رسیدن به آسمایی :07 . 11 . 2008؛ تاریخ نشر در آسمایی : 10 . 11 . 2008

پوهنمل محمود نظری


حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن

۱۱کښت
یوه شپه میرزا ندیم ډیر نشه وو د کور پر ځای د حاجی میرزا هادی مسجد ته ولاړ هلته په یوه ګوټ کې پریوت
سهار چې امام لمانځه ته راغی هغه یې ولید او ویي ویل: هغه کښ کړئ او له مسجده يې وباسئ!
میرزا امام ته وویل : اخوند صیب مګر زه « دوالضالين‏ » مد یم چې کښ مې کړې
***

نایب کریم یوعجب اوغریب خر درلود چې تل به پر هغه سپور دربار او د دوستانو لیدو ته تی ،چې د هر چا خندا پر راتلل هغه یوازې د پاچا په خوښو خلکو پرزې او متلونه نه ویل او له نورو څخه یې د پرزې نه ویلو په پار باج اخیستی او چا چې به باج نه ورکوئ هغوی به يې د ټولو درباریانو مخې ته پسخندوی .
یو درباري د هغه له کړو څخه و ناصرالدین شاه ته شکایت وکړ.
پاچا لومړی د کریم پرزه له هغه څخه و پوښتل بیا يې په خندا ورته وویل :د ګیلې اوشکایت پر ځای د کریم خر نعل کړه! یاني څه ورکړه چې د ژبې له شره یې خلاص شئ
چې دا خبره تر اوسه متل پاته دی.
***

یو ورځ سلطان محمود غزنوی ډیر وږی شوي وو هغه ته یې بوراني باڼجن راوړل ،دهغه ډیر خوښ شو ل او ویي ویل: باڼجن ښه خواړه دي
ندیم يې د باڼجن ډیر صفتونه وکړل.
بل ورځ یې بیا باڼجن ورپاخه کړل خو پاچا ویل: باڼجن مضر دی. نو ندیم د باڼجنو په بد ویلو پيل وکړ او ډیره مبالغه یې کوله
پاچا چې دهغه بلي ورځې تعریفات په یاد وه هغه ته يې وویل:
هغه بله ورځ دي صفت کوی
ندیم ځواب ورکړ : هو صیب زه ستا ندیم یم نه باڼجنو زه باید هغه څه ووایم چې ستا خوښ شي نه د باڼجنو
***

حلب چې د عربو یو مشهور ښار وو هلته یو شتمن یهود سوداګراوسېده د هغه ځای حاکم غوښتل د هغه شته داسې ځینې واخلي چې خلک بد پر ونه وایي
هغه یو پلان جوړ کړ، یهودي یې راوغوښت او هغه ته يې وویل: ته خبر یي دلته درې دینونه شته یو د حضرت موسی (ع) چې پلوي يې یهودیان کوي؛ بل د حضرت عیسی(ع) چې پلوي يې عیسویان کوي؛ بل محمد(ص) چې پلوي یې مسلمانان کوي. ته ووایه کوم یو یې حق دی؟
د حاکم پلان دا وو که هغه ویل اسلام ښه دی نو هغه به مسلمان کړې که هغه دوه نور دینونه حق وبلل د کفرپه جزا به هغه متهم کړي
یهودي چې ډیر هوښیار وو و ویل:تر ځواب مخکې یو نکل کوم
یو شتمن سړي درې زامن درلوده هغه غوښتل د هغه د مړینې وروسته د هغو ی تر منځ شخړه ونه شي دهغه په شتو کې یو لوی جواهر وو هغه پوهیده د هغه له مړینې وروسته به دا جواهر دهغه د زامنو تر منځ د شخړې لامل شي
نو هغه يې یو پوه زرګر ته یووړ چې دوه نور همداسې مصنوعي جواهر جوړ کړي. نو هغه اصلي يې خپل ګران زوی ته ورکړ او هغه ته يې وویل: پام خپل دوه نورو ورونو ته دا مه وایه. او دوه نور زامن يې جلا جلا راوغوښتل هغو ته یې هم یو یو مصنوعي جواهر ورکړ او د راز داری یې ورته وویل په دې ډول درې سره خوشاله شوه او هر یوه سوچ کاوه اصلي جواهر دهغه سره دی

