محمود نظری

چاغ چاغ

د ښاروالي په انګړ کې يوه ډله مظاهره چيان را ټول شوي وه او همدا يو شعار يې را غبرګاوه :
چاغ، چاغ
بيا به يوه ږغ کړل :چاغ
نورو به په يو ږغ غبرګول:
چاغ چاغ، چاغ چاغ
د انتصابي کميسون رييس چې ډير ډار شوي وو سل زړونه يو کړل او له مظاهره چيانو څخه يې وپوښتل:
ـ ولي چاغ؟
يو تن مظاهره چی چې اوقي (پوخ پتير) ښکاريده په سا نيولي ګردود ( لهجه) ځواب ورکړ:
هر ډنګر چې چاغيږي بيا يې بل ډنګر پر ځاي ټاکل کيږي!
پوخ پتير بيا مخ مظاهرې چيانو ته واړوه او په حق جانبه بڼه يې هغوي ته وکتل اوويې ويل:
نو موږ له اوله چاغ غواړو!
ټولو په يوه اواز ورسره غبرګه کړه :
چاغ چاغ، چاغ چاغ
چاغ چاغ ، چاغ

***

رايګيري


مدير عارف په منډه منډه د غونډې کوټې ته ځان ورسواوه، هغه سوچ کاوه چې پرې ناوخته شوی به وي نو د دروازې له چولې نه يې دننه وکتل د رييس لاس يې د کوم شي په رای اخيستنه کې پورته وليد نو د ده لاس هم هلته په دهليزکې اتومات پورته شو او تر ټک ټک وروسته د غونډ ې کوټې ته ننووت او د نورو غړو په منځ کې چې د هغو هم ښي لاسونه جګ وو، کيناست د ده نه وروسته مدير صمد ، مدير اکرم، مدير جعفر ،پري ګله چې د هغو ښي لاسونه هم پورته وو يود بل پسې کوټې ته راننوتل.
رييس د دې اکر ( وضعي) په ليدو لږ سور واوښت موسکی شو او ويي ويل:
وبښی! زما په تخر کې دانه راختلې او نه شم کولای لاس ټيټ کړم خير په هر ډول لکه چې د غونډې ډير غړي پوره دي نو غونډه رسماً پيلوم.

***


خو زه بيچاره!

له ډم نه پوښتنه وشوه ستا او ډاکټر تر منځ توپير په څه کې دی؟
هغه وويل:
دواړه سپينې چپنې اغوندو، د دوکان د خلاصيدو اجازه لرو، دواړه له جارحه وسلو نه کار اخيستلای شو ،دواړه تر سلو نه زيات فيس اخلو
خو زه بيچاره!
خو ته بيچاره!!!
هو خو زه بيچاره د مشتري د وژلو حق نه لرم او هغه يې لري( په اسکيرلي ږغ)