محمود نظری

مډرنه سيالۍ

د مکروريانو په اپارتمانو کې د دوو ښځو تر منځ په کوم کوچني شي لفظي شخړه پيل شوه . لا څو شيبې نه وې تيري شوي چې ګڼ شمير ليدونکي دې بې ټکيټه نندارې ته را غونډ شول.
ته څه شي يې!
څه لرې ؟
په څه نازيږې ؟؟
خبري کرار کرار تودې دې، لومړۍ ښځې له لږ سوچ نه وروسته پر پوړني ملا لکه پهلوان ټنګه وتړله او په منډه خپل اپارتمان خواته ولاړه او د هغې خوا يې په داسي حال کې چې يو برقي داش يې پر اوږه راخيستي وو او خندنې وه بهر راووتله او خپلي حريفي ښځې ته يې په طعنه وويل:
او خوارکۍ ! راشه زما د دې برقي داش سره خبري وکه!
دويمه ښځه د داش په ليدولو لکه چې برق نيولې وی هغه هم په بېړه خپل اپارتمان ته ننوتله او له څلورم پوړ نه يې پر اوږه خپل سل کيلويې برقي داش بهر راويسته او ورسره يې وويل:
او بيچاره ته څه له ماسره خبري کوي! زما د دي نوي برقي داش سره خبري وکړه!
د نندارچيانو پرله پسي چکچکو لومړۍ ښځه وهڅوله چې په منډه ولاړه شي او ځان وښي ،هغې هم په پنځو ثانيو کې يوه دولس ګزه غالۍ چې دوو پهلوانانو له ځايه نشوای ښورولاي له پېنځم پوړ نه پر اوږه راويستله اوپه ميدان کي يې وڅرخوله او مخ يې خپلي حريفي خوا ته کړ او ويې ويل:
ته کم بخته لومړی زما د دې دولس ګزه غالۍ سره خبري وکړه!
دويمي ښځې خپل لستوڼي بډ واهه او لکه فنر ولاړه هغې هم هم هغسي يو دولس ګزه غالۍ پراوږه راويستله او ويې ويل:
ته خواره هم لومړی زما ددې( ماور) غالۍ سره خبري وکړه! زما سره څه خبري کوې!
لومړۍ ښځې ۲۶ انچه رنګه تلويزيون د المارۍ سره چې څلور تنو هغه نشوای انتقالولای لکه بڼکه بهر راويست او حريفي ته يې په کنايه وويل:
او بيچاره لومړی زما د دې رنګه ۲۶ انچه تلويزيون سره خبري وکړه! زما سره څه خبري کوې!
دويمي ښځي هم همداسي يو تلويزيون او يو راديو کسيټ سره بهر راووتله او ويې ويل:
ته لومړي زما د دې شل انچه رنګه تلويزيون او دوکسيټه نېشنل پانو سونيک تيپ سره خبري وکړه!
شخړه دومره توده شوه چې سړک بند شو د سينګار المارۍ تخت، ګاڼې، لوښي ، بستري، چرګان...ورو ورود دويمي ښځې په تندي خولې راماتي شوې ځکه د لومړۍ ښځې سامانونه او د نندارکوونکو چکچکو لږ زياتی کوی، خصوصاً د سرو زرو يو کيلويې اميل يې روحيات بلکل خراب کړل او په نيمه ضعف حالت يې پر يوې بسترې تکيه وکړه.
لومړي ښځې چې ميدان يې وړی ګاڼه لکه يو ملي اتل د يو ميز له پاسه ودريده او د کاليو او ګاڼو په ښوولو لکه کلنګ چې ښکاره کوي پيل وکړ او د هر توکي په ښکاره کيدو سره به يې زياته کړه:
زما سره څه خبري کوي د دې ...!
د ننداره چيانو چکچکو ميدان ښه تود کړی وو د دې نه وروسته يې د ميړه د بانکونو او نوي رانيول شوو جايدادونواو د دوستانو په موقفونو د لست په ويلو پيل وکړ:
په پغمان کې سل جريبه باغ
چکچکي
شيرپورکې يوه بنګله!
چکچکي
..........
زما سره څه خبري کوې راشه زما د ميړه سره چي رييس دي خبري وکړه !
دويمه ښځه چې ضعف وه د رييس په اوريدوسره يې جټکه وخوړله له ځايه را پورته شوه او ويې پوښتل:
- څومره وخت کيږي چې رييس دی؟
- يو کال کيږي.
دويمي ښځې چې لاس يې پر ملا نيولی و و کټ کټ وخندل او ويويل:
هوو بيچاره! ټول چوپ شوه چې څه خبره ده .
هغې ويل:
هو بيچاره! زما ميړه يوه اوونۍ کيږي چې رييس شوی دی.
سامانونو ته يې اشاره وکړه او زياته يې کړه:
دا يې د يوې اوونۍ کمايې ده يو کال وروسته راشه بيا سيالي را سره وکړه ولي لي.
لومړۍ ښځې د ولي لي په اوريدو ضعف وکړ او ګاونډيانو هغه خپل اپارتمان ته بوتله
د ميدان پر مخ دومره کالي او سامانو نه وو چې د ديرشو ځوانانو په درو ورځو کې هم نشوای دننه کولای ( خدای دې مو د ښځو د سيالۍ نه وساتي) ،(دا دهغه رييسانو ميرمني وې چې رشوت يې نه خوړۍخدای مو له رشوت خوره ساته )