07.2014 .28

اکبر کرگر

 

د انځر گلونه

زه هم لکه دځينو هغو کسانو په څير چې څه يې ورک کړي وي لالهانده ووم . دا لالهاندي او تلوسه را سره له ډېره وخته ملگرې وه  ان له هغه وخته چې کيڼ اوښی لاس مې وپيژانده  . کله چې ماشوم ووم ځينې کيسې مې اوريدلي وې . دا کيسې مې تل لکه دکاڼې کرښه په ذهن کې ځای شوې وې ٬.زه هم  دژوندانه تنگسو اومجبوريو دې ته اړکړې ووم چې دخپلې ورکې په لټه کې شم . په تيره بيا کله چې به دپسرلي شپې ورځې شوي غنمو به خيدونه وکړل ونو به پاڼې وکړي . گلبوټو به غوټۍ وسپړلې .  دپټيو پولې به ببرې شوې ٬ اوداسمان وريځې به هم بلاربې شوې . په شيبو شيبو بارانونه به يې په ځمکه وځغلول . نو زما ذهن به هم دهمدې افسانې په تلوسه کې و.هغه مهال به  دپاخه عمر کسانو به چې څه ويل موږ باور کاوه چې دې که نه دي همدا دي  هغو به ويل :  

ډېر کسان ددغه گل له برکته نيکمرغه شوي دي . هغه چا چې دا گل مېندلی دی  هغه بيا بده ورځ نه ده ليدلې . هغه له سرواو سپينو سره دچا خبره لوبي کوي . هغوۍ دابد له پاره نيکمرغه دي .

 ما به هم په داسې خبرو باور کاوه چې کيدای شي دنيکمرغۍ يوه وسيله اويوه لاره هم دا وي چې دا گل سړې پيدا کا او بيا يې په خپل کور کې خوندي کوي  . ځيني خو به لا د دې نه هم پورته تلل اود تصوراتو نيلي  به يې داسې ځغلول . چې گويا  دا نه يوازې د دې دونيا د ښايست يوه وسيله ده بلکې د هغې دونيا له پاره همداسې څه دي چې سړې راسا د جنت په دروازو ورننباسي او په هغه دونيا کې هم د عيش ونوش اونيکرغي جوگه کيږي.

زموږ خلک چې تل د خپل محروميت د جبران لهپاره يوه بله لاره لټوي دې افساني هم خپل ځای اوخپل وزن پيداکړې وو .

د خلکو باورونه يې نور هم زيات کړل اوپه دې لټه کې شول چې د غرونو په تړو  د ويالو په غاړو ٬ د پټيو په پولو او په هر ځای کې چې اوبه وي هلته د انځرو ونې وکري.نيالگي يې نيال کړي . له کلونو راپدېخوا زموږ کلی اوسيمه د انځرو د ونو ځنگل وه.  هر چا دوه درې داني وني اوځينو لا ډېري ډېري درلودې . ياد مې دې چې د انځرو ځنگل به کال په کال پراخيده اوغځيده . دفصلونو دپټيو غاړي به هم دونو دريښو اوسيورې له کبله شړيدلې . دا ځکه چې فصل دومره مهم نه بريښيده څومره چې په خلکو کې دنيکمرغۍ په هيله تمه لوړېده .

دپسرلي په شپو ورځو کې به چې ونې ببرې شوې  ٬ غنم به راپورته شول ٬ بارانونو به زور واخيست ٬ دگيدړ واده به شيبه په شيبه خوندور کيده ٬ نو خلکو به هم دانځرو ونو ته پورته کتل اوددونو له پاڼو به خوندوراوعطرين بوی  عطرين بوی نور ه هم دا هيله زياتوله .

پر لارو  پولو اودلښتيو په غاړو اوپه ځينو ديرو کې به گرځيدونوکو خلکو هغه مهال تل پورته کتل دهغو سترگې به پورته پاتې شوی .داسې لکه چې هر څه له بره غواړي .د انځر دونو په لښتو اوشنو پاڼو به يې سترگې گنډلي وي  ځينې خو به لا دومره دقيق ول چې ونو ته به وختل  اوهلته به يې هر څانگه اوهره لښته کتله چې گوندې که وکړای شې  دانځر گل  پيدا کړي .

