‏پوهاند مجاور احمد زیار

پښتو اَرپوهه (Etymology) له مورګنستيرنه تر اېلفنباينه
 

دا دی، د دې لپاره چې د نوې پښتو ژبپوهنې مينه وال د دغې ارزښتمنې او ستونزمنې سکالو اوبيايې له لومړي ( ١٩٢٧ کال) چاپه تر دويم کره او غځېدلي (٢٠٠٣) چاپه، د شپږاوياکلن بشپړتيايي بهير يو لنډجاج هومره واخلي، د ښاغلي اېلفنباين د سريزې ژباړه په لاندې ډول وړاندې کېږي:

همداچې ګيورګ مورګنستيرن (Georg Morgenstierne) پر ١٩٢٧ ز. پښتو اَرپوهيزه وييپانګه (An Etymological Vocabulary of Pashto) خپره کړه، سم له سمونې يې ديوه داسې ارت و بيرت دويم چاپ لپاره دتوکو پر راټولونه لاس پورې کړ چې وييونه يې هم ښه ډېر وي اوهم پر اېتېمولوجيکي کنډه پوره برابر. دی له يوه اوږده او کارنده ژوند سره د وسمهالو اَرياني ژبو د څېړنو د پلار او د پښتو د يوه مخکښ واکوال (اتوريتۍ) په توګه يوازېنی بې پرتلې ارماني (ايډال) پوهاند وو چې د دغه سترکار له توغه ووتلای شي. تر دېرشو زيات کلونه يې له هر اخځ او سرچينې څخه توکي را غونډ کړل، خو مټې د ١٩٦٠ کلونو په وروستيو کې چې ژوند يې نور مخ پر ځوړه وو، د خپلو توکو د اوډنې او د يوه کتاب په بڼه يې چاپ ته د تيارونې په تکل کې شو. هغه مهال ورته پته ولګېده، چې را مخته کړی کار يې په يوازې ځان تر وسې ډېر اوچت دی، نو چار ناچار د يوه همکار په لټه کې شو.

مورګنستيرن له نييل مکنزي څخه پرته بل غوراوی و نه مونداو ده هغه شپې ورځې پر پښتو پوهه پوره لاسبری موندلی وو او د څېړنو په برخه کې يې څه ناڅه له استاد سره سيالي کولای شوه. هغه وه چې د اويايمو کلونو په لومړيو کې يې ورسره د همکارۍ اوږه ورکړه، هغه هم زياتره په ليک ليکاني ډول، لومړی د اوسلو= لندن او راوروسته د اوسلو= ګويتينګن تر منځ چې مکنزي دغلته پر ١٩٧٥ کال د ختيزې فېلالوجۍ د پروفېسور په توګه وټاکل شو. خو پرمختګ ډېر ورو وو، ستر بری يې د مورګنستيرن د لاسکښليو پښتو وييونو د ټوليز لړ الفبايي اوډون وو؛ بې له دې چې يې پر کاغذي څيرلو د زرګونو زرګونو يادښتونو د راټولولو لپاره کومه هڅه وشي.

په کار خو داوه چې د يوې داسې پروژې دهمکارۍ لپاره دمکنزي سر پوره خلاص کړ شوی وای، ځکه له وسمهالواَرياني ژبو سره يې لېواتيامخ پر غړندېدو وه او له منځنيو هغو، په تېره پهلوي او خوارزمي سره مخ پر ډېرېدو. په دې لړ کې يې داسې نګېرله چې کېدای شي، له پښتو سره يې دا وروستنۍ بوختيا وي او بيا يې د اېتېمولوجۍ غوندې له يوې داسې سکالو سره چې دشننې په برخه کې يې د بې کچې توندې تېزې ښکالوې (بحث) لېوال وو؛ په هماغومره کچه ، لکه په يو ځايي توګه د ټولو خوارزمي متنونو د شننې په تړاو.

کار پر ١٩٧٨ کال د مورګنستيرن تر مړينې وروسته پر ټپه ودرېد. له هغې راهيسې يې مکنزي پرمخوړنه په دې پورې تړله چې يو وړنده همکار راپيدا کاندې. پر ١٩٨٧ کال يې تر هغه وروسته چې دماينس پوهنتون غوښتنه ومنله،نو ما ورته ټټر وټپاوه. نوی کار هم پر ١٩٨٨ ټيک د المان د څېړنيزې ټولنې(Deutsche Forschungsgemeinschaft) د مرستې له ګرانت سره پيل شو. اټکل داوو چې دوه کاله به ورته بس وي، خو له بده مرغه دغه اټکل خورا لنډ وخوت، په دې ډول پر ١٩٩٠ کال پروژه يوځل بيا پر ټپه ودرېده، سره له دې چې بشپړېدو ته ور نژدې شوې وه. د مکنزي له خوا نژدي نيمايي شوی کار يوه کمرې(لروين) چمتو کاپي تياره شوې او د اَرياني ژبو په لړ کې يې لار ښوده بېلګه له کمپيوټره راوتلې وه.

