رسیدن به آسمایی : 01 . 11 . 2008؛ تاریخ نشر در آسمایی : 03 . 11 . 2008

 

عبدالوکيل سوله مل شينواری

صيغه يی نکاح

همدا چې ډرايور جيپ دکورمخی ته ودراوه، اولاً حويلي ته نه و دننه، چې مولا جان په بیړه له موټره راکيووت، او په چابکو قدمونو بيا دسترګو په رپ کې لمړي پوړ ته ورسید، خو لمړي پوړ ته په ختلو ژر په زړه کې وروګرځیدل:

کسټ مې لکه چې هير شو:

په منډه موټر ته بیرته وروګرځیدل په درنګ شيبه کې يې دموټر له ټايپه کسټه راوکښله، او بيرته سيده په چابکو قدمونو پورته لمړي پوړ ته وروخوت پرته له دې چې دروازه ټک ټک کړې دنامحرمې ښځې دځاى دروازه يې پرانيستله. د دروازې ناببره پرانستلو ښځه خورا وويروله، له خولې يې بی واکه کړيکه پورته شوه. مولا جان ژر غيږې ته ځان ورواچاوه او په دم ګړۍ کې ئې له هغې ويره وويستله. خپله مونډۍ ږيره يې دهغې له مخ سره وجنګوله، سينې ته يې رانږدې کړه او په ورو يې خپلې شونډې هم دهغې له شونډو سره سليښ کړې، او چې ښه پوره خوند يې له يوه بله واخيست. ښځې په ورو شان مولا جان ته کړل:

-کاشکې دا ږيره دې لکه زما مخ پاکه خيريلې واى .

مولا جان په خندا شو:

-اوس مې هم ګوره غټ زړه کړې په شورا کې هومره لنډه ږيره دهیچا نه ده!

بيا يې وويل:

-ته دعا کوه چې دا بنياد ګرلږ کمزورې شي تا ر به مې هم په مخ ونه وينې!

نازي وخندل:

-بس چې زما په دعا کيږي، خداى (ج) دې ستاسې پاچاهي ټينګه کړي! دانور خو هسې ځناور دي!

مولا جان يې په ننګه وويل:

-له ځناورو هم بدتر دي، که ځناورنه واى. دانن سنګسار دکوولو وو؟!

ښځه چې دکميس ټنۍ يې پرانستى وې دسنګسار په اورېدلو له ويرې وريږديدله!

-سنګسار !!؟

مولا جان له هيښتيا شونډې په خوله کې ونيولې او ځواب يې ورکړ!

-بلې! سنګسار! نن دې ظالمانو فتوا ورکړه !

-چا؟؟!

-دشورا ټولو ځناورو!

ښځې چې له ويرې او هیښتيا هکه پکه وه وويل:

-دخداى ظالمان ولې له فقيرې څه خطا شوى وه!؟

مولا جان له ښځې ورو را پاڅيد، په څوکۍ مخامخ کښيناست او ځواب يې ورکړ:

-په زنا يې نيولې وه!

ښځې شونډې په خوله کې ونيولې:

-په زنا!؟

مولا جان سر وښوراوه:

-هو په زنا، مړوخه وه، که نه چارانه نشوه وژلى، سره له هغې مې هم ډېر زورونه وکړل چې دا کار ونه شي، خو ټوله شورا يوه خوله وه.

ښځه ژر په خبرو کې ورولوېده:

-خداى دې دوى غرق کړي په دې فتوا! نو ته وايې چې دوى کله له پردۍ ښځې سره نه دې ويده شوى!؟

مولا جان ژر ورغبرګه کړه:

-ته پخوا يادوې، همدا اوس يې ډېری په خپلو نکاح ښکلو سربیره لا هلکان لري:

ښځې ته په دې خبره خندا ورغله:

-لکه ته !!

مولا جان ژر په خبرو کې ورودانګل ځان ته يې لاس ونيو او په هیښتيا يې وپوښتل:

-په مادې هم دبچه باز شک راځي!

ښځې لا وخندل:

-بچه بازي دې نه يادوم!