په خلکو کې داسې باور وو چې دانځر گل پټ وي ٬ يوازې عطر يې تر سږمو کيږي هغه څوک نه شي ليداي اوچې نه يې شې ليدای نو يوازې بوي يې محسوسيږي . که څوک يې وويني نو ارومرو يې را شلوي ٬ اوبيا يې  له ځانه سره ساتي  اودهغه دنيکمرغۍ سبب گرځي .

خلکو باور درلود چې د انځر گل پټ وي چاته ځان نه ورښکاره کوي خو بوی يې تر ليرې ځايه خوريږي . يوازې عطر يې تر سږمو کيږي . هغه پټ وي هر چاته ځان نه څرگندوي . يوازې هغو کسانو ته چی تقدير اوقسمت يې ښه وي رحمت پرې اوريدلی وي . بزرگ اوولي وي . دبرخي خاوند وي . سپيڅلي وي  عابد اوزاهد وي . دهغو سترگو کې ځليږي نو هغوۍ يې را شلوي . اوبيا يې کورونو ته وړي . پهکورونوکې يې بيا خوندې ساتې . دبرکت له پاره دسوکالۍ اونيکمرغۍ له پاره . چې څوک ترې خبر نه شي . کلونه کلونه څه چې پيړۍ  پيړۍ زموږ په کلي اوشاوخوا کليو کې دې افسانې راج چلولو . دهر چا په ذهن اوفکر کې ژوندۍ ساتل کيدله خو هيڅکله چا ونه ويل چې ده يا هغه دنيکمرغۍ سبب دا گل وو.

ددې رواياتو او انگيرنو په اوريدو سره به ما هم دانځر ونو دځنگل پاڼې څارلي . شپې  اوورځې به مې سبا کولې .دانځر پاڼې به په انځرونو کې ډکې شوې ٬ گڼې به شوې ٬ نوې څانگي اولښتې به يې اوږدي شوې ٬ انځر ميوه به پخيدو ته ورسيده  خلکو به راوشلوله . خلکو به خوړله ورو ورو به پاڼې هم په ځمکه پريوتلي  منې به راغې  ٬ اوبيا به ژمی شو ٬ پاڼې به په ونو کې ورکې شوې ٬ شين انځر به په سپيره اولغړه ونه بدل شو . خوکله چې به بيا پسرلی را سم شو ٬ بيا به هم دانځر دونې عطرونه خواره شول . دانځر ونې به دخلکو پام ځانته راواړاوه . ټولو به کليوالو اوان لارويو به دانځر له بوی سره ځای پر ځای دونې څانگو ته کتل  چې گواکې دونې په لښتو کې کوم گل پيدا کړي . گوندې که دانځر په گل يې سترگې ومښلي .خو ورو ورو به بيا هم ونې زيړې شوې لغړې به شوې . دگل څرک به نه وو .

خو اوس له هغه مهاله چې ما بهدا باور درلود  داسې ډير کلونه تير شوي دي  دي ٬ کلونه کلونه اوپسرلي پسرلي بدل شول . هيڅ چا دانځر گل ونه ليد . ما هم ونه ليد . پيرانو اووليانو هم په دمونو اودوعا گانو څه پيدا نه کړل ٬خو وايي چې اوس هم لا خلک دانځر گل ليدو ته سترگې په لار دي . خلک دانځر دونو دگڼو پاڼو په  درزونو  اوخمبو کې څه نه پيدا کوي  خو لټه يي روانه ده . هسې خپل سرونه اوسترگې پورته هوا ته نيسې . خو کلونه تيريږي  شپې په سهارونو اوړي ٬ اوورځي په ماښامونو بدلې شوې . دگل پهلټه دخلکو سترگې همداسې پورته دونو څانگو ته پاتې شوې  . بوې يې هم ورک نه دی . محسوسيږي خو دگل پته نه لگيږي .

لندن  داپريل  ۷