28 سپتمبر 2015

پوهنمل محمود نظری

 دانسان په روغتیا باندې د خندا اغیزې

خندا په ويي (لغت )كې د ښادۍ او خوشالۍ په وخت كې دشو نډو غوړېدو ته وايي چې كله ږغ هم  ورسره وي چې د ژړا ضد  ده.په خندا كې خوله، باړخوگان، پزه، سترگې، شونډې او تندی  ځانگړې خوځښتونه کوي، چې د غاړې پلې شخېږي او مخ سور او شين اوړي، او په رگونو كې د وينې تگ گړندى كېږي.رحمان بابا بیا ژوند ته  خندا وایي:

که ژوندون دى خو همدا دی په جهان

چــې له چا سره تېرېږی په خـــــــــــــندا

ويل کيږي  چې چه خندا د انسان د فيزيو لوژي يوه ډير ه پېچيلې څرگنونه ده .هر بالغ  انسان په منځنۍ ډول له ورځي( ۱۷) واري خاندي. خندا هغه کړنه  ده، چې د  تندي  گونځې ورکوي او  دمخ  رنگ شیرچايي کوي .

جلال‌الدین محمد بلخی وایي:

مرده بدم زنده شدم، گریه بدم خنده شدم

دولت عشق آمد و من دولت پاینده شدم

د فیزیولوژي له نظره تخنول او د پوتکي لمسونه هم د خندا لامل گرځي  دا په دې دلیل چې په مغزو کې داسې ځانگړې ځایونه(ټکي) شته چې داالکترونکي لمسونې  یې  د خوشالۍ او خندالامل گرځي. کله چې څو تنه یو ځای سره وخاندي دا دهغو تر منځ یووالی اوهمږغي راولي.

تر خوږې خندادې ځار شم راته خانده

په ما لعل و مرغلرې چې پرېوان کړې

دچين په سنتی فرهنگ  کې ویل شوي دي: یو ه خندا لس کاله څوک ځوانوي او کولای شي  دسلو ناروغیو درملنه  وکړي.حافظ شیرازی څه ښه وايي

بــــگشا پسته خندان و شکر ریزی کن

خلق را از دهن خویش مینداز به شک

 ځينې څېړونکي  وایي: هغه خلك چې لږ او يا هېڅ نه  خاندي  د زړه په ناروغيو اخته کیږي :رحمان بابا وایي:

د رحـــــــمان خنداپه اجر ژړا ده

نازکي د گل په قدر د شبنم وي

خندا دوې برخې لري یو د څېرې  بدلون اوبل د هغه  ږغ چې تولیدیږي. کله چې موږ خاندو ماغزه د خندا کولو امر ورکوي؛ که په زوره خاندو نو بیا  ماغزه  د لاسو او پښو د خوځیدو امر هم ورکو ي.

د خندا په وخت کې زموږ د  مخ( ۱۵) ماهیچې  خوځېږي چې مهم يې د شونډانو د خوځیدو مکانیزم دی چې هغه  د ستوني د تشې (حلق) ماهیچې پړسوي، چې دا کار د ژر ژر  سا ایستلو لامل گرځي چې کله کله اوښکې هم ورسره تویږي؛ رنگ سوریږي او د ډیري هوا (اوکسیجن) اخیستلو  لپاره خوله خلاصه او تړل کیږي او عجیب ږغونه له خولې را وځي.

فردوسي وایي:

بد و نیک هر دو ز یزدان بود

لـــــب مرد باید که خندان بود

یو پوه وایي: د انسان مغز  دخندا ددرکولو وروسته د هغه د پایښت لامل گرځي د هغه له نظره خندا یوله واکه وتلی (نه ځانخبری) اتوماتیک غبرگون دی.

د خندا  د ډولونو ځينې پښتو نومونه:

 موسکا:په موسكا كې د خولې كونجونه لږ غوندې كشېږي او باړخوگان يو څه راپړسېږي او ږغ نه لري.

چقړې:

په خنداخندايې اوښکې ځي د سترگو

لکه چرگه له مستۍ وهـــــــــــــي چقړې

 

چرغړه: په زوره خندا ،په کټ کټ خندا، په کړس کړس خندا، قاقا خندا ته وایي.

دړۍ: ډروجانې، پيچمی، پيچموزی، تمسخر، ريشخند، پېشاړې، او نامناسبې خندا ته وایي.

پخ: د يو ناڅاپه خندا ږغ چې له خولې او پزې دواړو نه راوځي.

بړقېدل: بړتېدل، بړچېدل، بړکېدل، په زوره خبرې يا خندا کول دي.

بړچا: بړقا، په زوره خندا کول دي

تبگۍ: پرتې (گډې وډې خنداوی) ويل دی.

خـــــــــــــندا دې دومره مړي وکړل

لکه تبگۍ چې په يو ښار راگډه شينه

بړبړ: خوشالي او خندا ,په زوره خبرې اوخندا کول.

