د ولسمشر حامد کرزي پيغام

په ژوره خواشينۍ سره خبر شوم ، چې دهېواد د پوهنې يو سابقه لرونکی خدمتګار او پياوړی ښوونکی استاد محمداعظم عبيدي د ورپېښې ناروغۍ له امله د هجرت په ټاټوبي کې په حق رسيدلی دی . انالله وانا اليه راجعون

اروښاد محمداعظم عبيدي تر څلويښتو زيات کلونو په کابل او وﻻيتونو کې د ښوونځيو مديريتونو او د ښوونکو دروزنې په عالي موسسو کې د ښوونکي دنده ترسره کړې ده . دی يو غريب دوست او مهربانه شخص و ، د ده مړينه يوه ضايعه ده .

د خپلې خواشينۍ او ډاډګيرينې مراتب د ده کورنۍ ،دوستانو او د هېواد د پوهنې منسوبينو ته وړاندې کوم . الله تعالی دې دی وبخښي او کورنۍ ته دې جميل صبر په نصيب شي .