محمود نظری

د څوکۍ خوند

ترهغې وروسته چې جلندر خان له رياست ليري شو برات ګل خان چې ډير ښه چلندي او ټولنيږ سړي دی زموږ رييس شو هغه هر چا ته ان که د نهمې رتبې مامور هم وي له ځايه ورته پورته کيږي د لاس روغبړ ورسره کوي او تر کتنې وروسته يې تر وره پوري بدرګه کوي. زما دا کړه وړه ډير خوښيږي ځکه د انسان کرامت ته درناوي تر ټولو ښه کار دی .
ورو ورو ځير کيدم چې نوی رييس صيب يوازي پخواني رييس جلندر خان ته له ځايه نه پورته کيږي په ناستي روغبړ ورسره کوي او وروسته يې هم نه بدرګه کوي
ما ته دا معما پيچلې وه نو ځکه مې يوه ورځ رييس صيب ته ورغلم .ماته چې د تحريراتو کارمند وم له ځايه جګ شو تر روغبړ وروسته مې د يوې پوښتنې غوښتنه ترې وکړه هغه په ورين تندي اجازه راکړه:
ماځيني وپوښتل:
رييس صيب که څه سپين سترګې کيږي خو بيا هم ستاسو ښه چلند دا جرت راکوي چې يوه پوښتنه درڅخه وکړم.
مهرباني!
تاسود هغه ښه چال چلنداو سلوک له مخي چې لري ټولو اړوندو ته چې ستاسو ليدو ته راځي له ځايه جګيږی
خو... خو يوازي جلندر خان ته ...
که مو ډير ځيني بد راځی چې نور دلته د راتلو اجازه ورنه کړم.
رييس وويل:
نه، نه!
د رييس تندي لا پراخ شو او لږ موسکی شو او ويې ويل:
-هغه داسي سړي دی که چيري زه له ځايه پورته شم هغه سم له لاسه زما پر ځاي کښيني او ورو يې زياته کړه :
هغه د دې څوکۍ خوند ليدلی دی.
ټولواکمني( امپراتوري)

د شرمښ له ګواښيدو ، ښکنځلو . غوړچونو او بې ځايه پلمو څخه د خټو ډکي لوی ويالې دېخوا ټول ژوي ډير په ربړ اخته وه خو د ويالې هاخوا ژويو ښه ژوند درلو د ځکه هغوی شرمښ نه د رلود.
د ويالې دېخوا ژوو د ځان د ژغورتيا لپاره يو پلان جوړ کړ او د پلان د پلې کولو دنده يې زړې ګېدړې ته ورپه غاړه کړ چې شرمښ لکه پلار يې په خټو کې ډوب کړي.
يو و رځ زړې ګيدړې شرمښ په خبرو خبروله خټو ډکي ويالې ته بوت او د هغې خوا د خوږو غوښو ژويو ښيګڼې يې ورته څرګندولې او هم يې له پلان سره سم په درواغو سره پر دواړو خواو د ده د پلار واکمني کيسې ورته کولې او په مکر يې ورته ويل:
پلار دي ډير زړه ور حکمران وو دلته به ودريد او له ويالې به يې په پټو سترګو ټوپ واهه هلته به يې يوه هوسۍ نوش جان کړه بيا به بيرته دېخوا راغی هغه وخت دا وياله ډيره پسوروره وه اوس خو ډيره کمبره شوي ده ،ته هم د هغه پلار زوي يې لږ مېړانه وکړه په تا کې هم د هغه پلار وينه چليږي!
د شرمښ په رګو کې دغيرت وينه وچليدله تر شا ولاړ خو زړه يې ونه کړ چې ټوپ ووهي سترګې يې سرې شوې
زړې ګيدړې پر له پسې هڅاوه او په مکر يې ورته ويل:
کټ مټ لکه پلارغوندی دي د هغه سترګې به هم تکي سرې شوې مګرټوپ به يې کړ.
شرمښ بيا تر شا ولاړ خو د ويالې په ليدو خولې پرې را ماتي شوې. زړې ګيدړې په مکرورته ويل :واه واه کټ مټ لکه پلار دي! هغه هم په لومړي پلا هم داسي...خو مګر بيايې ټوپ وواهه.
شرمښ يې نه پريښود چې د دي کاره لاس په سر شي.
شرمښ د پلارد غيرت خبرو نور هم زړور کړ. بيا تر شا ولاړ خو بدن يې وريږديد او پښې يې سستی شوي.
زړې ګيدړې د شاباش په ويلو سره ورته وويل:
کټ مټ لکه پلار دي پر هغه به هم د غيرت خولې را ماتي شوي او لوند خيښت به شو او ټول بدن به يې له غروره ريږدېدې.تا خو تر اوسه لکه چې ځان نه دی لوند کړی!
شرمښ ته دا ټول کارونه عادي وښوول شول د پلار غيرت يې سترګو ته نيغ ودريد تر شا ولاړ په منډه شو او ټوپ يې کړل تر ويالې هغه خوا واوښت.
شرمښ خپله امپراتوري جوړه کړه ځکه په اساني اوښت او راوښت د زړې ګيدړې بې کچه هڅول د شرمښ د امپراتوري د جوړولو لامل شو. ددې پر ځای چې يې دا خوا له ظلمه وژغوري هاخوا يې هم په غضب اخته کړه .
زړې ګيدړې په ناسمي هڅوني له کبله د مکارې لقب ورکړ شو .که څه هم زړې ګيدړې ددې تاريخي خيانت له کبله ځان په هم هغه خټو کې ننه ايست خو ګټه يې ونه کړه اوپه تاريخ کې همداسي خوندي شوه