پر ٢٠٠١ کال د مکنزي له ناببره مرګ راوروسته وليدل شول چې په راپرې اېښي کار کې يې يو لړ ماتې ګوډې پاتې دي، داسې چې پراَره (اصلي) بڼه (An EtymologicalVocabulary of Pashto)يې جوتې اغېزې څرګندېدې او ما و پتېيله چې نوې کار ورباندې وکړم او هغه داچې د مکنزي ټول کړی کار بايد له سره د نوي کمپيوټر له وسمهاليز نرم اوزار (up-to-date software) او ليکډول (فونت) سره بيا کمپوز شي. همداراز يې ځای ځای د نابشپړو برخو بشپړونه او بيا د نومليک(اېندېکس) او اخځليک برابرونه درواخله. په دې وروستي پړاو کې نېکولاس سېمس ويليمزNicholas Sims-Williams د مکنزي له خوا ځينې کښلي سرليکنيزې چارې (editorial functions) بشپړې کړې او پردې سربېره يې د ګردې لاسکښنې بيالوستنه او د ډېرو ارزښتناکو کروونو پرځايکړه او ورسره ورسره د پايليزې لروين(کمره) چمتو کاپۍ دچاپ او اوډ (typography and layout) پازه پرغاړه واخېسته. د هارورډ پوهنتون پروفېسور سکېرو (P.O. Skjaervo) هم په پوره لورېينه د لاسکښنې اډانه ولوستله او ښايسته ډېر مرستندويه وړانديزونه يې راو لورول.

ما د دې لپاره چې له اَر نامه (EVP) سره يې ښه ترا روښانه توپير شوی وي، د ګردو ګډو هاندو هڅو پايله مې(A New Etymological Vocabulary of Pashto  NEVP) و نوموله؛ هرګوره په بنسټيزو برخوکې تر ډېره د مورګنستيرن کار هم د منځپانګې او هم د لېلې(سبک) او وړاندېينې له پلوه پر خپل اکر پاتې دی. په دې لړ کې ډېر سوچ وړ توکي هم راځي چې مورګنستيرن يې مخې ته له خپله انده دوې غبرګې نښې، ستورګي(*) او پوښتنښې (؟) اېښې وې. هغه توکو چې په مور ګنستيرن يې اړه نه درلوده، له ) MK (Mackenzie، E (Elfenbbein او SW (Sims-Williams) او يا له سکېرو(Skjaero)سره نښه شول. په سر او پای کې زياتونې بيا چې د قرينې له مخې باوري نه برېښېدې، په څلور ګوټيزو لينديو کې ونيول شوې. داچې مورګنستيرن د پوره پښتو شويو هندو اَرياني پوروييونو د اَرې(ريښې) د ښوونې ټينګ پلوي وو، نو ماهم پر خپل وار دغه چاره نوره هم پسې ښه ترا وغځوله.

د دې نوې اَرپوهې (NEVP) الفبايي اوډون {له a او ورسره هملړو a,e, i,o, u پرته، هغه هم د لاتين ابېڅې پر بنسټ=زيار} پر بېواکو(کنسوننټو) ټيکاو لري. دغه کار د پښتو غوندې د يوې داسې ژبې د وييونو موندنه رااسانولای شي چې خپلواک(واوېل) يې ښايسته ډېر ګړدودي ځېلونه (وارينټونه) لري. (د سم سهي ابېڅي اوډون (الفبايي ترتيب) په اړه چې په نوملړ(index) کې پر کار اچول شوی،د ١٠٧ مخ يادښت وګورئ.)

دا به د سړي په مغزو کې هم راټوکي چې د پښتو وييونو انګرېزي ژباړې له اَر و بنسټه هسې انګېرل شوې او په دې توګه دغه نوې اَرپوهه() په هېڅ ډول د يوه سيند(ډېکشنرۍ) بڼه نه شي درلودای. مورګنستيرن د يو لږ شمېر وييو، لکه سربلونو يوڅه کارونځايونه پر ګوته کړي، خو د لا زياتو مانيزو اړخونو د روښانونې په موخه د هغو وييونو د يوه سيند( چې ډېر يې په pp.5-6 کې ليکلړ شوي) تل سپارښت کوي.

