رسیدن به آسمایی : 30.12.2008؛ تاریخ نشر در آسمایی :  30.12.2008


اکبر کرگر

دوه شعرونه اويو يادښت


استاد جنيد شريف او له افغاني فرهنگ سره ناپايه مينه !
د يوه شعر د بيا ځلي كتنې په پلمه

استاد جنيد شريف دافغانستان دكابل پوهنتون د پنځوسمو كلونو دټولو پوهنځيو زده كوونكو اواستادانو ته ډيره اشنا اوله صميميت نه ډكه څيره ده . استاد جنيد هغه مهال دادبياتو پوهنځې دتاريخ په څانگه اوبيا دفلسفي په څانگه كې درس وركاوه . كله چې به استاد په يوه زده كوونكي يا محصل كې لږ څه استعداد وليده بس نو هڅه به يې كوله چې دغه استعداد ته پوكى وكړى اودهغه داستعداد سپرغۍ تازه كړي . استاد دنورو ښو كارونو اوخلاقه فعاليتونو په څنگ كې دكابل پوهنتون كلتوري كميټه فعاله كړه چې دشعر او كيسه لوستلو اوتياتر په برخه كې يې فعاليت كاوه .
همدارنگه هغه مهال په راديو كې دجمهوريت په پلوشو كې يو مهيج پروگرام هم ليكه اوپر مخ ووړ .
له افغانستان څخه له وتلو ووروسته هغه د امريكادلونزيانا له پوهنتون څخه   د ادبي نقد په برخه كې دوكتورا واخيسته . اوترهغه ځايه چې ماته دهغه دكار شيوه اوميتود مالوم دى هغه ډيرې ليكنې اوڅيړنې كړي دي .
تير كال ماته داستاد يو شعري اثر را پيرزو شو چې نوم يې دى (( اين باد برگريز ))
په دې ټولگه كې د ژبو په اړوندتعصب والاو ته يو پيغام هم دى اوهغه دا چې هم په دري شعرونه لري اوهم په پښتو .
څه موده تر مخه استاد يو شعر راواستاوه خو له بده مرغه چې وروستى بند يې په كښته كولو يا خپرولو كې له پامه لويدلى وو . دلته دادې يو وار بيا دغه سمبوليك شعر وړاندې كوو .
دا شعر چې داغزو حسن تعليلهنوميږي . يوه نوى هڅه ده . په دې كې هغه سمبولونه كارول شويدي چې دپښتنې ټولني ددوديز ژوند بنسټ هم جوړوي . پښتانه نارينه بنگړي په لاس كې نه اچوي . خو هغه كسان چې  بنگړي ټولوي په واقعيت كې مرييتوب اورجاله يې ځانگړنې لري . دنكريزو جاله وان ٬ دهډوكو ميليونر٬ داورونو سوداگر اودا سې نور ټولې هغه استعارې دې ٬ چې په فرهنگ كې ژورې ريښې لري اوتاسو لوستونكي پوهيږي اوپه اسانۍ سره ددغه سمبولونو تجسم پيداكولى شۍ . دادلوستونكو له تداعي نه بهر نه دي خو تراوسه په پښتو شعر كې په دې محتوى نه دي كارول شوي .
 
د اغزو حسن تعليله

د بنګړو خزانه داره
چې بنګړي دې ټولول
وزګار شوي مړوندونه دې
د کوم ظالم په لوري سلامي کړل؟

د ټالونو ټولی مشره
په څه چم دېمرورې څانګې
ځان سره پخلا کړې
چي کرار کرار دې وشلول ټالونه؟

د اغزو حسنِ تعليله 
څو به ښکته پورته ګرځې
چې کوم وږی شعر پيدا کړئ؟
نن ماښام د غرو لمنو ته را کوز شه
د شپنو نغری تازه کړه

د نکريزو جاله وانه
څه تورونه په سيندونو لګوئ؟
ځان لاهو که
اوبو وړې مسکا بيرته را ستنه کړه

د هډوکو مليونره
خپل د سرو زرو جام واخله
کور په کور مېنه په مېنه
پکر وکړه
ګوندېڅوک در باندې وشيندي ميړانه

