پوهاند ډاکټر مجاور احمد

يوځای ليکل او جلا ليکل


د ژبپوهنيزې قاعدې له مخې ټول ژبني توکي يا واحدونه سره بېل بېل ليکل، په بله وينا، د اړوند ليک سېستم له شونتيا سره سم، تر وسې وسې جوليز يووالی(لفظي وحدت) له مانيز يووالی(معنايي وحدت) سره غاړه غړۍ کول په کار دي. که هغه ازاد وييکي(پارتيکلونه particles) وي، لکه: سربلونه+ وستربلونهprepositions+pospositions) ):

(په، پر، تر، د، له، سره، کې، پورې، ته...) يا اړيکوييکي يا ارتباطي حروف(conjunctions) (چې، که، او، هم...) او يا ساده نومونه، صفتونه، شمېرنومونه او ضميرونه وي، لکه:

(کور، غر؛لوی، سپين؛ يو، دوه؛ زه، ته، دی، دا، هغه...)، يا فعلونه، لکه:

(تلل،خوړل، ځي، خوري...) او يا ترکيبي او اشتقاقي وييونه(لغات) وي، لکه:

کټمل،پوهنمل،پوهنتون، مرستون، خپلمنځي، خپلچاری، خپلخوښی، ځانساتی، تلپاتې، پښتونولي، پښتونخوا، ولسمشر يا هېوادمشر، تاو تريخوالی، بنسټپال، بېلتونپال، منځلاری، ترهګر، کتابتون، ټولپوښتنه، ټولوژنه، بلوژنه، ځانوژنه، ځانمرګی، سرټکی(سرټکي)، منځټکی، پايټکی، ليکلړ، ليکلار،ليکلارښود، ليکدود، پايليک، لمنليک، نومليک، بريليک، برخليک، برخوال، پازوال(موظف، مسوول)، پانګوال، پانګواکي(سرمايه سالاري، اېمپريا لېزم)، ځمکوال، ځمکواکي(زمين سالاري، فيوډالېزم)، ځمکسمون (اصلاح ارضي)، سمونپال (اصلاح طلب)، ژبپوهنه، ټولنپوهنه، لرغونپوهنه، وييپوهنه، وييپانګه، وييزېرمه، سونتوکي، لرغونتوکي، مخبېلګه(ماډل، مودل)، مخورمند(پيشداوري)، مخنيوی ، مخکتنه، کتنپلاوی، لاسليک، لاسليکول- لاسليکېدل، لوستليکی(درسي کتاب)،مخامخول- مخامخېدل، وړانديز، وړاندوينه، وړاندېينه، ترينکوټ، لوبغالی، لوبغاړی، لوبډله، پايلوبه، پايبڼه... .

په دې لړکې له نومونو او کړونو) سره د وړو توکيو يوځای ليکل سم نه دي، لکه:

لخوا، لما، ندی، پدې توګه، لدې سره، پکور(کې)، پخپل(هېواد کې)، غزنيته(ځم)...، نخورم، نخوري، نکوم، نکوي، نلرم، نلري، نشم، نشي، شويدی، مخوره، مکوه... .

پخوا(قبل،قبلا)، پخپله(شخصا) ځکه سم راځي چې خپلواک وييونه(قيدونه) دي، ځانته - ځان ته او مخکې- (په) مخ کې سره هم په ورته دليل توپيرېږي.

«بلخوا» له «يوخوا» سره د اړيکوييکو په توګه، لکه (لپاره، پکې، نشته...)) همداسې يو ځای دود موندلی او کره ګڼل شوي دي.

يو لړ وييکي سره په خپلو منځو کې يا له خپلواکو توکيو سره ځکه يوځای ليکل کېږي چې د يو يوازېني چار يا مانا لپاره سره په غونډله(جمله) کې تل پرله پرله پېيلې راځي، لکه: پکې(درآن)، همدا، همدغه، همدی، همده، همدې، هماغه يا همغه، همهاغه يا همهغه، همداسې، هماغسې يا همغسې، همدارنګه، منځته راوړل، منځته راتګ، رامخته کول، لاسته راوړل، لاسته راوړنه، پايته رسول، لپاره ، نشته، يا په(ستړي مشي، خدای مکړه يا خدای دې نکړي) غوندې ګړنو او څرګند نو کې وييکي(مه، نه) له کړونو سره يوځای ليکل هم همداسې درواخله!

که نه، د ټوليز دوی يا عمومي قاعدې له مخې د غه دوه توکه له کړ سره نښلول سم نه دي اوبايد جلا وليکل شي، لکه: نه خورم، نه خورو، نه کوم، نه کوو، نه لرم، نه لرم، نه شم کولای، يا کولای نه شم، ونه شم کولای، را به نه شم، وابه نه وړم... . دلته کېدای شي، د ليک اسانتيا لپاره يوه نيمه بېدويي يا استثناء ومنو، لکه پاس په يادشويو، او يا په ( وانخلم ، رانغلم ، رانغی، خدای مکړه) غوندې دودو بېلګو کې.



له اوسنيو کمپيوټري اسانتياوو او بيا د«يوې- کره پښتوليکلارې» دننه د ټولمنلې کره پښتوابېڅې پر بنسټ له رامنځته شويو کيبورډو سره په کارده، دهرې کرښې يا غونډلې دننه په يو يو وت (space) سره د بېلابېلو لويو او کوشنيو توکو تر منځ ليکنی بېلوالی او خپلواکي ښه ترا سمباله کړو.

دلته يوازې د نښلېدايا نه نښلېدا خبره نه، بلکې د بېلابېلو لويو او وړو توکو ترمنځ هماغه يو برابر وت(space) په پام کې نيول په کاردي، د ساري په ډول(د،او، خو، نو، نور، پر...)که سره نښلي هم نه،خو له هماغه لګولي عربي سېستم سره سم يې تر منځ ټاکلی وت يا واټن(space) ورکول اړين دي، که نه، ژبپوهنيز اَر نه پرځای کېږي او ګډون(التباس) رامنځته کوي. په دې توګه مخني توکي سره داسې و نه کښل شي، لکه:

(د،او،خو،نو،نور،پر...). هرګوره تر ليکنښو وروسته(نه تر مخه) هم ټاکلی وت غوره اېسي، سره له دې چې ژبپوهنيزه اړتيا ورته نشته.

.