رسیدن: 04.02.2014 ؛ نشر : 05.02.2014
اسدالله زمری
غم - د اوښکو بحر راچارپیره کړ
څنګه به اوس دغه توفان وساتم؟
هر یو یا رقیب شو یا غماز راته
څنګه د وطن خوږ جانان وساتم؟
چاته مې د زړه داغونه وسپړم ؟
کومو لیونو نه ګریوان وساتم؟
آه که اوسیلي او که ځګیروي وکړم
اور نه به یې څنګه جهان وساتم ؟
ماته زولنې ، زندان او دار دي دیو
څو چې مې عزت د پیمان وساتم
نه کوم ژړا ، ګیله ،مانه چانه
کلک به می خپل زړه تر سندان وساتم
ورکه پردیسي شه او د سوال کترې
څومره زړه کې سوز او حرمان وساتم ؟
ماته د پرواز یو خپور وزر راکړي
څو چې د وطن شین اسمان وساتم
بیا د افغان نوم او پت پر ځای چې شي
زه به مې غښتلی ایمان وساتم
راشه چې کړو ماتې د نفاق کرښې
تا سره به زه هم افغان وساتم
چیرته دی کاوه چې جګ بیرق کړي خپل
څو پورې به غلي زمریان وساتم
۲۰۱۴/۰۱/۲۵
ویسبادن