم.
زرلښتې په خبرو کې ورودانگل:
- نو تاسې خو ښځه لرئ؟
وزير سمدم ورغبرگه کړه:
- يوه څه چې دوه، خو هغه د کور ښځې دي، د بهر ښځه، د دفتر او د چکر ښځه مې نشته. عصري ښځې پسې لېونی يم، لېونی.
زرلښتې په خندا وويل:
- نو د بهر، چکر او عصري ښځه خو بيا همداسې عصري مېړه هم غواړي کنه؟
وزير پر خندا شو:
- لکه څنگه؟
- بايد ږيره يې خرېلې وي، لباس يې عصري وي.
وزير موسک شو.
- دا نو سخت کار بولې، د ږېرې لنډول نو څه دي، بس سر له سبا مې کالي هم پر پتلانه اړوم، نور نو څه وايې؟
زرلښتې وخندل:
- زما نوکان، سُرخي، سپيده به بيا څنگه شي؟
وزير وخندل.
- بس چې څنگه دې خوښه وي، خو يوازې وزارت ته به سمه راځې، ځکه دا نو د خدای عذاب دی چې نورې مې په دې کارو گوښه کړې او ته به داسې اوتوکړی راځې. بله دا چې د خلکو او خپلو ملگرو له خولو به مې هم ساتې.
زرلښتې ورو وويل:
- چې داسې ده، زه به فکر پکې وکړم.
وزير په جدي توگه وويل:
- فکر مکر پرېږده، بس دا وايه چې څه وخت او چا ته په مرکه درشم.
زرلښته له شرمه نوره هم سره شوه او په منډه له دفتره ووتله.
***
براتېسلاوا، سلواکيا
د شپې يوولس بجې
د ۲۰۰۷ زېږدي کال د اپرېل ۲۵ مه