رسیدن: 07.01.2012 ؛ نشر : 10.01.2012

وفا سمندر

د غوايي هډوکي کې د غږ او رڼا د ناپېدا سمندرغاړو د یوه مسافر لیدنه او کتنه!

 

لومړی خپلې خبرې:

وګړی «خپل» دی. «ځان» لولي. «ځان» مومي. پر «ځان» ورختمېږي! مه حیرانېږئ! که دا تاسو- نور- نه وئ؛ دا «یو» شته دی!

غوايي هډوکي څه دي؟

«غوایي هډوکي» د اکبر کرګر نوی او تازه هنری- ادبي کار دی. ورسره دا یو ټولنیز او اندیز تولید هم دی، چې په هغه کې له یوې خوا د پنځونکي بیروني لاسونه- د ذهن ځانخبرې برخه او فزیکي حواس- یو کتاب او دروني لاسونه (بې کلمو خبرې او رواني حواس) بل جلا اثر تولیدوي. د کیسې بهرنۍ، متعارفې، ټولنیزې او اندیزې ژبې ته که ګورو؛ نو دا یو اثر دی او که د کلمو اخلاقي ماسک ور ماتوو، او دننه پراته غیر فزیکي اورونه، هیولاوې، بې څېرې او بې ډوله دوزخونه په خپلو پټو حواسو لمس کوو؛ نو بیا ګورو چې «اتل» بل اثر هم دی، چې د بې شکله رېل ګاډي په څېر په خپله کنګلیزه ژبه، زموږ پر لطیفو حواسو، ګرز، ګرز، ګرز تېرېږي او موږ ورسره د تللي فزیکي زمان وچ او کرخت او مومیایي شوي اجساد حس کوو، چې د «مېملستون» په دیوالونو او کوچیني شوي آسمان کې بله افلاطوني سمڅه کې خپل اعظم حقیقت تجربه کوي (۱۱ مخ وګورئ).


د کیسې- ناول عمومي جوړښت:

څومره ښه شول، چې د پنځونکي- لیکوال، اتل او راوي یووالی مې په پښتو کیسه ییز نثر کې بیا ولید. په معاصر ډول، لومړی پلا دغه تخنیک عبیدالله محک کسیه ییز نثر ته راوړ (ګل په جبه زار کې وګورئ)، زما په ګومان د دا ډول سبک لیکوال، په واحده شېبه کې دې، لوستونکی دې ته پېاوړی کوي، چې په یوه وخت کې د پنځونې موضوع وویني، په موضوع کې واوسي، هلته استحاله شي، اوبه شي د زاړه خټګر په لاسونو کې خټه شي، مجسمه شي او د موضوع له تالندو برېښناوو سره برابره سازي اله باندې واوړي او د لیک ډګر یو نوی جنس ترلاسه کړي.
 

د زمان عنصر:

بشري زمانه- ښه ده ووایم فزیکي زمانه- ذهني اختراع او ذهني حسي غذا ده، چې فزیکي ژوند او پېښې په کې تول او ترازو کېږي. زمانه هماغه ساعت دی، هماغه شپه او ورځ ده، هماغه ماشومتوب او ځواني، زړښت او مرګ دی. او دومره تنګه زمانه د روح غرور نشي نندارې ته را وړاندې کولای. وګړی چې له فزیکي حواسو، ذهن او حافظه کې زېرمه کړې عرفي او اکاډمیکې پوهې ستړی او په تنګ شي، نو بیا د خیال په وزرو، ځان کې بل زمان راو یښوي. دا فردي زمان دی، دا حاضره شېبه ده، او دا د ټول تللي او نه راغلي زمان مرکز او ژوندۍ چینه ده. ټوله زمانه په حاضرې شېبې سره یو ځای کېږي؛ کنه شتون نه لري، کرګر دلته په داسې کوډو لاس پورې کړې. له اخره یې پېلوي او په پېل کې ختموي. دا قوسي زمان دی، له کومې چې پېل شوی هلته به خپل سره ږدي.(۱۴ مخ وګورئ)

«غوایي هډوکي» پښتو کیسه ییز نثر کې، د پنځونکي له خوا د ذهن د سېال جریان په لیک لاره کې یوه بریالۍ هڅه په ډاګه کوي. یوازې له دې لارې دی، چې لیکوال د «ویلو» او «نه ویلو» ترمنځ ولاړ د اخلاقو او ټولنیزو قراردادي عادتونو دیوالونه ماتوي او ښایي هڅه کړي، موږ ته لومړنۍ ننداره مخې ته کښېږدي.

