د ارین ویبلاک څخه

د مور کیسه


د ایف سیټفمن لیکنه

د محمدالله ارین احمدزي ژباړه


دوه درې کړکی ډيرې ژر خلاصې شوې او څو تنو د هغو کړکیو څخه خپل سرونه را وویستل او هغو چیغو ته چې په ناڅاپي توګه د کور په منځ کې پورته شوې غوږ ونیو.....د دوی د ډلې څخه یوه یې چې میانساله میرمن وه وویل:
نوی کوم کس ده..... او دهغه جوالي سره چې د ده بار یې راوړی چنې وهي!
دغه کور یوه دوه پوړیز کور وو چې په ښار کې په یو ډير مردار ځای کې جوړ شوی وو د دې کور ډيرې خونې د فابریکو کارکونکو او کاریګرو کسانو په کرایه نیولې وې چې په دوی به په دوبي کې دا ځای د خپلې اوسیدا لپاره په کرایه نیو.
ماشومان په ټولو ودانیو کې خواره وو د وره او دیوال له لارې کښته او پورته تلل.....په دې پخوانۍ لوړپوړیزې ودانۍ کې شلو کورنیو ژوند کاوو نو د دې کورنیو د اوسیدونکو سره جنګونو او بیا پخلا کول هم مل وو............
د هرڅه نه چې تیرشو نو ټول ډير سره صمیمي وو او هغه ستونزې به چې په دوی راتلې ډير ژر لرې کیدې.....د دې خونو په منځ کې یوه خونه ډيره د مخه خالي وه.... د دې کوټې اوسیدونکی څو میاشتې د مخه د رواني ناروغي له امله مړ شوی وو......نو یوې سپن سرې ښځې چې مهربانه ښکاریده خو مهربانه نه وه دا خونه یې نن سهار کرایه کړې وه او یو ساعت وروسته یې خپل سامان څه په خپله او څه د بار وړنکي په وسیله دلته راوړی وو نو اوس یې د باروړنکي سره د پیسو د ورکړې په وخت غالمغال وو...............
ښځې په ډير اوچت آواز لکه تیز باران او په ډيره ستړې کونکې لهجه خبرې کولې او سړي به کله کله په یوه غږ د دې خبرې پرې کولې او هغه یوه جمله چې د مخه یې ویلې وه تکراوله.
ټوله دعوه د یو څو روپيو په سر وه.... خو دا پیسې د دواړو لپاره چې ډير ناداره وو د ارزښت وړ وې په پای کې وروسته تر دې چې یو څه تخفیف یې ور کړ او ښځې هم پيسی د ده پښو ته ور خطا کړې نو یې خپل بار اوبکن واخیست او د زینو له لارې پورته وختله!
دوه نورو میرمنو چې دا تماشه یې د دوهم پوړ څخه کتله یوې هغه بله په څنګل ووهله او ورته یې وویل: څيره یې داسې ده له د سړي وژونکې.
یوه جیلې چې په دې وخت کې د زینو څخه د پورته کیدو په حال کې وه او د دوه پاسنیو ښځو د ډلې څخه یوه یې مور وه دې ته وویل:
رزي هغه ښځه دې ولیدله؟جیلی وویل:
هو... د بار وړنکي څخه مې پوښتنه وکړه چې د دې بار دې د کوم ځای څخه راوړ هغه راته وویل چې د ریل ګاډي د پټلۍ څخه.....ښځې د هغه سره لس روپی ویلې وې خو کله یې چې بار دې ځای ته پرې را ورساوو نو یې ورته وویل چې د ۷ روپیو څخه زیاتې نه درکوم.
ښځې په تریوه ټنډه وویل:
نوم یې در ونښود؟
جیلی وویل:
نه د باروړنکي یې هم نوم نه وو زده خو دومره یې وویل چې د دې مخکې کوره پورې یې د(لاګا) په نوم غږ پرې کاوو.
