رسیدن:  09.02.2014  ؛ نشر : 10.02.2014 

ساده خیال
 

سرگردانه ارواح

 

د اسلام الدين روح له څو اونيو راهيسې همداسې په کنډرو اوکنډوالو  کې سرگردانه دی ۔ اصلا خو دغه ارواح غوښتل چې ترهرڅه لومړی دمولوي معتصم ماڼۍ پيدا کړي ۔ ځکه چې هغه په دې دونيا ددې دعوه کوله اوښه په ټينگه يې کوله چې په هغې دونيا کې خو دښه ناز ونعمت اودښې اوسوکاله راتلونکې مستحق دی ۔ دا ځکه چې تل يې د الله په لار کې خلک قربانۍ ته استولي او تل يې په وعظ او نصيحت او د خدای د لاری له پاره په دعوت کې تير کړي دي ۔ نو چې مولوي معتصم جنت فردوس ته نه ځي نو څوک به ځي؟ دا خبره د هغو ټولو مريدانو او د ده د پيروانو د ژبې ورد وه ۔ هغو به ويل : مولوي صيب دخدای دلارې سړی دی ۔ دخدای له لارې خبر دی  يوازې وحی پری نه ده راغلي کنه نو  دده په څير پرهيزگاره اودخدای په لار کې مدعي سړی په دې اخيره زمانه کې څوک دی ؟

خو دا مهال داسلام الدين روح دهغه په ليدو پسی سرگردانه دی ۔ دا سمه ده چی دهغه هډوکې به خو اوس وراسته شوي وي دا ځکه چې يو يو نيم کال يې وشو ۔ خو اسلام الدين چې احساساتي هلک دی ۔ هر څه په عجله اوچابکۍ غواړي ۔ غواړي هر څه ژر له مولوي صيب سره خپل حساب کتاب سپين کړي ۔ نو ځکه نن خو چې په هغه دونيا کې هر ی کوډلي ته ورځی اوپر هر ه لوحه يې سترگې وگنډلي  نو مولوي صيب يې پيدا نه کړ ۔  هغه دومره په تلوار دی اوپه تادۍ کې دی چې هر څو ک  يې په مخه ورشې نو يو وار ترې دمولوي معتصم پوښتنه کوي ٬ اوفکر کوي چې هغه به هم په کومه ماڼی کي شپي سبا کوي اوحورې اوغلمان به يې پنډۍ کيمنډي ۔ هغه ته دجومات اوداکوړې مدرسه ورياديږي چې کله به مولوي صيب دماسخوتن لمونځ وکړ نو بيا به يې اسلام الدين چې ښکلی هلک وو ٬ ددې له پاره چې ثواب يې ورپه برخه شي نو پرې غږ به يې کړ چې دا زما پښې خو نن په لمانځه کې ډيري ستړې شوي کيدای شې چې جنت دې په برخه شي ۔ هغه به نا غيړې نه کوله اوپه خپلو پستو گوتو به يې دمولوي صېب پنډۍ کيمنډلي ۔ مولوي صيب به هم چې کله به په فکر کې ولاړ نو فکر به يې کاوه چې دا هماغه غلمان دي چې په جنت کې دده په برخه دي اوفکر به يې کاوه چې هغه دونيا اودا دونيا دواړه دخدای مکانونه دي  دا نعمت څه دلته اوڅه هلته  ۔ دخدای په هستئ کې شک په کار نه دی ۔ خو اسلام الدين هم دبرخي خاوند بلل کيده دا ځکه چې په صداقت يې دمولوي صيب خدمت کاوه ۔

خو دا مهال داسلام الدين روح ديوه بر وهلي گرد وهلي اوسپيره بنيادم په وجود کې سرگردانه اولالهانده وو ٬ له هرې ارواح نه به چې په مخ کې به ورغله نو دمولوي معتصم دارواه دمکان پوښتنه کړه ۔ لومړی يې بياتريس اودانته الگيرې پر مخ ورغلل ۔ هغوۍ يې وپوښتل ۔ خو هغو ځواب ورنه کړ ۔ دومره يې ورته وويل  دملا په خبرو همدومره باور په کار دی چې خپل نوم ووايي اوبس ۔ نور ې خبرې يې سمې نه دي ۔ بياتريس لومړی وخندل ويل يې لکه چې ته يې هم   ۔ ۔ ۔ ۔ ۔۔خو دانته ورته وويل ورشه هلته ليرې يو سپين ږيرې شين سترگی سړی ناست دی هغه ته هر څه ورمالوم دي ۔ اخير په هغه سپين ږيرې وربرابر شو ۔ دا بوډا يو شين ږيرې شين سترگی په قد جگ خو ژر بدليدونکی و۔ اوږده لکړه يې په لاس کې وه دوه تازې سپي هم  چې يو يې دمخه اوبل ورپسې شاته روان وو ۔ يو دم داسلام الدين په مخ کې نيغ ودريد ۔ دې څيرې کله ځان اوږود اوکله کوچنی کړ ۔ اسلام الدين ته يې په ملنډو وويل داسې لکه چې دمخه اگاه وو چې اسلام الدين په څه پسې گرزي ۔