دلته زوړ غوایي، هغه غوایی چې نړۍ یې په ښکرونو ولاړه ده، خوسکی، زړو غڼی، ځوان غڼی... په یو سل او شل مخونه کاغذي رخت اغوندي او یو په بل پسې د تمثیل ستیج ته راخېژي، خپل ماهیت جنګوي، یو بل را غورځوي، وینه یې زبېښي او ددې ترخه چلم دود، د راوي له سږو دباندې راوځي او زموږ حواس سوځوي.

 

هندسي او شکلي خواوې:

دغه پاڼې- ښه ده ووایم دېرش څپرکي- د کامل خان، د هغه د تسپو او لمنځونو، د هغه د سپینو جامو او مازدیګرنیو چکرونو، د عمرجان، د آسلم سهارنیو کلچو او روټونو خوړولو، صمد، عبدالرحمن، د قاېل الدین د ماشینکي رتبو...تصویري راپورتاژونه، له جنایي ځېرنې سره، د جلا جلا کیسه ګیو په چوکاټ کې، د کلمو په تارو ستن ګنډي؛ خو د ټولو سر پورې امین الله ولاړ دی، او له خپلو ذهني، عاطفي او رواني زخمونو سره، د یوې منجمېدې ایدالوجۍ دوزخ موږ ته په شپېلۍ کې غږوي. ښایي کرګر هڅه کړي وي، په دغو نېږدې درویشت زره کلمو کې، ټولې هغه جنازې تېرې کړي، چې د ثور د اوومې د بدلون او اوښتون نسل غوښتل په هغو سره تاریخ ختم کړي او د زړو کتیبو له خوا دیکتې شوی سرنوشت په مادي- فزیکي مساوات سره اصلاح کړي.
 

تصویري اړخونه:

راځئ د متن تصویري تور او برېښ په دې څو کلمه دارو تابلوګانو کې وګورو:

«سترګو مې تور وخوړ. حيران شوم. دواړو کسانو څادرونه له ځانه تاو کړي وو. د يوه تن اوربوز هم پټ وو. د دواړو څېرو ته مې وکتل٬ لومړی راته څېرې دوه او بيا څلور شوې او بيا همداسې زياتېدلې. د پښو په تلو کې مې خولې احساس کړې. له ځمکې سره مې احساس پردې کېده؛ لکه چې ځوړند يم. همدا مهال مې د قصاب څېره هم ذهن ته ودرېده.» (۲۰ مخ)

«ناڅاپه ښی لوري کس مې په اوږه لاس ږدي. چرت مه وهه. ځه! دې والګا موټر ته خېژه! ته نن زموږ مېلمه يې. بې غمه اوسه، فکر مه کوه، موږ ډېر ښه مېلمستون لرو.» (۲۲ مخ)

د زمان د دیوال دا غاړه او ها غاړه: «د دروازې ټک ټک د سوچونو لړۍ وشلوله او ځان مې په خپله کوټه کې ولید.» (۴۶ مخ)

هدیره یو ځل مري، خو دلته کلی هدیره شوی او بیا هدیره «هدیره» شوې: «ټول کلی هدیره هدیره دی...»(۷۱ مخ)

او دلته تصویر څومره زموږ او تاسو په حواسو نېږدې نېږدې سولیږي:«خلک خو لکه د سیند کاڼي وو، د کاڼو په څېر د تجربو او روزګار په سیلابونو کې سولیدلی و...»(۸۸ مخ)

او دلته فلسفه ابۍ ده که د روانشناسۍ چرسي طبیب، چې ځمکه داسې ويني:«بې دیوالونو ځمکه ووینم...»(۹۴ مخ)

دا لا ګورئ: ژوند څومره شکلونه لري؛ یو شکل یې ژمی دی او ژمی ما او تا غوندې سر لري! کنګل هم له خپل وزني خصوصیت څخه تیری کوي! دلته ټوله ماده- واقعیت کنګل وهلی تجربه کېږي. او دا معاصره فلسفه او روانپوهنه ده، چې له کلمو داسې زنداني میلې او زغرې جوړوي:

«د ژمي موسم خپل سر راوړی دی... یا په فضا کې هم کنګل جوړ شوی دی. د مېلمستون ساتونکي هم کنګل شوي دي. هېواد ټول کنګل دی. قانون خو لا دمخه کنګل وو. د قصابانو کوڅو هم کنګل نيولی دی. ځمکه، فضا، ديوالونه، ستوري، کوټې او لويه برجوره کلا...سړه شوې ده. په داسې ماحول کې يوازې زړونه درزيږي، ترهه زياتيږي. ډار زياتيږي. او پښې او حواس سستي کوي.»(۱۰۱ مخ) همداسې په خپله ددغه ځنګله وږمو او افقونو ته ورووځئ.
 