بړق بړق: خوټ خوټا، خوټېدنه ,خټ خوټ، په گډه خندا مسکۍ:په خندا، خندا کونه

 موسکندی: موسکی، خندا روی، متبسم، موسکا کوونکی، مسکېرای .

مړخندی: مکسند، مړه خندا ،پس خند

 هرېدل: خرهنگېدل ,بې ځايه خندا ده

پرخټ: په زوره خنداکول

کتکتی: اونت، کادرۍ، لری، زرخانۍ ,کټکټی،  پر له پسې خندا.

یو کار پوه ويلي  دی:« چې خواړه ، استراحت او خندا د نړۍ  له ټولو نه ډير ښه درې ډاکټران دي . »

 ان په لرغوني تاريخ کې د روغتيا د بيرته لاس ته راوړلو لپاره  خندا يو ډول اغیزمن درمل گڼل کيده.

اشرف  خان هجری د خندا ډالۍ داسې ستايي:                    

ننــــــــــــــــدارو ته ئې وتلي لوی واړه دي

چا غمـــــــــونه خو چا مسته خندا را وړه

«رابرت پروواين» وایي: «ښځې ډیرې خاندی خو نارینه بیا  ډیري  خند ونکی خبرې او ټوکې  کوي».

اشرف  خان هجری د  مستو پیغلو د خندا په هلکه داسې وایي:

له خندائې دغاښو ځــــــــلا برېښنـــا شوه
 مرغلــــــري لونوي پر سنگېـــــــــــړونه
په ښکلا نمنځوي بیا پښتني پېـــــــــغلي
 چي شین شین ځي په خندا به مکیــزونه

 

په حقیقت کې خندا د ځوان پاته کیدو یو راز دی.

څېړونکي وایي :خندا د انسانانو تر منځ دنژدې اړیکو لامل گرځي ، چې څوک  له چا سره د ارمتیا احساس وکړي نود هغه سره خاندي .

حمزه بابا  دخندا د اغیزې په هکله   وایي:

گوره چې خندا کوې په سترگو کې

کــار د مسيحا کوې په سترگو کې

که مو پام کړی وي چې کله ستاسو د کور مشر یا امر وخاندي تاسو هم  ورسره خاندئ په دې  خندا سره  خپل  خوښمنی (رضایت  )ښيي که دخطر په وخت کې وخاندئ او گواښکونکی سړی هم  درسره وخاندي ربړ له منځه ځي .

داسلام حکیمانه شریعت د موسكاد اغېزمني وسلې په کارولو ټېنگار کوي کومه چې د انسانانو په زړونو کې د یو او بل مینه اومحبت پیدا کوي . زمونږ گران پیغمبر صلی الله علیه وسلم د انساني ټولني لارښود فرمایې :

عن أبي ذر قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  تبسمك في وجه أخيك صدقة (صحيح ابن حبان).

ژباړه: له أبوذر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ستا موسکا ستا د مسلمان ورور په حضور کې یوه صدقه او خیرات دی .

موسکا یوه نېکمرغي او خوشالي ده چي زیات اجرونه او د الله تعالی په نزد ثوابونه لري چې د مسلمان د نېکیو په ترازو کي لوېږي او پله  یې ورباندې درنېږي.

په عربي کې يوه مقوله ده وایې : (ابتسم تبتسم لك الدنيا)   موسکی شه چې نړۍ در ته موسکۍشي. او یو متل دی چې وایي  :خندا د ژوند مالگه ده.

«پروفسور امانویل» وایي: «خدای (ج) انسان ته پر ربړونو باندې د بري لپاره درې شیان ورکړي:

"خوب، امید او خندا".

د خندا په هکله په ټولو هېوادو کې ډول ‌ډول متلونه شته،  چې ځینې بېلگې يې دا دي:

خندا او مسکا انسان  ښکلۍ کوي.

تندی تریو کول د شیطانانو کار دی

  خندنۍ څېره تر  ډیره په ذهن کې پاته کیږي.

خندا د زمزموږلي یا مړاویتوب (افسردگي)  لپار ښه دارو دي.

خندا د دوښمن روحیه مړاوي  او نا ارامه کوي

خندادخوار ښه وسله هم ده.

له هری ژړا وروسته خندا شته (ایراني).

خندا سالمه وینه جوړوي.( ایتالیوي).

ژوره مسکا ترتورې تیزه ده( اسپانیوي).

نړۍ لکه هېنداره ده که هغه ته وخاندې هغه تا ته خاندي (انگریزي )

 خندا د غوسې په  برابر کې لکه کنگل پر اور دی( یوناني).

مسکی انسا ن تر ټولو بریالی دی( جاپانی).

خندا د بې درمانه درد، درمل دی.( پښتو).