ناڅاپه يې ورته وويل : ٬هلکه سرگردانه يې لکه چې مولوي معتصم گورې ؟هغه چې زه درونه ښايم ته يې نه شي پيدا کولي ۔ دهغه دروح پيدا کول اسان کار نه دی ۔ دپروگرام سره سم هغه دا څو مياشتي دمارانو اولړمانو په کوټه کې پروت وو خو هغه ته دا مجال نه وو چې له هغه ځايه را ووځي ۔ اوس نو راځه پر ما پسی راځه ۔ چې زه يې دروښايم ۔

بوډا دمخه شو اسلام الدين ورپسې شو بوډا ناڅاپه لا درکه کيږي ديوه شنه لوگي په څير الوزي ۔ اوتری تم کيږي ۔

په يوه کوڅه کې چې يو تير په نښه شوی وو ٬ دی هم له واره دغه تير ته متوجه کيږي  له ليرې ويني  چې دمولوې معتصم روح په چټليو اومرداريو کې غوپه دی ۔ زور وهي چې ځان را وباسي خو مجال اومتره په کې نشته اسلام الدين پرې غږ کوي  وايي را ووځه له دې مرداريو چې زما درسره کار دی ۔

-ماته اجازه نشته .

-په هر صورت زه پر تاپسې ډير سرگردانه يم ۔ په تاپسې می دا ټولې لوړې ژورې وکتلي ۔ خو اوس مې پيدا کړې ۔

خدمت دی وايه ٬ که زه يې وکولای شم ۔ دا مهال خو سخت مجبور يم ۔

يا ددې دې چې داکوړې په مدرسه کې چې زه کوچنې وم ۔ ماته دې سبق راکاوه اودشپې په مهال به دې هم له ځانه سره ساتلم په څه بلا دې برابر کړم ٬ دداسې کسانو په لاس دې ورکړم چې سترگې يې را ته په ډيرو خبر و اوويناوو وتړلې اوبيا يې واسکټ را واغوست ۔ دخلکو منځ ته يې کړم دوه تنه پوليس نور کراچي والا ٬ کلينران ٬دريوران اوبيوزلي خلک وو ټول مې والوزول ۔ تاسو له ماسره دجنت وعده کړې وه دباغونو اودنعمتونو دحورو اودغلمانو دنازونو اوکرشمو وعده۔  اوس راغلم چې له تاسره محاسبه وکړم راشه اوجنت راوښايه ۔

اسلام الدين چې خبرې خلاصی کړې سم دواره هغه شين سترگی بوډا ديوه شنه لوگي په څير  په مخ کې ودريد ۔ يو ه په زوره اوقهقه خندا يې وکړه ۔ وې ويل :

اسلاميه ودې ليد ۔ هغه چې تاته يې دجنت وعده درکړې وه ٬پخپله خو په فردوس کې شپې سبا کوي ۔ (!)

داسلام الدين روح گونگ غوندې شو ۔مولوي معتصم له ليرې اواز وکړ ۔ شيطانه کور دې وران شه هلته دې ټولي خبرې په ما عملي کړي اودلته را پورې ملنډي وهې ۔

-کور دی داسي وران شه لکه چې وران دی او له ما نه ډير دخلکو دنفرت اولعنت وړ يې ٬ دا ځکه چې بيل دې را اخيستې اودخلکو کورونه ويجاړوي ۔

خو مولوي معتصم چې دنامه تر غوټۍ په مرداريو کې ډوب وو۔ ناڅاپه لږ را نيغ شو اوداسلام الدين په ليدلو يې په ټول مخ اوتندې باندې دنرينه الې را ځوړندې شوې ۔ اسلام الدين چې دمخه له همدې مولوي نه هم کله ناکله اوريدلي وو چې که په دې دونيا کې څوک بد کارونه اوبد اخلاقۍ وکړي  په هغه دونيا کې يې په مخ اوتندې کې دا شيان را ټوکيږي ۔

اسلام الدين وايي مولوي صيب خو اوس ماته را وښايه چې اغه ستا جنت څه شو چې ماته به دې وعدې راکولي ۔ ؟