***

هرودوت و کتزیاس  د کوروش د زېږېدو او زده کړي عجب نکل بیانوي هغه وایي: کوروش د انشان د حکمران (انزان) لومړی «کمبوجیه » زوی او موریې «ماندانا »د« ماد» د پاچا «آستیاګ» لور وه
کله چې «کمبوجیه» د« ماندانا» سره واده وکړ؛ یوه شپه آستیاګ خوب لیده ، چې د لور په نس کې يې دتاک ونه شینه شویده
سهار هغه د هیواد ټول دخوب مانا کوونکی راوغوښتل
هغو ویل: لور به دي یو زوی وزېږوې چې د آستیاګ پادشاهي به له منځه یوسي.
نو هغه خپله لور د همدانه راغوښتله او بندی يې کړه له څه مدې وروسته د هغې زوی پيدا شو د ماد باچا هغه خپل یو دوست « هارپاګ »ته ورکړ چې هغه مړ کړي خو هارپاګ هغه خپل شپون مهرداد ته ورکړ ځکه دهغه زوی مړ شوی وو شپون د کوروش کالي پر خپل مړ زوی واغوستل او دخلکو په مخ کی یې ښخ کړي او کوروش یې خپل زوی کړ
یو بله منبع وایي چې کوروش ډیر متین او هوښیار هلک وو یو ورځ هلکانو لوبې کولې او کوروش يې په لوبه کې پاچا وټاکئ او هغه لکه رښتینی پاچا هر چا ته امر کاوه ؛که به چا دهغه امر نه مانه هغه ته به يې سزا ورکوله .
کوروش په لوبه کې د ماد یو نجیب زاده ته امر وکړ چې یو کار وکړي؛ هغه دا امر نه مانه ؛ نو کوروش هغه ته سزا ورکړه هغه په ژړا کورته ولاړ او پلار ته يې وویل کوروش سزا راکړه هغه دا کسیه د پاچا استیاګ تر غوږه و رسول، چې یو پارس زاده دهغه زوی ته سزا ورکړې ده
پاچا کوروش او پلار يې دربار ته غواړي .پاچا هغه ته وایي: ولې دی دا هلک ته سزا ورکړه؟
کوروش بېلې ویرې په پوره ډاډ ځواب ورکوي: موږ لوبې کولې دا چې زه تر ټولو هوښیار وم هلکانو زه پاچا وټاکلم :
دی هلک زما امر نه مانه د دربار د قانون سره سم مې هغه ته سزا ورکړه.
پاچا د کوروش دا حاصر ځوابي ډیره خوښه شوه خو دا یې نه منله چې هغه پارس زاده وي
د هغه د مخ لیکې پاچا ته اشنا وه اېسیدې نود مهرداد شپون څخه يې وپوښتل:
دا هلک دي له کومه کړئ؟
مهرداد چې ویریدلی وو ټوله کیسه یي هغه ته وکړه؛ پاچا اریانیږی او امر کوی چې ټول دخوب مانا کونکی ده ته بیا راولي؛ د هغوی څخه پوښتي :اوس څنګه کیږي؟
هغو ی په هوښياري ورته وايي :کوروش پاچا کیدی چې پاچا شو خو د هلکانو پاچا ، ستا خوب تعبیر شو نو ر د ویرې ځای نشته
پاچا کوروش همدان ته خپل پلار او مور ته استوي.
( ماندانا او کمبوجیه ) او هارپاگ هم دپاچا د امر نه دسرغړونې په تور توبیخ کیږي. کیسه داسې وه: پاچا په یوه جشن کې د هارپاګ زوی وژني او د هغه له غوښو څخه خواړه جوړ وي او هغه غوښه د هغه په پلار هارپاګ باندی خوري او له جشن وروسته پاچا دا پيښه هارپاګ ته وایي. هارپاګ ددې پېښې وروسته هڅه کوي خپل غچ واخلي نو د خپل واک ستني ټینګوي.

هارپاګ چې د کوروش د برم ، درب او پرتم خبر اوري له هغه سره اړیکې ټینګوي او د ماد د پاچا پر ضد يې هڅوي.
کوروش دپارس خلک د ماد پرضد راپورته کوي ،هغوی د کوروش ننګه کوي د ماد پاچا ماته خوري او کوروش د پارسیانو د پاچاهی تاداو ایږدي.
دهغه پاچاهي له ۵۳۹ - ۵۵۹ ق . م پورې وه.

***

یو غل یو کور ته واوښت؛ غوښتل یې تلویزویون یوسي. لومړی يې هغه چالانه کړ چې کار کوي که یا خو په هغه کې د فتبال لوبه وه نو ورته کرار کیناست؛ هغه لا د لوبې په لیدو وو چې د کور څښتن راویښ شو او د غله څخه یې وپوښتل:
دلته څه کوې؟
هغه ځواب ورکړ ه: فتبالیست یم رفري له میدانه ویستم.

***


یو سړی د جهاد له میدانه تښتیده یو ملګري يې پر نارې کړه: چیري تښتې نامرده!
هغه ورته وویل: دا مې خوښه ده چې ووایي: فلانی وتښتید لعنةالله (د خدای(ج) لعنت دي پر وي ) نه دا چې ووایي: هغه شهید شو رحمةالله(د خدا ی(ج) رحمت پر وي)
***
اخځلیکونه
Forum.jameatulquran.com-1
Aariaboom.com-2
Dr-bejeshti.com-3
kuoroshkabir.rozgar.ir-4
Bahoo.org-5