08.11.2015

نورمحمد غفوري

 

 په یووالی کې قوه ده

 

ژوندی حــــــرکــــت  وکــــړه چــی بـــدلــــه زمـانـــه ده

او پـــاتـه ځـنې نــــه شــې دا روانــــــه قـافــلـــه ده

چې لویـږې بیا جګــېږه مخ په وړانـــدې حـرکــت کــړه

قــوي انســان هــغـه دی چـــې ئې ټـیـنګـــه اراده ده

نن پام کړه د پـرون غوښتنې نــــــورې زړې ښــکاري

ځــان نوی کـړه افـغــانـه د ژوندون نوې خواسته ده

د سولې په لـور درومه د مشکل ګــریوان کړه څــیرې

واحـــد شه ســره یـوشـــــه چې یــووالي کې قــوه ده

پرمخ ځه وړاندې ګــوره په شاتـګ کې ګــټـــه نشـــته  

بـدل ویــنم ځـــواکــــونــه نـــوې رنګ مــبـارزه ده

هدف چې ژوندکې نه وی هغه ژوند خوشې عبث وي

په مړو کې ئې شمیره چې ئې زړه کې مړه  اسره ده

مأیوس نه شې هیڅکله (غفوری) متانت غواړي

د ســتر مـرام لــپاره ضرور ســتره حوصله ده