سمبولونه، د واقعیت دویم جوړ کالي:

کرګر خپله سندره ده، خپله ژبه ده، او سمبولونه یې هم خپل دي: «چارشنبه، څلور بجې، لس کم څلور بجې، سپینې جامې، زوړ غوایي، خوسکی، زړه غڼه، ځوانه غڼه، هسپانوي غویي، سور دسمال، د میلمستون مربعي آسمان...» دغه سمبولونه هم عیني دي (راوي نیول شوی دی) هم ذهني-دیني دي، هم فرهنګي او هم عشق او نه ویلي زړونه غوڅ غوڅ زموږ حواسو باندې تېروي را تېروي.

نومونه هم نورې اشارې لري، دا هم کرګر ته ورته دي. پرېږدئ، چې هغه خپله نه وېلې برخه داسې د عقل په بازار کې را آزاده کړي: «کامل خان، قاېل الدین، امین الله، عظیم الله/عزیزالله، عبدالرحمن...» او له ما په شان وګړو هېرې، او لېرې زیږه پښتو کلمې چې بیا دلته شرنګ شرنګ زموږ حواسو کې نڅېږي؛ خو لا بل بلا کار دی، چې له کرګر نه شوی.
 

د اتل بهرنۍ او فردي دنیاګانې:

اتل چې خپله راوي او (...) دی، له ځان سره ګډ دغه د حروفو رقص پېلوي. هغه ګوښه دی، یوازې دغو غمونو نیولی، چې زوی یې روغ شي، چې همداسې بې غمه او درده ژوند ولري، چې څوک یې نیمه شپه ور ونه ټکوي، چې دا د غوایي په ښکرونو سپور وخت ژر ژر تېر شي... او چې بیا څوک پر چا کار ونه لري! خو هغه د هغه سرنوشت ارادې وچ کړی او کنګل کړی، چې د وطني خوسکي مست حرکت/بغاوت په دې ځمکه او فضا راکوزه کړې دی! خوسکی دا مهال د زورور غوایي، چې ګرده نړۍ یې په ښکرونو نیولی له فکري- ارماني زوره دلته ژوند او عدالت له سره نقشه کوي.

اتل دلته منفعل دی. نه ښوري، یوازې مازدیګر مازدیګر، یا نیمه شپه، نیمه شپه یا...د نورو نندارې ته خپل غوږونه او سترګې او دننه پټ حواس لږ ور خوشې کوي، خو له څټه لکه ماسل ځانته ولاړ دی، چې په څه بلا یې وانه ړوي.

دی ژاړي، خو کنګل یې مخه نیولی، دی اعتراض کوي، خو په دومره کنګل کې چېرې ګام کښېږدي!! هغه ژاړي، خو وېرېږي، که کنګل ویلې شي؛ غڼه له پاسه، له دې وړوکي مربع آسمانه پر ده را ولوېږي!! هغه فقط انتظار دی. هغه د راتلونکی اتل دی. هغه خپل ټول وس او طاقت «سبا» ته ساتلي.

زما په ګومان اتل یو وګړی دی. یو وړوکی کیهان دی. ځانله زمان او مکان دی. او هلته په خپل فردي زمان او مکان کې تللې زمانه ور سره وېده پرته ده، یا مړه! خو اتل له سره هغه په خپل غږ راویښوي. (د صنوبر لیوني کیسه وګورئ ۷۷ مخ)

له بلې خوا اتل بندي دی، نه حرکت کولای شي، او نه اضافي اسمان لرلای شي. ځکه نو په خپل فردي قلمرو- آسمان کې، د خیال په وزرو آزادیږي او بیا بیا ثابتوي، چې د فرد قلمرو یوازې د غوښو او هډوکو، ذهن او حواسو کالبوتونه او شکلونه نه دي! هغه غوښتي یا ناغوښتي، په ډېر ناخبره بڼه؛ بې شکله مادې ته ورلوېږي، او زیار باسي، چې له دغو سفرونو- چې په ناخوداګاه توګه ور باندې پېښه کوي- د کلمو په محرمو لباسونو کې ټولې نړۍ، ټول بشر ته په یوه خلاصه غږ بدل شي، خو هغه بېړه لري. وخت یې په ځمکه، دنیا، تمدني- شکلي دریځونو او موقفونو مصروف شوی او دی حتا له ځانه په بېړه تېرېږي!

اتل امین الله دی، خو په امین الله کې څوک نه دي، چې سر نه راپورته کوي! لږ تر لږه، دغه بې وزنه موجودات دیرش کلونه کنګل پاتې شول، چې په لندن کې د پنځګر له ادبي رحمه یو په بل پسې راووتل او دلته موږ ته داسې را کتار شول.

