20.12.2015

نورمحمد غفوري

دا حالات چاته د زغم وي؟

 

په هېواد کې مو چې شپه او ورځ مـاتم وي!

نو به څه شوق د وصال او د صنم وي؟

په وطن چې اور بل شوی، دود جګـــیـږي

چې بې غمه ناست وي، کله به آدم وي؟

پـــــه اوږو چـې د زامـــنو جـــنـازي  وړو

خود به جوړې ویالې، د سترګو نم وي!

بـیســـــواده چې حـــــاکـم، عـــالم ګــدا وی

دا وضعیت به نو د چـا په فکر سم وي؟

چې چوکۍ په مـــیراٍثي ډول تقــسیــم شـی

اې ځوانانو دا حالات چـاته د زغـم وي؟

چې ملـــت پـــــه اتـفــاق قـــدم وانخـــــــلي

نـو په بــرخه به یې خــود، دایـم الم وي

چې یې توان د ادارې  د مــنصب نـــه وي

نــاپوهان بـه وي چې بیا ورتـه اړم وي؟

که (بــدلون) تــه لاس وا نه چوو مــلګــرو

(تــــداوم) به مو د ژوند تـر پایه غم وي

که مو بام پرې تکیه نه شي، ستون څه کړو

نــــړوو بې! کــه اول او کــه پنـځـم وي

که دا علم، صداقت معیار د سنج شي

(غفوري) به نـو له چانه کله کم وي؟

۱۰ / ۱۲/ ۲۰۱۵