لږ څه غلې شوه خوژر يې له خولې را ووتل:

-نو ښځې خوته هم لرې، په ښايست کې خوبې جوړې دى که نه دخداى ظالمه!؟

مولا جان موسکى شو، ژر يې په غيږکې ټينګه کړه او ويې ويل:

-خو دځناور لورانې چې ستا په شان په مينه نه پوهيږي!

څنګه يې کړم؟!

ښځه خورا ځانته غره شوه:

زه په څه خبره يم.

مولا جان زر ځواب ورکړ:

دا څه وايې، ته بیل رنګ او خوند لرې:

ښځې دسترګو لاندې وکتل او په مکیز يې وويل:

-رښتيا!!؟

مولا جان نوره هم په غيږ کې ټينګه او په غوږو يې خوله ورښخه کړه. بيا څه ښه شيبه يو دبل دشونډو په رودلو شو، وروسته په ورو شان بې واکه دمولا جان لاس دهغو دسينو تڼيو ته ورسید، خو ښځه څه په شا شوه، مخامخ مولا جان ته ودرېده او ورو يې په ځير وپوښت:

ترڅو به داسې پټ يو، که ښځې دې چيرې خبرې شي!؟

مولا جان ژر ورغبرګه کړه:

-ښځې په موږ نه خبريږي، ته خو دهغوى استاذه يې ظالمې په دې خو ټوله دنيا خبره ده، او بله.........

ښځې ژرخبره ونیوله

دنیا خو ټوله خبره ده چې زه دې دښځو معلمه يم، خو دا دنیا يوه ورځ زما او ستا دمينې له تاره هم خبريداى شي:

مولا جان په هيښتيا وپوښتل:

څنګه ؟! دا هیڅ شونې نه ده!

-ته په دې ډرايور څومره باوري يې که دده له خولې چاته ووځي, ده ته خو زما او ستا هر څه بربنډ دي!

مولا جان ژر ورغبرګه کړه:

له ډرايوره بیغمه اوسه، هغه ليونى نه دى چې خپل سرپه لاس کې ونيسي:

ښځه هکه پکه شوه:

دا څنګه!؟

مولا جان ژر ځواب ورکړ:

زما او ستا يارانه ډېره وړه خبره ده، ما دهغه مخکې ډېرې لويې ګناهګانې او خطاوې کړى.

ښځه نوره هم حيرانه شوه خو مولا جان خبره وغزوله:

-هو نازي ! دهغه مخکې مې له ډېرو خپلو او پرديونه سرونه غوڅ کړى .

ښځه له ويرې وريږديده.

-سرونه دې غوڅ کړى؟؟!

مولا جان ځواب ورکړ:

ما نه دى غوڅ کړى، نوروخو زما په امر!

دښمنان يادوې؟!

دښمنان او که دوستان .......... خو يو دوره وه جهاد و، غزا وه، زما وينه هم په جوش وه.

اوس پوهیږم په هغې کې ډېر مظلوم عسکر او منصبدار هم وو خو څنګه يې کوې، دوخت تقاضا وه.

ښځه بيا هيښه پيښه او په بلې پوښتنې سر شوه:

-تا خو وويل چې دوستان دي هم .........

مولا جان ژر په خبرو کې ورولوېد:

-هو! چې خپل مې هم له پامه بد راغلى صرفه مې پرې نه ده کړى, ځنې وخت له پرديو خپلوراته ډېر دامونه ايښى، خو مخکې له دی چی ما په کی یسارکړی خپله دوى مې په کې دهوا مرغانو ته ټوټې ټوټې اچولى.

ښځې يې دخوشحالولو لپاره وويل:

-تا نه به نو څنګه څوک نه ویریږی چی داسی هوښیار او چلی یی

مولا جان موسکى شو:

-همداسې چې مې نه واى کړى دې مرتبې ته کله رسیدم

ښځی سر وخوراوه:

-رښتيا وائې، موټروان دې بايد په هرڅه برغولى کيږدي.

مولا جان يې په تائيد وويل:

-خود،که داسې مې نه واى کړى هغه پوهېده چې هغه به هم اوس توروخاورو ته وختي تللى واى.

ښځه دمولا جان په دې خبرو په ژورو چرتو کې ډوبه شوه!

