افضل ټکور
لندن

 

غـــزل

جانان چی په ملاله خوله ځواب نه راکوی
يارانـــو ښه شوه قبــر به عذاب نــه راکوی


افسوس دی په پردی وطن کی دغه رما حال دی
سپرلی شو خو هيڅوک راله ګلاب نه راکــوی


زه هم غواړم چی ولو لم دا ستا دمخ کتاب
مودی وشوی خو څوک راله کتاب نه راکوی


مجبـــور يم ګرځـــوم دګناه پيټی پـــــــر اوږو
دی کلی کی څوک تش لاس دثواب نه راکوی


شاعـــر يمه سندره يم دهاغــــی محبــــــو با
ظالـــم دی راله بل ډول خطــاب نــه راکــوی


پوه نه يم خـــــــو په دی ديارانو مصلحت دی
هم خپل او هم پردی راله حساب نه راکــــوی


والله چی په يوه نغمه يی سل رړونه ټکور کړم
خو څه وکړم چی څوک راله رباب نه راکوی