د اورونو سوداګره
تا د شګو دکانونه
د لمبو د پاسه جوړ کړل
چې سبا بازار دې ړنګ شي
اور لګيت به بيا به د چا دوکان کې خرڅ کړې؟

د نکريزو جاله وانه
د اوربل سروکی واخله
په څپو باندې يي سپور که 
 چي د سين د غاړې باغ
ګوندې سمسور کړي

څپې تورې څپې سپينې
څپې څنګ په څنګ الوزي
د غورځنګ په ليونتوب کي
ما به کومې خواته بوزي؟

څپې تورې څپې سپنې
پام چې زه در نه هير نه شم
هسي نه چې سمدلاسه
 ځان نسکور کړې

د ځوانۍ څڼېمي زانګي
د نصيب اوږې مي غورځي
تلواروکه
د سبا ارمان مي نن راته پوره کړه
که مي وژني که مي ساتي واک مي ستا دی
خو يو ځل مي آدم خان کره ميلمه کړه    
 

 

دا بل شعر داستاد جنيد شريف دشعري ټولگي څخه را نقلوو هغه دميمونې په نوم دى ٠ ميمونه دپښتو فولكلوريك ادب يوه قهرمانه ده ٠ هر پښتون چې په پښتو پوهيږي اوپښتو وايي اوپه كليو كې يې شپې ورځې تيرې كړي وي ٠ نو ارومرو به يې دا ټپې هم اوريدلي وي چې وايي :



بيا به شينكى پرتوگ ونه كړم

مامونۍ كړې ميراتي ترې پاتې شونه

څلور كټې څلور دالانه

دمامونۍ وير يې پر سرو غرمو كاونه ٠٠٠٠اوداسې نور

خو جنيد صيب دا اسطوره څه بل ډول په خپل ښكلي شعر كې را ژوندۍ كړې ده ٠ شعر داسې دى٠ دشعر دويلو نيټه نه ده كښل شوې ٠



ميمونۍ

دجمعې شپه ده يارانو ٬مه ځنډيږۍ

زه يو ازې يم ٬خفه يم لارې څارم

نه پوهيږم دكوم ورور په غم غمجن يم

مازديگر شو ميلمنو كله رسيږي ؟



ما چرگان درته وريت كړي دي سړيږي

ما كنگل درته ايستلي دي سړيږي

ما پيالې په سينگارونو كينولي

ما خبرې زړونه زړونه درمند كړي

دايوه شپه له كورونو اجازه شئ

دا جامونه مې په نورو نه لوريږي

دا نكلونه دكانو كې نه خرڅيږي



گل بشرې په اور تازه كه پيغورونه

طالب جان دسپينې خولې نه تښتيدلى

دكتاب چنجي دې ورك كه له وطنه

كاشكې تانه واى ښودلي شنه خالونه

ادم خان درباب غيږه خوندي كړې

چې درخو په ټوكو ټوكو درنه لاړه

ځوانيمرگې ميمونې نصيب دچا يې ؟

تكه سره پاس په كمره باندې ولاړه ؟

داداوښكو منگى زه درخيژومه



اى دبنگو ليونو اى ملنگانو

دا يوه شپه دبنگي كره ميلمه شۍ

دا دزړه كچكول مې واخلۍ سلا راكړۍ

چې په خپلو وينو كوم كلى خړوب كړم ؟

ما داسر ټيټ كړى نه دى سر ښكاره كړئ

چې يې ستاسو له گامونو ځينې جاركړم

دجمعې شپه ده يارانو تاسو څه شوۍ ؟

بې ديدنه سلامونو كې خوند نه وي ٠

دزاړه شراب كچكول لا هسې ډك دي

شراب څه دي كه پيالو باندې جنگ نه وي

په رباب به دي ناغه واوړي ادمه

كه ديره كې دې دڅڼو غورځنگ نه وي

كه دمينې په جامونو كې كړنگ نه وي

په كچكول كې به دسرو وينو رنگ نه وي

جنيد شريف

داين بادبرگريز له ټولگې څخه