رسیدن: 23.04.2012 ؛ نشر : 24.04.2012
پوهنمل محمود نظری
دپوهاند زیار په شعر کې طنزی توکې
دریمه برخه
د زیار صاحب د طنز بله برخه د ژویو او انسانانو تر منځ مقاسیوی ( پرتله يې) لنډ شعرونه دی
.زیار صاحب غیر انساني موجوداتو ته له انسانانو ل
ه خوا ورکړ شوی سمبولونه د نن ورځي انسانی رتبو سره پرتله کړی دی.په دې ډول طنز کې لیکوال یو سمبولیک ژوی لکه «خر ( کم عقل)؛ ګیدره ( مکار ) ؛کوتره(سوله) ملاچرګګ او چرګ( متقی) ... څخه کار اخلي، چې لوستونکي له حیواني سمبول څخه پوهیږي چې د لیکونکي موخه څه ده
ږيره- برېت
نه هر ږيرور مرتجع دی
او نه هر برېتور مترقي...
که نه،
هسې خو،
وزه هم ږيره لري او پيشو هم برېت!!؟
***
سړيتوب
نه په ډېرو اذانو دی
اونه په ډېرو سجدو...
که نه، هسې خو:
چرگ هم ډېر اذانونه کوي
او ملاچرگک هم ډېرې سجدې!!؟
***
پوهاند او پيلسوپ
نه له تشو خبرو څه جوړېږي
او نه له تشو چورتونو...
که نه، توتي به پوهاند وای
او پيلمرغ به هم پيلسوپ!
***
تشې پېښې
په تشو پېښو نه وينا زده کېږي،
او نه کار...
که نه،
تر توتي به بل ژبور نه وای
او تر بيزو به بل کاريگر!!!؟
***
مشري
مشري په لوی زړه ده
نه په لويه تنه،
که نه،
پيل به د ځنگل پاچا وای،
نه زمری!!؟
***
شرافت او سياست
که شرافت په زړورۍ وای
او سياست په زرنگۍ...
نوبه،
تر لېوه بل شرافتمن نه وای
او تر گيدړه بل سياستمدار!!؟
***
وسله(ازاد شعر)
که وسلې څوک له ډاروخطره ژغورلای،
نو شيشگي، شکاڼه به ولې
ورځ په غار کې تېرولای
او تورتمه توره شپه به،
په غلا ښکار پسې وتلای!!؟
***
زغم و ځېل
که بې خرته زغم و ځېل
سړيتوب گڼل کېدلای...
نو به ولې په نړۍ کې
خره ته خر ويل کېدلای!!؟
باز و کوتره
که زور و ازار ښه گڼل کېدای
نو،
باز به د سولې سېمبول وای،
نه کوتره!!؟
***
پياز و بادرنگ
ډېر په پرده کې بې پردې دي
او ډېر بې پردې په پرده کې...
که نه،
ولې به:
پياز دومره بوين وای،
او بادرنگ دومره بې بويه!!؟