رسیدن: 16.04.2012 ؛ نشر : 17.04.2012
پوهنمل محمود نظری
د پوهاند زیار په شعر کې طنزی توکې
دوهمه برخه
۲- هجو
د زیار صاحب د هجوی یوه بیلګه :کته کړی مېړه
مېړه دلته کته کړی خر د ښځې
تل يې اېښې د سپرلۍ په پار پرې کته
که لغتې خوري پر خوله لکه د خرې ترې،
دا په دې چې د خرې مينه ده لغته !
۳ - هزل
د زیار صاحب د هزل بیلګې :
- کېله او ډگه
هغه لومړی لوڅوي
او هله يې پر خوله منډي...
خو دا بله ،
لومړی پوښوي
او بيايې پر خوله ورمنډي!!؟
*نوې خبرې
هغه خبرې مارکس و فروايد وکړې
چې وې له مخه له نورو پټې:
د انسان آره اړه به څه وي،
پرته له خېټې، پرته له خوټې!!
۴- ټوکې
راهبه
وکړه ما مسلمان هيله ترې د مينې
راهبې خبره تېﻻره په خندا کړه...
په احساس يې د گناه خپل صليب ښکل کړ
بيا يې کش پر ځان له هر خوا چليپاکړه!
***
زما بوختيا
زه سر گرولو ته وخت نه لرم،
پاتې لا ،
سرجوړولو ته!!؟
***
ولږه
دين و سياست
د مړې خېټي
کار دی...
په دې چې:
ولږې ته
نه مسلمان ټينګېدای شي
او نه کافر!
***
خدای کورکه لمباځی؟
زياتره مسلما نان
جوما ت ته
د لمباځي په سترګه ګوري
چې خپل ورځني ګناهونه
پکې پرېمينځي
نور بیا