جګړه کونکې ښځه نوې د دوهم ځل لپاره د زینو څخه را ښکته شوه ترڅو پاتې سامان پورته کړي نوپه ډيره بې اعتنايي یې هغو ښځو ته چې د دوهم پوړ څخه یې دې ته کتل ور وکتل خو وروسته یې اوږې وښورولې خو څه یې وو نه ویل!
رزیتا په لړزیدلي غږ خپلې مور ته وویل چې زه د دې ښځې څخه بیریږم!
لاګا چې ۴۰ کلنه ښکاریده او داسې ډنګره وه چې پوستکی او هډوکي یې سره نه مالومیدل.د لاسو پنجې یې لکه کړکي نري وو او داسې ښکاریدې لکه یو ډير بد لاس چې وي.
سترګې یې غوچې غوچې وې او پوستکی یې ژیړ او ډير کوت،کوت وو خپل تور ویښتان یې کوڅۍ کړي وو او شاته یې اچولي وو غوچې غوچې سترګې یې ډيرې د وحشت څخه ډکې وې او په ځان کې یې د وحشي تاوتریخوالې نښې څرګندې وې چې هیڅ چا د دې سره د خبرو کولو جرات نه درلود.
په هغه ورځ لاګا په دې خونه کې خپل ژوند یوازې او په چوپتیا پیل کړ.هغې کوښښ کاوو چې د چاسره اړیکې وو نه لري خو د خپلو همسایه ګانو دې کنجکاوي سخته ځوروله.ټول پوهیدل چې د دې ښځې لاس ډير تنګ دی.د ظاهر څخه یې داسې ښکاریدل.....هره ورځ سهار وختي کار ته تله او ډير ناوخته بیرته راتله.... خو هیڅ څوک نه پوهیدل چې دا به چیرې کار کوي او څومره پيسې ګټي همسایه ګانو د یو ساتونکي څخه چې په همدې ودانۍ کې یې ژوند کاوو غوښتنه وکړه ترڅو د دې میرمنې په اړه مالومات پيدا کړي...ساتونکي د دوی په ځواب کې وویل ترڅو چې دا ښځه د چا د اوسیدنې مزاحمه نه شي او څوک د دې څخه شکایت وو نکړي نه شي کولای د دې په چارو کې لاس وهنه وکړي.
خو په داسې ځایونو کې چې ډير ژر خبرې د ژبو په سر کیږي... څو ورځې وروسته یو تن خټګر چې د دې ودانۍ په یوه خونه کې یې ژوند کاوو څرګنده کړه چې د ده یو ملګری چې د اوسپنیزې کرښې سره نیژدې ژوند کوي د دې ښځې په ټول حال خبر ده نو د دې له امله ماته مې ملګري وویل چې اولاګا شپږ کاله بندي وه یوه میاشت د مخه د بنده خوشې شوه ....
هغه یې د قتل په تور نیولې وه ..... وروسته تر دې چې د زندان څخه را خوشې شوه څو اونۍ یې د اوسپنزې کرښې سره نیژدې ژوند کاوو خو هلته به ماشومانو د دې خونې ته تیږې ور ویشتې نو د دې له امله تنګه شوه او دلته راغلې ده.
زریتا د خپلې مور څخه پوښتنه وکړه:
دې څوک وژلي دي؟
مور یې وویل:نه پوهیږم زما په اند به یې هغه څوک وژلی وي چې په دې مین وو.
رزیتا په حیرتي څيره او په غوصه سره وویل داسې نه شي کیدای چې څوک دې په دې ښځه مین شوی وي.
نو د رزیتا مور خپله خولو اسمان ته ونیوله او ویې ویل:ای لویه خدایه داسې نه چې یوه ورځ زما لور مړه کړي.
رزیتا هم ولیدل چې د بدن ویښتان یې جګ دریدلي دي هغې هم د شونډو لاندې دعا کوله او یوه اوږده سایې واخیسته.