دې ته هکه پکه وه چې له ده سره دمينې تار به يې تر کومه همداسې ټينګ وي. او که چرې کله پرې ، پاى به ئې څه وي:

خو مولا جان يې ژر خيالونه او فکرونه والوزول او ژر يې بيا سينې ته جوخته کړه، خو هغې بيا لږ ټيل واهه.

-لږ او دريږه، چيرته بيړه لرې؟

مولا جان په مکیزځواب ورکړ:

نور مې نو وارنه کيږي، هر څه چې دې په زړه وي ژر يې وايه!

ښځی په وروشان وپوښت!

که خلک مو نه ويني، خداى خو مو ګوري!

مولا جان ژر په خبرو کې ورټوپ کړ:

بېشکه چې له هغه هېڅ نه پټيږي:

ښځې ژر په وارخطايي وپوښتل:

نو خداى ته به څه ځواب ورکوو؟

مولا جان لکه چې له وخته يې ځواب میندلی وی ژرورغبرګه کړه:

بس دخداى په ځواب مې هم فکر کړى:

ښځه خوشحاله شوه:

څنګه؟ دريمې ښځې ته خوبۀ دې تا بيا نه وي راغلى ؟

مولا جان ځواب ورکړ:

دا کار مې هم کاوه خو دخداى قهر دى ځکه ددوهم واده می کال هم نه دی پوره

ښځه ژر په خبرو کې ورولوېدله:

-نو چې داسې ده دخداى ځواب به په کومه لاره ورکوو:

مولا جان موسکى شو:

وايم فکر مې جنګولې:

ښځې بيا په هیښتیاوپوښت:

څنګه ؟!

مولا جان ځواب ورکړ:

_ بس صبا ته به درباندې صيغه اي نکاح وتړم.

ښځه حيرانه شوه:

صيغه اي نکاح! دا يې لا څه دي؟!

مولا جان وخندل:

دا داسې نکاح ده چې تر څو مود يارانې تار وي ښځه او ميړه به يو چې کله پرې، نو ته به پخپله مخه ځې او زه به پخپله، بس فرق يې دادى چې مو ده به ورته ټاکو.

غاړه يې تازه په ږيره يې لاس راکښود او پسې اوږده يې کړه:

-نور يې ستا خوښه چې څو کلونو ته دې تا بيا راځي دووته او که دريو...........؟

ښځه خورا خوشحاله شوه:

بس چې خداى ته پاک شو چې څومره ستا خوښه وي؟

مولا جان وويل:

بس اوس دوه کلونه بس دي بيا به ګورو!

بيا يې مخ ورواړوه:

خو ګوره احتياط به کوې چې له ما، تا، ډرايور او خداى نه په غير هېڅوک درنه خبر نه شي.

ښځې وويل:

ته بېغمه اوسه:

بيا يې وپوښت:

نو دا نکاح به کله تړو؟

مولا جان ځواب ورکړ:

بس سباته ځان تياره کړه. موټروان له موټروانى نه غير ښه ملا هم دى.

ښځه موسکى شوه:

-ښه : آفرين!!!

بيا يې په زړه کې وروګرځېدل او مولا حان ته يې کړل:

او دا کړې زناګانې به مو څنګه شي؟!

مولا جان ځواب ورکړ:

بس هغې ته مې هم لار کتلې:

ښځې وپوښت:

کومه لار؟؟!

مولا جان ځواب ورکړ:

لاره يې حج ده، بس که سږ کال رانه قضا شو کال ته دواړه بيت الله شريف ته ځو، خداى عادل او رحيم دى،

زنا څه چې نور ډېر ګناهونه به راته معاف کړي.

ښځه خورا خوشحاله شوه:

بس اوس نو رانږدې شه چې څنګه دى خوښه وې په اختيار کې دې يم.

مولا جان په دې خبره له موټره راوړى کسټه ټيپ ته واچوله په ورو يې دتيپ غږ لوړ کړ، په تيپ کې ژر دا سندره زمزمه شوه:

نازي جان ...

او بيا دواړه غيږ په غيږ او خوله په خوله شو.

 

د ٢٠٠٧ داکتوبر په ١٠ دشپې دوه بجې لندن