رسیدن به آسمایی :29.05.2008؛ تاریخ نشر در آسمایی :29.05.2008

ایمل هاشور

لیوه

د خونړی لیوه

شونډک خونړى

انګولاوى یې پورته

منډه رامنډه په کروندو کې

چیغه کړی:

زه،

ژغورنکى!

وینه څکی

غاښور غاښونه یې

ککړ

زما په تنکی زړګې کې لامبی

په مستۍ کوکاره کړی:

زه،

ژغورنکى!

شرمیږم

سوځیږم

وریت د قهر په اور کې

" انسان"،

د لیوه پر غاړه ګلونه سینګاروی

او لیوه،

زما پر سترګو اغزی

او پر شونډو مې چاړه کاږی

مسته مستیدلى

قهرجنه څیره

د "انسان" سره

چیغې وهی:

زه ،

ژغورنکى!

لیوه،

زما د زړګی تنکی غوړیدلی ګلان

شکوی

د زړګې پنجرې مې تړی

او "انسان"

زندۍ په لاس

زما د اعدام چیغه وهی.