پښتو اَرپوهه او تاريخي غږپوهه(Pashto etymology and historical phonology)

ښايي، وويل شي چې نومهالې پښتو اَرپوهه له اېرنېست ترومپ (Ernst, Trumpp) سره راپيل شوې چې مخکښې پښتو پښويې (Grammar of the Pashto or the Language of the Afghans. Tuebingen1873, reprinted Osnabrük1969) يې لومړی ځل پښتو اَرياني زباده کړه. ورپسې لنډ پر لنډه جېمز دار مېستېتر(James Darmesteter) په يو لړ ليکنو کې چې په ((د پښتونخوا هاروبهار)) نومې ټولګه کې يې پر٩٠- ١٨٨٨کال چاپ ته سپارلې وې، پښتو شمال ختيزه اَرياني وښووله او له لويديزو اَرياني (پرسيک) ژبو سره يې د هغې يو روښانه بريد ليکه راوکښله. په پای کې هم ويلهېلم ګايګر (Wilhelm Geiger) په خپل اثر Etymology und Lautlehre Afghanischen des Afghanischen ABAW20,1893,167-222) د پښتو غږ دو يونو (صوتي قاعدو) د څېړنې يو پوخ بنسټ کښېښووه چې د مورګنستيرن تر اَرپوهې (EVP,1927) پورې ديوه کره اثر په توګه پاتې شو.

له ١٩٢٧ راهيسې مورګنستيرن کلونه کلونه ډېرې ليکنې پښتو اَرپوهې او تاريخي غږپوهې ته ځانکړې کړې. نوې اَرپوهې (NEVP) دده هغه ګرد اَرپوهيز توکي رانغښتې او يوازې هماغه يو لړ يې نه دي را اخېستي چې نور پخپله ده ته د سکتې(قناعت) وړ نه ول. خو تاريخي غږپوهه يې دلته بې له هغې اړينه نه وه. ددغې برخې لپاره لوستونکي ته هغه خورا غوره لنډيز o 1989, 4.1.7) (Skjaer Compendium LinguarumIranicarum پر ګوته کېږي؛ دا لنډيز، هرګوره د مورګنستيرن د ستر ارت و بيرت کار پر بنسټ ټيکاو لري.

غږ ليک اَړه (Phonetic transcription)

په دې کتاب کې کارېدلې غږاَړه(فونيميکي ابېڅې) هماغه ده چې څه ناڅه پرنړيوال کچ نن سبا دود لري او د ولفګنګ لېنتڅ (Wolgang Lentz) له خواډېرکلونه مخکې (پر١٩٣٦) د وړانديز شوې هغې پر بېلګه ټيکاو لري.

مورګنستيرن هم ورته ابېڅې په خپله اَرپوهه کې کارولې او کره کړې ده. .(همداراز مکنزي، يوه کره پښتو Mackenzie,A standard Pashto, BSOAS 221959, 231-5Skjaero,1989,4.2.1.3,Elfenbein, Pashto Phonology, in Phonologies of Asia and Africa,ed.by Alan S.Kaye,11, Winona Lake, 1997, 36.9.)
 

پښتو بېواک Pashto consonants

په پاسني لښتيليک کې د کږو لينديو ترمنځ (ف،ق) غږونه چې په عربي او پارسي پوروييونو اړه لري، ځينې (په تېره ملايان او لوی چاري) د ځانښوونې له مخې سم ادا کوي، که نه، په ټوليز ډول ف پر پ اړول کېږي او ق تر ګ يا ک وروسته پر ک. دويم ډول يا ستونيز يا ګړنسيn د ټوليز n بلغږ(الوفون) دی. د تم- مښليو غاښيزو څ، ځ /c, j/ اوساييزو غبرګژبيزو ښ، ږ /x, g/ په اړه څرګندونې دلاندېنۍ سکالو په ترځ کې لوستلای شئ.

ګړدودونه Dialects

له هغو راز راز لارو رودو څخه چې له مخې يې د پښتو ګړدودونو ډلبندي رامنځته کړ شي، يوه هم د بشپړې سکتې (قناعت) وړ نه برېښي(په دغه تړاو دې سکېرو,4.2.1.1.5 1989 هم وکتل شي)... .

بياهم که پخوانی جغرافيايي پښتو ګړدودو ېش د بېلابېلو سياسي= اداري لاملونو پر بنسټ باوريتوب له لاسه ورکړی، ټبرنی هغه يې پرځای پاتې دی. له دغه پلوه د ګريرسن) په Vol.X of the Linguistic Survey of India (Grierson 1921) کې وړاندې شوې نقشې هغه ټوليز ارزښت خوندي ساتلی دی. هرګوره، له دې سره سره دا هم هېرول په کار نه دي چې پښتو ګړدودي بريد ليکې يا اېزوګلاسونه (isoglosses) زياتره جغرافيايي او ټبرني پولې ړنګوي.( داسې برېښي چې اېلفنباين د شارل کيفر د ١٩٧٥ کال پښتو ګړدود پوهنه هېڅ کتلې نه ده!)

