اسدالله زمری

 

یرغمل

 

د زمانې د کږلیچنو د تیارو له تل نه

د خفاشانو په څیر ،

د لوټمارانو ډلې ...

یوه په بلې پسې.....

شوي را بهر په بیړه ؛

او یو ملت ئې یر غمل ونیوه....

یوې ترې برم د تاریخ وغوښته

یوې شمله د عزت ،

یوې غرور او عظمت ورڅخه ،

اویوې بلې آزادۍ او سوکالۍ ورځینې ؛

هرې یوې ولوته ،

هرې یوې وشکاوه ،

هرې یوې وواهه ، وټکوه وځوراوه ؛

ورنه يې هر څه ویوړل .

خو دی لا اوس هم یرغمل پاتی دی ؛

او تر خې شپې تیروي .