رسیدن به آسمایی :03.2008 .15؛ تاریخ نشر در آسمایی :03.2008 .15

فاروق فردا

 

انتظار

 

دغره د سر

دها زيړي مازيګر

له وعدې پرته مې بيا ونه ليدې

چا وې ماښام درته بيعت درکړی

او ستا دنور له خمه

جام جام پر سر اړوي.

څود اسمان د راڼه ستوريو څخه

د رنګ بايللې سيالۍ غچ واخلي.

چا وې چې نه له مازيګره سره

د ژېړو وړانګو پر وزرونو باندې والوتلې

اود ماښام تر لګېدلو وړاندې

د لمر د کلي پورې ورسېدې.

خو ما ګومان نه کاوه

ځکه د هغې کلا

چې تا د ځان له پاره زما په زړه کې،

آباده کړې وله

دروازې کلپې نه وې.

تا ته دسين پر غاړه ياد دی که نه؟

چې زه او ته او ها زېړی مازيګر

هلته دري ګوني بنډارونه کول؟

تا ته په ياد دی ها زېړی مازيګر

چې ما د سين له اوبو

دلمر له تنه ستا پرمخ د رڼا څاڅکي شيندل

او مازيګر په طلايې لاسونو

ستا پر اوربل يې کشولې د رڼا ږمنځې؟

***

تا ته ها تور ماښام په ياد دی که نه؟

چې يې غوښتل واچوي ستا غاړه کې

دسپينو ستوريو اميل

تا ته په ياددی ها دغره دسر په هسکه کې د لمر د پرېوتلو هغه لنډه شېبه؟

د سين هينداري ته په يو وار ور کتلو سره

زړه دې ترې بوت وويستل؟

اوبيا زما په لاس کې

چې دې د ګلو د ګېډي پر پاڼو سرکېښوده؟.

تاته په ياد ده ها د ګلو ګېډۍ

چې پاڼه پاڼه يې د ستا د مخ هينداره کې ځانونه کتل؟

زه پوهېدم چې له ګلونو سره

ستا دسيالۍ شېبې له تانه هېرې شوي نه دي

زه پوهېدمه، هغه څوک

چې ستا دتن دعطرو سين کې يې لمبا زده کړي

له ياده نه وباسې .

کابل

تله- ١٣٨٦