د پنځونې پرمهال بېړې دومره سر اخستې، چې کله کله توري، کلمې، جملې او زیاته برخه متن له حرکته غورځي، د بې خونده، ژول شوې او کنګل شوې شفاهي محاورې بڼه خپلوي او له موږ د پنځګر د فردي قلمرو تازه او منفرده هوا او وږمه هیروي. (لکه،۳۲ مخ، او همداسې ځنې نور) نه مې لورېږي، چې لیکوال- د وخت د قحطۍ له لامله- دومره ژوندي، حسي، رواني او ذهني دردونه داسې بې ساه، بې حسه او بې رنګه، د حروفو په مستعلو هندسو کې زموږ له تږو دروني حواسو په وړاندې پټ او ارزانه، د عادت په بازار کې د سرکاري نصیحتي رسالو څنګ سره لیلام ته وړاندې کړي.

کرګر سره له دې، چې په خپل ذهن او روان کې سرګرانه لاروی پاتې کېږي، او د زمان پر سطحې وده ور اوړي او فزیکي شېبې د ځانګړي ضرب او تفریق له لارې کله غر کړي، کله وچه دوړه او خپله نیغ د ناپېدا په کنډو کې هيښ او ناخبره، له «کړ» او «نه کړ» څخه مجرد، ګوښه، منفعل او آسمان ته منتظر پاتې کېږي، خو د تورو دغه سرګردانه نڅاه، چې نن او پرون یو په بل کې منډي، خښوي او بیا له تورو خاورو سر را پورته کوي او وګړي ته د «وګړي» وسپنیز ناسوزه حواس او کله «عایق» کله «هادي» عواطف ترې افشا کوي. او دلته ده، چې د غڼي د مرګ په ژړا کې، د خپلو وینو زبېښل نه ویني، چې څرنګه یې د وخت ورږې او کنې ورڅخه باسي. دی ځغلي، چې په ټولنیز ستیژ کې مخته ودرېږي، خو ناخبره، چې هره منډه د مرګ په لور لنډېدل دي- ځکه نو حق لرم، چې د «حرکت» بې حرکتۍ ته ښه په کړس کړس وخاندم- له دې سره غوایي هډوکي، هغه سمڅه او دیوالونه جوړیږي، چې یو وګړی، اتل، لاروی ورنه خپل سیوري په راز راز نومونو، لقبونو، منصبونو کې ویني او د سرنوشت لمر یې څټ ته نه پرانستلی، نه لوستلی، او نه ویلی، د ژوند خوا، خوا ته هماسې غیر واقعي او بې زمانه پاتې کېږي.

غوایي هډوکي ضمناْ یوه پوښتنپاڼه ده، چې دومره مهال په لیکوال/راوي کې کرل شوې او رېبل شوې، کرل شوې او رېبل شوې، او دلته ما او تا هم دغه دسترخان ته وربولي، چې پنځونکي ته آفرین ورکړو، یا یې له هغو خلاص کړو!! «د داسې پوښتنو ځوابونه په ستوني کې بند پاتې و!» (۶۶مخ وګورئ)

له بلې خوا فصلونه، د اتلانو کیسو یا کیسو ګوټو ته سپین شوي، او سړي ته د یاددښت کتابچې پاکنویسه بڼه ور سترګو ته کوي؛ خو هغه مهال چې د زمان منطق دړې وړې کېږي، راوي په عمرجان، عمرجان په عبدالرحمن، هغه په صمد او...ننوځي؛ نو بیا کیسه ییز هنر ځان له پاولیو او د زمان په ستوني کې وچو شویو موزیکالو غږونو سره، د تورو هندسه اغوندي او د انتقاد غچ را څخه اخلي.(شلم فصل کې عمرجان او د پیلوټ ښځه، درویشتم فصل کې خپله امین الله، پنځه ویشتم فصل کې شاهي جنرال، شپږویشتم فصل کې زړه او ځوانه غڼه او سره رهبران سره یو ځای په یوه یادګاري عکس بدلول، او ویشتم فصل کې د غوايي د ښکرونو بله زلزله، همداسې ترپایه)

د غواي هډوکي یوه نالیدلې وه، چې موږ په دغه تابلو کې وازموېله، نو کرګر صیب مبارک مو شه!

د اوس لپاره همدومره، ښایي په بیا کتو یې لا خبرې اوږدې کړم. ستاسو لوستوالو یا غوږ نیوونکو دې هم کور ودان وي: بس ځان سره مې څو خبرې لرې؛ غوایي هډوکي مې بهانه کړل او ټول ځان رانه د کاغذ پر مخ وځغلېد؛ تاسو ته هم افشا شو.

پوښتنه داده، چې دومره مې ولې لیکل؟!(ښایي دا یوازینۍ پوښتنه وي، چې لیکوال یې ځوابولو ته «وخت» نه لري)

کابل، د ۲۰۱۲ کال د جنوري ۳ یمه