رسیدن به آسمایی: 01.12.2010 ؛ نشر در آسمایی: 02.12.2010
د فاروق فردا درې شعرونه
سوځېدلی باور
شاله چې نور،
کروندې ستونی د باران په څاڅکو نه لندوي
د کنګلونو پر مخ،
ستا پر وعدو دي سوځېدلي د فصلونو باور.
***
د سېوری دایره
په شنو وږمو لښکر د ورېځو لګولې ولکه
لمر هم ډارېږي او د غره له سره سر نه باسي
ځنګل ترور دی لټوي خپله دایره د سیوري
او د لمرونو څاڅکو څاڅکو پسې سا ورکوي.
***
وطنه
په هغه ورځ کې چې پېدایې کړی ته
حالت د خدای څنګه وو
درته یادېږي که نه؟
چې هره ورځ یې، د چا لښتو سره کنډ و کپر
او ماتوې تنده په اوښکو باندې.