عبدالرؤف بينوا
د مور ناره
د زړګي سر يې زما
د ژوند ثمر يې زما
نورالبصر يې زماشيرين پسر يې زما
هله پاڅېږه زويهراپورته کېږه زويه
زويکه لمر ختلیوطن يې ټول نيولی
حال د ويدنې تللیوخت د ويښتوب راغلی
مکتب ته ځي هلکاند وطن نوي زلميان
بلبلان بيا چغېږيهمزولي ستا مستېږي
هر څوک کارونه کويخپل روزګارونه کوي
هله پاڅېږه زويهراپورته کېږه زويه
ته هم راپورته شه ژرڅو به بيده يې ابتر
سر ته راغلئ دی لمرلږ خو دې ځان کړه خبر
تر څو يې پروت بيکارهزويه! د خدای لپاره
وتاته پاته وطنخوږ يې اوسه خوږمن
خوب په کار نه راځي ننپرېږده دا ګرمه بړستن
وسم ميدان ته ووزهنوي جهان ته ووزه
د پښتون پت وساتهد پلار غيرت وساته
انسانيت وساتهشان او شوکت وساته
ورک کړه بې ځای چرتونهد سرې غرمې خوبونه
دښمن خندا کړي پر تاخپلوان ژړا کړي پر تا
ځينې واه واه کړي پر تاڅوک واويلا کړي پر تا
هلته دښمن شو خوشحالخپلوان دې ګرځي ملال
ما چې ته ښه روزلېيا په جار جار بللې
په شيدو ما پاللېخوب ته مې نه ساتلې
ته ولې وغزېدېپه ژوند و نه پوهېدې
_________________
پاڅه پاڅه د عمل جذبه پېدا کړه
يو ملت هم ترقي په افسون نه کا