رسیدن به آسمایی: 07.09.2010 ؛ نشر در آسمایی: 12.09.2010
اسدالله زمری
زه خپل زړه غواړم
زه د دنیا خلکو نه ها خپل نتلی زړه غواړم
یا چې ورته وَرته وي هغه ښاغلی زړه غواړم
نه پوهیږم چیرته د چا حسن ته بیخوده شو
تله کې د ې مینې چې دې سپک ختلی زړه غواړم
ویلې شو د چا په بد حالۍ کې د احساس په تاو
سوز د انسانیت باندې مدام داغلی زړه غواړم
لوی وو ، د غمونو او زغمونو خزانې پکې
هغه د جفا په داړه چور ، سیځلی زړه غواړم
چا کړ تر پښو لاندی که لاړه عرش ته وخاته؟
دا د تواضع او د غرور منلی زړه غواړم
هغه چې زِمه ئې وه ا خیستی د دنیا د غم
هر چا چې په وار باندی دي خپل ، ځپلی زړه غواړم