رسیدن: 29.02.2012 ؛ نشر : 29.02.2012

محمود نظری
 

رښتیا ښه دی که درواغ ؟!



یو دوکاندار و رښتیا ویونکی
مال يې نه درلود پیریدونکی
په شاتو يې لیکی وه سل په سلو کې بوره
په شیدویې وه پنځوس په سلو کې نشایسته
په غوړو يې لیکلی وه شل په سلو کې لري پټاټې
د وچو رومیانو سره ګډي دي دخښتو ټوټې
جلغوزی ټولو دی د پروسږ کال زړې
انځر رنځ اچوی درته هرومرودنس او خولې
دنخودو سره نیم ګډ دي کورک
غوزان لس کلن زاړه دي سنګګ
صابون نه کوی د څاه په اوبو کف
دشپې اوړوته موږکان ولاړ وی په صف
وریجي بې ویه دی او لري میده
ماش پوچک دی ډک دي او واړه
دا دټولو دوکانو مال یوشی دی
که څه بوره نخود او بل شی دی
این امانت چند روز نزد ماست
درحقیقت مالک هر شی خداست
***
په هغوچور وي چي وايي درواغ
هغه چې کوتره پلوري په بیه د زاغ
وروره مه ختا وځه دقصاب په وینا
چې وايي پدرم نر است په خدا
په درواغو چلیږي د دنیا بازار
درواغ اوچل لري ډیر خریدار
***
دلته دزرکې او ټپوس دغوښي نسته توپير
وايي ټپوس ښه دی تر زرکې هر یو بې ضمیر
په خوند کې یو دی توره اوڅکه او خزدکه
دلته دووس دغلباز ډیر قدر لري تر سادکه
اوس ځیناور لاپوهیږي په بوچغړی او مالیار
زموږسادګان لاتر اوسه بوچغړی ګڼي واکدار
**
بس کړی اې دلالانو نور مه وایاست درواغ
په دې درواغو مو کړ لا خپل شیطان چاغ
یو وزیر ویل دلته د پردو سته لاس منډون
دهر خوا لوغړن لاس وهي د وطن په لړمون
پردو دلته بی ناموسان کړی ضد د پښتون
زموږ دبوسو په خوسیانو شیدی کوی بیلتون
موږ د واک خاوندان یو ټوله نرښځیان
له قانونه مو جوړکړی د سازو دوکان
ډیر بې ناموسان مو په غبن کړی وکیلان
چي په میلمستیا او پاکټونو پلوري ایمان
خدای دی له موږه خلاص کړي دا هیواد
موږ د ځان په ګټه دا وطن کړ ټوله برباد
موږ بی وجدانه توره شپه بولو سپېده داغ
د دیموکراسی په پرتوګ پټوو دکوناټي داغ
***
چا ویل په دې بڼ کې هیڅ ځوز نسته بې ګله
په دې دښته کې نه پیدا کیږي بل شی بې حنظله
شکر پیدا سو یو رښتنی یو تجار ، یو سیاستمدار
خو تجار تاوانی سو وزیربهر وتښتید له ډار

سادکه( ایماندار) ، بوچغړی( د ځیناورو د ویرولو دپاره له ټوکره جوړسوی سړی ته وايي چې پرکښت يې لوړ دروي)