د سلام فرهنګي ټولني له خوا د خواشنۍ پيغام
07.01.08

په ډيري خواشنۍ خبر شو لو چي د کابل پوهنتون استاد پوهاند کاظم اهنګ د ورپيښي ناروغۍ له امله د تل لپاره د دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې .

انا الله انا اليه راجعون

پوهاند کاظم اهنګ د کابل پوهنتون يوعلمي شخصيت او مهربانه استاد وو چي د ژور ناليزم په څانګه کي يې زيات شمير شاګردان او محصلين وروزل . د زياتو علمي او څيړنيزو اثارو د ليکلو او خپرولو تر څنګ يې په علمي سيمنارونو او کنفرانسونو کي فعاله ونډه درلودل . د لسګونو علمي کتابو په لړ کي يې ( سير ژورناليزم در افغانستان ) تر ټولو زيات شهرت وګټۍ .
سلام فرهنګي ټولنه د کابل پوهنتون ا ستاد پوهاند کاظم اهنګ وفات د هېواد د علمي او پوهنيزو کړيو لپاره ستر ضايعه ګڼي . موږ د خدای بخښلي پوهاند اهنګ سپېڅلي روح ته د فردوس جنت دعا کوو او دوستانو ، ملګرو او شاګردانو ته يې د لوۍ خداې ( ج ) څخه جميل صبر غواړو .
امين يار ب العالمين

د سلام فرهنګي ټولني د مشرتابه په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري