محمود نظری

د ژويو پارلمان

د ځنګله ژویو يو انسان نيولۍ وو هغه يې په قفس کې اچولۍ او په را ټول وه. خره ويل :زه پر سپريږم ، بيږو ويل :زه انسان واني په کوم، ګيدرې ويل: زه يې پوستکی باسم ،زمري ويل: زه د سرکس چمونه پرې کوم. موشخرما ويل: زه يې د مار سره په جنګ اچوم .چرګ ویل: زه انسان جنګی پر کوم …

انسان خړې سترګې په شرم او عاجزي ورته وويل:

تاسو ټوله ښه واياست خو زه خوار،عاجز انسان يم په تاسف بايد ووايم چې زه ستاسو د ټولو خواست نه شواي تر سره کولاي !

د ژویو شور، انډوخر او ترپکي شوی بیزو ورته وویل:باټکه!

څرنګه نشي کيداي ؟ ته لا په قفس کې يې چې دا خبر ې کوې !

انسان سر وښوراوه او زياته يې کړه:

له تاسو ټولو جار شم زه ستاسو د پښو خاوره يم زه له غروره دا خبره نه کوم تاسو مه خپه کيږي زه ستاسود دې خیرنو لکیو جار شم ځکه زه دا توان په ځان کې نه وينم که ستاسو د يوه غچ تر سره شي زه مرم او په ژړا يې زياته کړه :

د نورو حق را باندي پاته کيږي. غاړه مې بنديږي زه نه غواړم د يوه حق هم ضايع شي ا

اخير اخيرت لرم!

پيل(فیل) چې زړه يې نازک وو په شونډوک يې خپلی اوښکې پاکی کړی او په ژړغوني ږغ يې وويل:

نو څه بايد وکړو؟

انسان ورته وويل :

لومړی باید یو ځنګلی پارلمان- مارلمان جوړ کړی.

د هغو فیصله به د ټولو فيصله وي د هيچا زړه به درد نه کوي.

د ژویو تر منځ خبرې اترې پيل شوې هغو ته دا پوښتنه پيدا شوه چې پارلمان بیا څه شی دئ؟

ژویو بیا انسان ته مخ ور واړوئ او د هغه نه يې وپوښتل:

پارلمان بیا څه شی دئ؟

انسان چې په دې شیانو کې يې ډیره تجربه درلوده و رته وويل :پارلمان یو ښه شی دئ !

له ځان سره يې ورووویل: ته وده چې تاسو یو وار د واک په ساري ناروغي اخته کم بیا در سره ګورم!

هغوي بيا یو بل ته په هېښتیا او پوس پوسی سره وکتل او بيا يې انسان ته وویل: پارلمان څرنګه جوريږي؟

انسان ورته وويل: په ازادو ټاکنو اودرغلیو سره تر سره کيږي او هر کانديد بايد لومړي خپله پاليسي او مرام بيان کړي او هر ژوي چې ډيرووټونه يووړه هغه به ستاسو استازی شي او هر يو بايد خپل ځانګړی شعار ولري.

شعار څه ته وايي؟

شعار هغه لنډو خبرو ته وایي چې هغه وایي خو نه يې کوی او نور ژوي په ختاباسې چې هغه در ته ووټ درکړی .

د ژویو تر منځ سيالۍ پيل شوه

هر يوه ځان ته شعارونه جوړ کړل: يوه ويل: زه انسان چارماري کوم....بل ويل :زه د انسان پوستکي باسم !بل ويل: زه هغه خسي کوم....

پارلمان جوړ شو خو هغوی نه پوهیده اوس څه وکړی!؟

بيا انسان ته ورغلل هغه ته يې وويل :

اوس څه وکړو؟

انسان ورته وويل:

اوس په پارلمان کې مخالف اړخ جوړ کړې. چې کار درته پیدا شي.

د هغو شعار بايد د هغه نورو ضد وي

مخالف اړخونه جوړ شول هغو خپلي پاليسي جوړي کړې.

چا ويل :زه انسان ته د نړۍ واکمني ورکوم، چا ويل: زه انسان په خپل سر ګرځوم، چاويل: زه انسان ته چوپړ کوم...

ژویو ته بيا مشکل پيداشو چې اوس څه وکړو.

انسان ورته وويل: اوس یو بل په چوټو د اوبو په بوتلوسره ولی

په پارلمان کې شور ما شور او وز لوبه پيل کړئ.

او هر یو د ځاني ګټو پسي توری راوباسئ.

انسان د ځنګله د ونو پلورل پیل کړه او ځنګل يې په اواره مځکه بدل کړ او بېله د ې چې پارلمان خبر شی هغه د ټولو ژویو پوستکي په بهر نیو وپلورل.

په پارلمان وزلوبه وه یو ویل: زه انسان خسی کوم.... او بل ویل: زه هغه پر شا سپوروم ....

او د چوټو او بوتلونو دیشوم دیشوم.