محمود نظری

د  رييس غروب

د اداري مجلس د پيل څخه مخکې عمومي او واړه مديران په لوی دهليز کې داسي سره را ټول شوي وو لکه مچان چې په خوږه ګوړه را تاووي، په خبرو لګياوو
د خدماتو مدير جلندر خان لاس پر ديوال تير کړ او ويې ويل :
پوره وهنه شوي ده ګورۍ لاس سپيره کوي!
د ساتنې او څارنې مدير صديق خان پرته له دې چې خبره جوړه کړی په ناجوړه کلماتو د خدماتو مدير جلندر خان ته په پسخند وويل:
کانټين، دومره لوی کانټين څوک په دوه سوه په کرايه ورکوي! د يوې کڅوړې شرينک بيه ده .
د هريوه له خيري مالوميده چې غوښتل يې د خپلي پاکي د اثبات لپاره اسناد ولري نو يو بل ته يې په شکمنو سترګو کتل .
داشوي هغه شوي خبري کرار کرار تودې شوې د يو بل خطاب سرحد ته ورسيدې او ټول په کې را ګير شول.
په دې وخت کې جناب رييس صيب تشريف راوړ او ټول مديران لکه د شاتو مچی ورپسې د رييس دوتر ته ننوتل او رييس په خپل ځانګړ ميز تر شا کيناست او غونډه پيل شوه:
لومړۍ اجندا د موسسي د شاو خوا ځمکې د اجارې په هکله وه چې د ساتنې او څارنې مدير پوري يې اړه لرله د ارشيف او خدماتو مديرانو ګډ سنګر نيولی وو غوښتل يې هغه برملا کړي نو د ارشيف مدير د شف شف نه تير شو او په پسخند سره يې وويل:
د مدير صيب خولۍ بيا په غوړو کې شوه !تاسو يې دا په سپينه ږيري ډسکو جامپر چې په ليکل شوی دی ( ای لف يو) وګورۍ! پوهيږي! د چا نه يې اخيستي دي؟ وګوری وګوری!
ټول مديران د ساتنې او څارنې په مدير داسي په غوسه وو ته به ويل د دوی برخه يې خوړلې ده ،نو د ارشيف د مدير په خبرو يې زړونه تش شول او ټول مجلس په خندا شو.
د ساتنې او څارنې د مدير ژبه په خوله کې وچه شوه. د املاکو مدير جمرود چې د ساتنې او څارنې د مديرحريف وو داسي وويل:
محترم صديق خان! ووايه هغه تلويزويون دي په ياد دی؟
د موسيسې د معاون نوراجان لخوا د ميز د سر زنګ ته ګوته ور وړه او و رسره يې وويل:
-مستند مستند!
د محاسبې مدير هم د دې لپاره چې ځان پاک وښيي د ساتنې او څارنې مدير ته وويل:
هغه سليپر بوټ دي څه کړی؟ وايي ديرش زره يې بيه وه !؟
د ساتنې او څارنې د مدير په تندي خولې لکه مرغلري ديخوا هاخوا لغړيدې حريفانو راګير کړی وو نه پوهيده کوم مستند شی د غونډې حاضرينو ته وړاندي کړي ديخوا هاخوا ټول حريفان يې تر نظر تير کړل خو د خدماتو د مدير چپليو يې سترګې وبرېښېدې نو د واره يې د هغه په پښو و رټوپ کړل او په دواړو لاسو يې هغه د ميز سره ته را پورته کړې او په خندا خندا يې وويل:
وګورۍ !دا يې مستند ووايم چې له چا نه يې اخيستي دي !
د خدماتو مدير په څوکۍ کې لويدلی وو او پښې يې پر ميز پورته وې ژيړ ژيړ يې د غونډې غړو ته کتل او د غونډو د غړو سره يې په وقفه يې توګه خندل.
د کارمندانومدير هڅه کوله خپل کميس په کرتۍ کې پټ کړي، د محاسبې مديرخپل دپلومات د ميز لاندي ورو ورو په پښه تيله کاوه، د سوانح مدير خپل کمر بند سست کړ چې پايڅې يې نوی کلوشې پټي کړې ، رييس هم ورو په خپل دسرو زرو ګوټې ښی لاس کيښو خو د رادو ساعت ښوبيني يې سترګې وتخنولې نو ورو يې کيڼ لاس تر ميز تر شا کړ د دريشي انګريږي ټوکر يې هم ورته مشکوک ښکاره شو نو کرار کرار يې د ميز تر شا غروب پيل کړ تر ستوني تر ميز تر شا پټ شو چې قره قلۍ خولۍ ته يې پام شونو غروب يې تکميل شو ا جندا لا نه وه تمامه شوې چې رييس صيب د ميز له شا نه زنګ ته ګوته وروړه او د ميز له شا نه يې ږغ پورته شو:
بلا مو وواهه د خندامو مړ کړم .غونډه ختمه شوه!