په دې وخت کې لاګا د خپل کار څخه د راتلو په حال کې وه پښه یې جونګړې ته را دننه کړه دوی ټولو خپل ځانونه سره را ټول کړل ترڅو دا یې ترڅنګه تیره شي ښځې دې ته په وحشي توګه کتل لکه چې ګواکې د دې په تږ کې یې کوم ځورونکی څيز موندلی وي ساتونکي د دې لپاره چې دې چوپتیا ته د پای ټکی کیږدي لاګا ته سلام وکړ..... ښځې هم د هغه د سلام ځواب ور کړ او بې د دې څخه چې نورڅه ووايي خپلې خونې ته لاړه او ور یې په ځان پسې راپورې کړ.
ولاړو خلکو د کیلۍ هغه غږ چې لاګا د وره په کلپ کې تاوله هم واوریده .... ټول د دې ښځې د هغو کتو څخه چې لیدونکي یې حیرانول ډير خواشنیي وو او د شونډو لاندې ټولو دا ویل چې دا کومه جادوګره ده چې د دوی ترې کرکه کیږي.
خو د لاګا کړو هیڅ داسې نه ښودله چې ګواکې دا داسې نیت لري چې څوک ازار کړي په خپله لاره تله او د هیڅ چا سره یې کار نه درلود.
ډير ژر هغه ګواښ چې د لاګا د راتګ په وخت کې رامنځ ته شوی وو تیر شو ځکه چې همسایه ګانو په دې خونه کې د دې د شتون سره عادت شوي وو حتي پیلاري چې عادتا یوه اوږد ژبې او بې شرمه ښځه وه نو وروسته تر دې چې تل به دا میرمن داسې تله او راتله نور یې په دې میرمنې(لاګا) پسې سر نه ګرځاوو، یوازې یو یا دوه واره یې ویلي وو کیدای شي چې زندان لیونۍ کړې وي د ډيرو لپاره داسې څه رامنځ ته کیږي.
د دې ټولو سره سره یوه ورځ داسې یوه پيښه وشه چې یو ځوان هلک په همدې ودانۍ کې د میرمن لاګا پوښتنه وکړه ....پيلاري چې په جونګړه کې د خپلو جامو په مینځلو بوخته وه او لور ته یې کتل وویل چې مونږ په دې نوم په دې ودانۍ کې څوک نه پيژنو.
ځوان په شرمیدلې لهجه وویل:
ولې داسې خیال کوم چې اوس به ماته لاګا غږ را وکړي؟
دا ځل رزیتا راغله او دې ځوان ته یې د هغې د کور دروازه ور وښودله.
آها: خونه یې هغه ده وروشه.
ځوان هم په خندا سره د دې څخه مننه وکړه او جونګړې ته د ننه شو رزیتا ډيره ښکلې او جذابه جیلۍ وه په ځانګړې توګه تورې سترګې یې دومره ښکلې وې چې دې ته یې یوه ځانګړې ښکلا ور کړې وه په سپینو باړخوګانو یې تور خال داسې بریښیده تابه ویل چې په سپینه بوره دې تور مچ ناست وي د ښکلي رنګ لرونکي کمیس یې ډير د خلکو پام د ځان خواته را اړا وو.....
ځوان یو ځل بیا وخندل او داسې مالومیده لکه چې په کتو کتو کې دا ښکلې جیلی خوري او زیاته یې کړه:
آفرین په هغې مور چې ته یې زیږولې یې.
دا ځل پيلاري ته دا خبره چې ستاینه پکې دې ته متوجه کیده وویل:
خدای د مل شه ښاغلیه.
ځوان هغه ځای ته چې پيلار ورته ښودلی وو لاړ او په ګوته یې د لاګا دروازه وټکوله ...... مور او لور په کوم ځای کې چې ناستې وې په ډير ځير یې دې ځوان ته کتل!
هیڅ چا ځواب نه ورکاوو نو ځوان اړشو چې یو ځل بیا ور وټکوي .... دا ځل د خونې څخه د لاګا ډاریدونکی غږ پورته شو چې ویل یې څوک یې.؟
ځوان هلک ورته وویل: خلاص که مورې زه یم.