هلکه ته پرما مه په قهريږه ۔ داددونيا دستور دی ۔ ما خو څه له ځانه دا خبري درته نه دي کړي ۔ خو په ټول سيستم کې دا خبري موجود دې دي ۔ ته ورشه اوارشيف وگوره ۔ ټول ارشيف ددې خبرو ډک دی ۔ اوبيا سم دواره دانته رامخ ته کيږي ۔ هماغه ارشيف چې همدی مولوی صيب لعنته الله علی الکاذبين جوړ کړی دی ۔

اسلام الدين وايي کوم سيستم ؟

معتصم وايي : زه يې درته نوم نه شم اخيستلي  ځان پوه کړه ۔

تا خو له ما سره وعده کړې وه چې هلته به تاته ماڼۍ وي ۔ زه خو اوس په گټو اوخاورو کې ويده کيږم ۔ دلته اوس ماڼۍ له کومه شوه ۔ تا به ويل چې تاته به حوري وي اوغلمان به وي ۔ اوهلته دې په همدې بهانه خپلې پنډئ پر ما کيمنډلې ۔ اوس هغه څه شول ؟ وگوره سر مې له سپږو ډک دی ٬ لاسونه مې وگوره په څه حال يم ۔

تا له ما سره پوره دروغ ويلي دي ۔ زه دې نه پريږدم ۔ زه ستا له لاسه لوړو مقامونو ته عرض کوم ۔

حاجي معتصم چې لږ مسکې غوندی شو ٬وی ويل کوم مقامات ٬ ؟ هغوۍ اوس بوخت دې ٬ستا دخبرو داوريدو وخت نه لري ۔ اوبيا يې زياته کړه

مه خپه کيږه ۔ اوس خو چې زه چيرې يم ته هم هلته راغلی يې ۔

دواړ به دې دونياکې دهغې دونيا  انډيوالي گالو ۔

-زه به له تاسره يو قدم هم وانه اخلم ۔ تا پر ما څه کانې وکړې ۔ زه به په عمر هم له تاسره انډيوالي ونه کړم ۔

زه راغلي يم چې تا محاکمه کړم ۔ راته وواېي زه اوس له هغو ارواحو سره چې هر ماښا م زما دپلار اومور دکور په دروازه کې ولاړې وي اوله هغو نه دخپلو پلرونو ٬ورونو اواقاربو غوښتنه کوي ۔ کوم چې ما په ځان وژنه کې ستاسو په دستور ووژل څه ځواب ووايم اومور مې را ته ښيرا کوي اووايي چې خداې دې هډوکي په دوزخ کړه ۔

ماشومان دلوږي چنگيږي پلرونه يې نشته ۔ ډوډۍ غواړي ٬ جامې غواړي ۔ ميندې بورې ناستي دي ۔ تا دجنت په وعدو خلک پر ما په ماتم کښينول اودادی ۔جنت دې هم دادی  ؟۔ همدا مردار ډنډ جنت دی ۔؟

-ته دې حوصله برابره کړه ۔کليمه ووايه توبه وباسه ۔

څنگه حوصله برابره کړم ۔ اوڅنگه  توبه وباسم ۔ ؟

مولوي معتصم چې يو مهال په مدرسه کې دديني علومو مشهور استاد وو ۔ اودتفسير له لاريې دځان وژنې دمسمريزم اوهيپنوتيزم درس ورکاوه ۔ په ځوانئ کې يې دغه درسونه په پنجاب کې ديوه بنگالي مولوي نه چې په هندو يزم اوجوگيزم کې هم ډير ماهر وو زده کړي وو۔ شاگرد به يې داسې تربيه کاوه چې په څو ورځو کې به داسې چمتو وو چې څرنگه ژر ځان والوزوي اوجنت ته لاړ شي ۔ خو دا مهال لا داسلام الدين خبرې خلاصې نه وي ۔ چې بيا دمولوي معتصم په شونډو اومخ پورې  دنرېنه  الي را ځوړندې شوې خوله يې په دغو کې پټه شوه ۔ ژبه يې نه شوه خوځولی ٬ پنځه شپږ تنه ماشومان چې نوموړي ورسره بد اوناوړه فعل کړی وو هغه هم په مخ کې ودريدل ۔ اومولوی ته يې په بد رودو ويولو پيل وکړ ۔ مولوي حيران شو سترگي ېی کښته واچولي ۔ شين ږيرې سړ ی بيا را پيدا شو اوماشومانو ته يې کړه :

واماشومانو تاسو له دې جنتي (!) نه څه غواړی ۔ دې خپل استراحت ته پريږدئ ۔ دا خو دده گناه نه وه چې له تاسو سره يې بد فعل کړی دی ۔ دده په تقدير کې همداسي کښلي و۔ ده هم په کوچنيولي کې داسې ستونزې گاللي دي ۔

دا مه زوروۍ ۔ دادده په اراده کې نه وه ۔ بلکې دې دهمدي کارونو له پاره زيږول شوې اولوی شوې وو ۔