مورګنستيرن پر دې ټينګ وو چې تر کېدونه(امکانه) پورې يو ګړدود وېش رامنځته کاندې، خو له بده مرغه يې په دې تړاو بې له دې بل غوراوی نه لاره چې دلته او هلته له پوښتنوالو څخه پر لاس راوړو توکو ډډه ولګوي.

مکنزي او ما په چوپه خوله هغه پوره جوتې ناسمې ور سمې کړې دي، خو بياهم په ټوليز ډول موږ دواړو هم له دې پرته بل بلونج(بديل) نه درلود چې تر ډېره د مورګنستيرن اړوندې څېړنې پر خپل ځای پرېږدو.

پښتو ګړدودونه د څلورګونو بېواکو/ څ،ځ، ښ، ږ /c,j, x, g پر بنسټ پر څلورګونو ډلو وېشل شوي دي... .



پښتو ګړدودي ډلې

{تر کوم ځايه چې راته پته لګي، ښاغلي اېلفنباين دلته د پرو فېسور سکېرو ډلبندي هو بهو را اخېستې او هغه هم پرخپل وار ښايي، د مشراستاد مورګن ستيرن ځينې ناکره شوي يادښتونه ځانته مخبېلګه کړي وي. نو ما وړنده وبلله چې د شارل کيفر د هغې په رڼاکې يې يوڅه رالنډه او کره کړم= زيار }

منځنۍ ډله (منځنۍ پښتو) :

(له جلدکه تر درونټې پورې چې زياتره غلجي ټبرونه را اخلي)

c=/ts/ j= /z/ x= /x/ g= /g/

شمال ختيزه ډله(زږه يا سخته پښتو):

(له درونټې تر اټکه د کابل سيند دواړو غاړو ته پراته شينواري، ساپي، خليل، مومند، داودزي، ترکاڼي، يوسفزي... رانغاړي)

c=/s/ j= /z/ x= /x/ g= /g

سوېل لويديزه (نرمه پښتو):

(له جلدکه مخ پر لويديځ او شمال لويديځ د ايران او تورکمنستان تر پولو او بيا له بولانه تر ګلکڅه پورې)

C= ts j= dz x= /s/ g= /z



سوېل ختيزه (کرلاڼۍ=نرمه پښتو)

(وزير، مسيد، بيټني، دوړ، مروت، خټک...)

c= ts j= dz, /z/ x= /s/ g= /z

ماته په کار ده، دهغې مرستې او لاسنيوي مننه وکړم چې په دومره بښاندۍ (سخاوتمندۍ) سره د دغه کتاب د کښنې په بهير کې راباندې پېرزو شوې دي. په ځانګړي ډول د ماينڅ پوهنتون له پروفېسور ګېورګ بودروسGeorg Buddruss څخه چې د ١٩٨٨- ١٩٩٠ کلونو لپاره د المان څېړنيزې ټولنې د مالي مرستې د لاسته راوړنې لپاره وسيله شو او پخپله له دغې ټولنې څخه د هوکړې له له کبله؛ د اوسلو پوهنتون له پروفېسور فريدريک توردارسن FridrikThordarson څخه، له مورګنستيرنه د راپاتې(پس مرګي) پاڼو د را تيارونې له کبله؛ د هارورد پوهنتون له پروفېسور پ. و. سکېرو چې د لاسکښنې د اډانې (draft) د لوستلو زيار يې پرځان وګاله او ډېرې ګټورې شننې يې راونه سپمولې؛ د لندن پوهنتون د ختيځپوهنې او افريقايي څېړنو

له ښوونځي(SOAS) څخه د غورو کمپيوټري اسانتياوو له کبله چې د کېمبرېج د لرغوني هند او ايران په څانګه کې ټيکاو لري؛ او د څانګې له غړي دوکتور رېموند الچين څخه زما د کاراسانۍ لپاره. په پای کې، خو په پوره مينه د دوکتور ګنر نېکلسن مننه اړينه بولم چې د يوه برلاسي کمپيوټر پوه په توګه مې د لاسکښنې د تيارونې په ټول بهيرکې پر يوه پښه سرته ولاړ وو؛ بې دده له مرستې نا شونې وه چې دغه اثر تر بريالۍ پايلې ورسي.


(په پای پای کې) داخپله پازه ګڼم چې د دواړو سترو اَريانپوهانو،ګېورګ مورګنستيرن او نييل مکنزي درنو ارواوو ته د درناوي سر ټيټ کړم.


ج. اېلفنباين(کېمبرېج،2003