د خونې د ننې څخه ډير لوی غږ پورته شو او ډير ژر ور خلاص شو او چیغې یې کړې،....پوري..... پوري .... ته.
ښځې خپل لاسونه د هلک د غاړې څخه تاو کړل او ډير په زور زور یې دی ښکل کړ......او وروسته په ډيره مینه د ده د وښتانو په نازولو باندې بوخته شوه...........
رزیتا او موریې چې د غلو په شان د دې صحنې لیدونکې وې هیڅکله یې داسې ګمان نه کاوو چې د دې ښځې په کوګل کې داسې د مینې څخه ډک زړه وي .............
ښځه چې د ډيرې خوښی څخه د خپلو زوی خواته یې کتل نو ځوان یې د خونې د ننه بوت.
رزیتا يه ډيرې حیراني سره وویل:نو دایې زوی وو.څنګه کیدای شي چې یوه ښځه د دومره بدرنګه قوارې سره سره یو داسې ښکلی زوی ولري؟
ریښتیا هم پوري ډير ښکلی هلک وو... سپین بدن او طلايي ویښتان یې درلودل.
د لږ ځنډ څخه وروسته په داسې حال کې چې د لاګا لاس د دې ښکلې هلک په لاس کې وو بیرته د خونې څخه را ووتل او ځوان ته لاګا وویل چې یوه اونۍ وروسته راځې؟
نو ځوان وویل چې که چیرې بند نه شوم حتما راځم.ځوان هلک یو ځل رزیتا ته وکتل او بیا یې د خپلې مور سره مخه ښه وکړه.کله چې د رزیتا او مور څخه یې تیریده دوی ته یې د درناوي سر وو خوځاوو خو دا ځل زریتا ځواب ور کړ: خدای مو مل شه.
خو د دې خبرې سره سم یې د ځوان خواته په مینه ناکه توګه وکتل او ویې خندل.
لاګا هم دا خندا ولیده خو لکه څنګه یې چې د زوی په لیدو سره ټوله غصه د څیرې څخه تللې وه بیرته لکه وریځ چې په شین اسمان را واوړي په تندي را تاو شوه خو مخکې د دې څخه چې خپلې خونې ته لاړه شي په ډير غصه یې ښکلې جیلی ته وکتل......
میرمن پیلاري د دې لپاره چې د دې ښځې سره خبرې پيل کړي نو یې ترې وپوښتل چې آغلې دا ستاسو زوی وو؟
لاګا په تریو تندي ځواب ور کړ هو زوی مې دی.
او بې د دې چې نور څه ووايي خپلې خونې ته د ننه شوه او په ډير زور یې ور بند کړ.
ظاهرا هیڅ داسې څه نه وو چې دا ښځه سمه کړي.کله به یې چې د عاطفې څخه زړه ترک هم چاوده خو بیا به یې هم په زور د خپل زړه وورونه تړلي پریښودل.

