رسیدن به آسمایی :24.06.2008؛ تاریخ نشر در آسمایی :24.06.2008
ایمل هاشور
يورانيم
زه يورانيم خورم
لكه چې مدفوع خورم
لكه چې خاورې
دوړى
لوګي او
باروت !
دا مې "دوستان" دي
ملا ته يې برچه
غاړې ته يې ټوپك:
هلمنديه،
واخلي دا ګنګوري بمونه!
زه يورانيم خورم
څنګه چې مدفوع او باروت خورم
"یاران"
ناست د غونډيو په سر
د ترموباريك بمونه
شيندي
او وايي كندهاريه
وخوره!
موږ دواړه،
زه هلمندي او بغدادي
زه كندهاري او بصره یی
زه زابلي او نجفي
زه ننګرهاري او كركوكي
زه كنړي او موصلي
دواړه "تش شوي يورانيم"
خورو
زما "دوستان"
ترموباريك
ګنګوري
او "تش شوي يورانيم"
ما زابلي، بغدادي، كندهاري، موصلي، هلمندي او بصره اي ته
ډالۍ كوي
ځكه زه وږي يم
زه د" دموكراسۍ" وږى
زه افغان ـ عراقي
يورانيم خورم
"تش شوي يورانيم"
زه وږى يم
ستا د" دموكراسۍ" وږى!