ښځې بیا ځلې وویل:دروغ وایې.. دروغ وایې.... دا ته یې چې نه یې پریږدې. رزیتا وویل: ماته پوري کوم ارزښت نه لري که ماغوښتلی چې ځان ته میړه وکړم نو زه د ځان لپاره د داسې سړي وژونکې په زوی په سې نه ګرځیدم. لاګا داسې حس کوله چې ټول ځایونه د وینو بوی کوي.ناڅاپه یې لاس پورته شو او رزیتا یې یوه کلکه څيپړه ووهله.... او رزیتا ته یې وویل: که چیرې د زوی څخه مې لاس وانخلې نو بیا د خون په خپله غاړه. رزیتا وویل: داسې انګیرې چې زه ستاسو د تهدیدونو څخه ډاریږم؟ لاګا لکه زمری چې ښکار ترې خطا شوی وي نور یې خپله مخه ونیوله او روانه شوه. خو پورې چې کله د دې ځای څخه د شپې مهال تللی وو هیڅکله د رزیتا یادونو نه پریښود کله چې را روانه شپه راغله پوري بیا دغه ځای ته را روان شو په کوم ځای کې یې چې تیره شپه خپله محبوبا لیدلې وه او ډير ځنډ نه وو وتلی چې د رزیتا دوی کورته را ورسید. په تیاره کې پټ شو ترڅو رزیتا په جونګړه کې د باندې وو ویني د ودانۍ هغې بلې خواته یې د مور په کوټه کې د کمزورې شمعې رڼا د باندې مالومیدله.چې ناڅاپه یې په جونګړه کې د جیلې سیوری ولید ډير په کرار یې وویل: رزیتا! جیلی د ده خواته راغله او د ډير تعجب څخه یې اوږده سا واخیسته او ویې ویل: دلته څه کوې!نن خو رخصتي نه ده. پوري وویل: نه دې وي ... زه نور نه شم کولای ستا څخه لرې پاتې شم. رزیتا وویل: ولې؟ د دې لپاره چې .............. جیلی وویل: پوهیدې چې نن سهار دې مور غوښتل ما وو وژني؟ جیلی په کرار کرار د دې او لاګا سهارنی کیسه ټوله پوري ته وکړه او څومره یې چې کولای شول هغومره یې اوږده کړله..... خو د خپلې هغې خبرې چې لاګا یې پرې لیونۍ کړې وه کومه یادونه ونکړه. پوري دا کیسه تر پایه واوریده او ویې ویل:د مور څخه مې څه درته ووایم. رزیتا نور څه وو نه ویل او پوري وویل: صبا همدا وخت مې دلته انتظار کوه. جیلی صبا هم په دې همدې ځای کې پوري ته انتظاریوست خو په هر حال نو نو د دیدنونو لړی همداسې جارې وه خو د مور له ډاره نور هغې ته نشو ورتلای د رخصتي په ورځ د مور لیدو ته ورنغی او لاګا هم ټوله شپه د خپل زوی په انتظار کې صبا کړه او هرځل یې رنځ او نا امیدې احساسوله...... او داسې یې پتیله چې نور نه شي کولای خپل زوی و ویني خو یو ځل یې د ځان سره وویل چې باید یوه اونۍ انتظار وکړي شاید هغه راشي او یا را نه شي ناڅاپه یې داسې پتیله چې زړه یې مات شوی دی.ټوله اونۍ تیره شوه خو پوري را نه غی او دا ټول رنځ یې د رزیتا د لاسه تیراوو او هرکله به یې چې د دې جیلې په اړه فکر کاوو په زړه کې به یې نور هم د دې جینۍ په وړاندې کرکه زیاتیدله. ویه اونۍ وروسته هلک توکل وکړ او د مور لیدو ته راغی خو د لاګا زړه ډير سخت شوی وو د خپل زوی په وړاندې یې هغه مینه نور نو په خپل زړه کې وژلې وه کله چې زوی یې غوښتل خپله موړ ښکل کړي هغې شاته ټيله کړ او پوښتنه یې وکړه: ولې تیره اونۍ زما لیدو ته رانغلې. پوري وویل: تا هغه شپه ماته ور خلاص نه کړ ما هم داسې وو پتیله چې نور نو زما لیدو ته اړه نه یې . زو ی یې وویل چې نه نه داسې نه مورې یو څه مې کارونه هم زیات وو. مور یې وویل: کار دې درلود؟ کار دې څه شی وو؟ که چیرې دې غوښتل چې رزیتا ووینې نو حتما دې وخت پيدا کاوو. ولې دې مورې دا جیلی و وهله؟ ښځې وویل: د څه شي څخه پوه شوې چې هغه مې وهلې لکه چې یو بل مو لیدلي ړي. په ډير غصه یې زوی ته وکتل او ده ته یې وویل چې دې جیلۍ ماته ویلي دي چې ته قاتله یې. هلک وویل: ډير ښه ښځې چیغې کړه څنګه ډير ښه؟ د دې غږ داسې لوړ وو چې د جونګړې د شا څخه اوریدل کیده.بیا یې په غصه وویل: که چیرې ما سړی وژلی وي هغه مې هم ستا لپاره وژلی دی ځکه چې ته یې وهلې او ستا د لاسه مې ۷ کاله په زندان کې تیر کړل پوهیږې کنه؟. اوه کاله او اوس داسې خیال کوې چې دا جیلی ریښتای ستا سره مینه لري؟په داسې حال کې چې هره شپه څو ساعته د خپل مین سره خبرې کوي. پوري په خندا وویل: زه په دې پوهیږم نور پرې نه پوهیږي. لاګا یو ځل ټکان وخوړ او هغه وخت هرڅه ور ته مالوم شول او لاسونه یې په خپل زړه کیښودل چې ‌ډير په زور سره یې درزاه کوله او په ژړا، ژړا یې وویل: نو ته هره شپه دلته وې او زما لیدو ته نه راتلې؟ دلته وې زما سترګې تاته سترګې په لار وې هغه سترګې چې هرڅه یې ستا لپاره له لاسه ورکړي وو.... چې څه مې چې د لاسه کیدل ستا لپاره مې وکړل ... د پپه سانټي لغتې او سوکان کې ستا لپاره په ځان وومنل ترڅو تا غټ کړن وورسته کله چې پپه سانتي ستا سره بده رویه کوله او وهلې یې وو مې واژه او ستا په یاد نه دي چې د دې ټولو د زغملو لپاره مې ۷ کاله په زندان کې تیر کړل.ځان مې په هغه اول سر کې وژلی وو خو ............. پوري په عاجزي سره وویل:یو څه عاقلانه فکر وکړه مورې... زه اوس شل کلن یم که رزیتا نه وي نو بل څوک به وي ته ولې داسې کوې . مور یې په تندي ځواب ورکړ.... ځه ځه نور نه غواړم مخ دې وو وینم. او وروسته یې په خپل ټول زور هغه د وره خواته کش کړ پوري هم اوږې وښورولې او په ډيره بې اعتنايي یې وویل: داسې انګیرې چې ډير مې زړه غواړي دلته راشم ؟ وروسته یې په ډير احتیاط د انګړ لوري ته لاړ او ور یې په ځان پسې پورې کړ. لاګا هم لکه د زمري غوندې په خپله خونه کې په قدم وهلو پيل وکړ او ډير ساعتونه یې په دې توګه تیر کړل یو څو شیبې په کړکی کې کیناسته که ګوري چې د انګړ ور وټکیده دې چې ور و کتل ویې لیدل چې استاد بنا را روان دې او غواړي خپلې خونې ته لاړ شی. په دې لړ کې یو غږ واوریدل شو چې یو څوک چاته وايي څوک یې؟ یو بل تن وویل زه یم ور خلاص کړه. دا د رزیتا غږ وو چې چې په ډيره خوښي د انګړ څخه د تیریدو په حال کې وه خو لا لږ مخکې نه وه تللې چې د لاګا سره مخامخ شوه چې دې ته مخامخ ولاړه ده جیلی ټکان وخوړ خو ناڅاپه یې خپل لاس د لاګا په لاسونو کې ولید ځان یې و خوځاوو ترڅو ځان خلاص کړي خو وو یې نه شو کولای او چیغې یې کړې: له ماڅخه څه غواړې ....... خوشې مې کړه. ښځې په غصه ورته وویل:د زوی سره مې څه کار لرې. جیلی په ډارن غږ وویل خوشې مې کړه چې لاړه شم کنه چیغې وهم؟ لاګا وویل:وو وایه باید پوه شم چې ته هره شپه د هغې ونې سره د ما له زوی سره ګورې او ورسره خبرې کوې. لاګا د دې مړوند نور هم زور کړ او ویې ویل: ځواب راکړه وایم د هغه سره څه کوې؟ رزیتا وویل:ډيرښه اوس نو چې غواړې پوه شې وایم چې ستاسو زوی غواړي ډير ژر په نیژدې ورځو کې له ما سره واده وکړي او مونږ د یوبل سره ډيره مینه لرو. وروسته یې د لاګا لاس ته ټکان ورکړ او ویې ویل کولای شې زمونږ د دې کار مانع شې؟ داسې انګیرې چې پوري اوس هم له تا څخه بیریږي....... نه هغه نور ستا څخه نه ډاریږي په خپله یې ماته وویل چې زړه یې غواړي...... ښځې په لوړ اواز وویل: په خپله یې تاته ویلي دي؟ لاګا بیواکه څو ګامونه شاته واخیستل رزیتا چې د لاګا په دې ګامونو سره ځان ازاد ولید په لوړ اواز یې وویل ...... تاسو باید و ویاړی چې زه د داسې یوې ښځې د زوی سره چې مور یې قاتله وي واده کولو ته حاضره یم! وروسته د زنو له لارې ډیره په بیړه پورته لاړه چې د جیلی دې حرکت د ښځې سر کیچي یو څه کمه کړه ډير ژر یې هغه د ځان خواته بریته را کش کړه رزیتا په دې وخت کې لاګا ته یو سخته څپيړه په مخ ورکړه خو په دې وخت کې لاګا لاس سینې ته یو وړ او یو چاقو یې را وویست او هغه یې تر بیخه د ښکلې جیلی په سینه کې ښخ کړ. رزیتا په ځمکه ولویده او چیغې یې کړې مورې ،،،، مورې زه یې مړه کړم. د دې وروسته د دې وینو څخه ډک بدن د زینو څخه کښته را ولوید او هلته یې د وینو ویاله جاري کړه. د رزیتا د چیغو سره یو ځای څو کړکی په پرله پسې توګه وازې شوې او ډير کسان د خونو څخه د باندې را ووتل ترڅو وکولای شي لاګا ونیسيخو لاګا د خپل ځای څخه نه ښوریده او په ډيره غصه یې د دوی لوري ته کتلپه دې وخت کې د رزیتا مور پيلاري په چیغو د خپلې خونې څخه د باندې را ووته په دې وخت کې ټول د پیلاري خواته متوجه شول او لاګا چې د داسې موقع په لټه کې وه ژر خپلې خونې ته ننوته او د خونې ور یې په ځان پسې کلک کړد څو دقیقو په لړ کې ټول اوسیدونکي د انګړ منځ ته را کوز شول او د رزیتا مور خپل ځان په خپلې لور ور واچاوو او نه یې غوښتل چې څوک یې ترې لري کړي خو په دې وخت کې څوک د پولیسو په لټه کې وو او څوک د ډاکټر چې یو چا ډاکټر موندلی وو راغی او پولیس هم را ورسیدل خلکو ټوله کیسه ورته وکړه وروسته تر دې چې لاګا نه غوښتل ور پرانیزي نو پولیسو یې د خونې ور مات کړ او د دې لاس یې ور وتړل او د باندې یې را وایسته.ټولو خلکو ناڅاپه په دې باندې برید وکړ خو پولیسو پرې نه ښودل..... لاګا په ډيرې غصې د دوی لوري ته کتل او هیڅ عکس العمل یې نه ښود یوازې سترګې یې ځلیدې او د سترګو څخه یې داسې مالومیده چې ګواکې دا دې خپله بریا بلله او یا بریالی شوې وي. پولیسو دا د جونګړې څخه وو ویسته خو کله یې چې په هغه ډاکټر چې د رزیتا په جسد اخته وو سترګې ولیږېدې هغه ته یې وویل چې مړه ده؟ ډاکټر وویل:هو لاګا چیغې کړې:خدایه شکر ټولو خلکو د دې داسې کړو وړو ته چورت تللي وو او د دې ښځې د کړو څارنه یې کوله او ځينو په لوړ اواز سره ژړل خو دې پرې هیڅ پروا هم نه ساتله.

پای.