ښه خلک هغه دي چې خاندي او  کولای شي نور و خندوي (فرانسوي).

رحمان بابا د خندا په هکله وایي:

ما په صبر تا په جور او جفا وکړه

ولې نشي د ژړا پــــــــه ځای خندا

خندا یو پېچلې  کړنلاره( ميکانېزم) لري، چې په طبیعي ډول د ډیرو ناروغیو درمل هم دي.

خندا په بېلابېلو حالاتو كې پارېږي چې زياتره يې په خندونكو خبرو او ټوكو او خندونكو  کړو اوتمثيل باندې یې تڼۍ (سويچ) وهل كېږي او د خندا ږغ پورته كېږي.

تر ټولو مهم سن ماشومتوب دی چې هر شی ورته  نوی دی  اوپر هر ساده شی خاندي، چې سن غټیږي سوچ هم توپیر کوي  خندا  لږیږي  یوازې په پیچلو شیانو خندا کیږي.

اشرف خان هجری  څه ښه وايي:

د کڼـــو په څېر د بل په خنــــــدا خــــــــاندي

یا غورځــــا کا د پردیـــــو په ډولـــــــــــونه

د خندا ډېروالۍ او لږوالۍ د خندا د  توکو  او د  پېښو (تمثيل) په خوند او رنگ پورې اړه لري.

د انسان خندا خوښه ده همدا لامل دی چې ټوکې ، طنزونه  او کومیدياني  اوري، ویني او پر خاندي.

اشرف خان هجری وایي:

په موسکۍ کښي دي د زړونو ژوندون پټ دی

پــــــــــــــــــــه خندادي خولگۍ سپڼه ضرر نشته

خندا لکه ارږمۍ نور  خلک نیسي او سرایت کوي دا ځکه د نورود خندا په سبب داخلي انرژي راپورته کیږي او لکه سیوری خندا تعقیبوي . خندا او فکر کول  دواړه په یو وخت کې امکان نه لري په خندا سره فکر دریږي نو خندا د ذهني ناارامیو نه  د خلاصون لاره ده.

د  وسا(اسایش )تیوري په اساس انسان خندا ته اړتیا لري چې له ورځني کړکیچینو  څخه  ځان وساتي..

دا چې په کوم هیواد  او  کوم کلتور کې ژوند کوئ شاید د نور و هیوادو ټوکې  تاسو ته خند ونکي نه  وي چې دا د کلتورو توپیر ښیي.

دا چې څوک وایي ټوکې یا طنز خندا نه لرله دا کیدای شي درې دلیله  ولري:

 یو د هغه سړی منفي ننگیرنه ؛ بل پر هغه نه پوهیدل دي  او درېیم شاید هغه پېښه ورته تکرار ي وي.

اوس دا جوته شوې ده ، چې شوخ طبعي او لطافت مغز په مثبت ډول فعالوي نو خندا د سلامتي لپاره اړینه ده خندا نه یوازې د خوشالۍ لامل گرځي بلکې د انسانانو تر منځ مینه ، دوستي او مینې اړیکې ډیروي.

په ډله ایزه  ډول خلک ډیر خاندي خندا په یوه ډله کې ( ۳۰) ځلي نسبت یوازیتوب  ته ډیره  کیږي.

غنی خان وایي:

څنگه ستومانه زه په خندا شم
خوب دى د بل او تعبير د بل دى
چې په خوله كې خندا نه وي
لكه ډك د خاورو جام

 

خندنۍ ټوکې  لومړی  د مغزپه کیڼې خوا کې څېړل کیږي  بیا  د مغز مخکنۍ خوا  فعاله کیږي او بیا  د مغز ښي خوا د دې توکو سکالو څېړي که د خندا وړ وي نو د مغز شا د خولې او لاسونو د خوځیدو  امر ورکوي.

هیپوتالاموس د مغز هغه برخه ده چې د خندا د ږغونو  د ایستلولامل گرځي. ملنگ جان څه ښه وایي:

په خوله خو زه درته خندا كومه

په زړه كې تا پسې ژړا كومــــــه

 

الله تعالی انسان ته د خندا او موسکا نعمت ورپېرزو کړی چې ناروغو ته روغتیا ډالۍ کوي ؛ د وېر ځپلو انسانانو زړونه خوشاله وي ؛ د ویر کونکو اوښکې وچوي؛  ددنیوي غمونو مخه نیسي او د ژوندانه تروږمۍ د هغه د غاښونو په برېښ  روښانه وي  . او د ژوندانه په هر پړاو کې نه یوازې هغه ته بلکه نورو انسانانوته هم رڼا ورکوي.

پیرمحمد کاروان دخندا په هکله  وایي:

زه درگورمه خو ستا په ټنډه گونځې

پــه خندا وايه چې نه ښکارې جانانه

چې  کومه خندنۍ ټوکه ویل کیږي نو مغز په وړاند وینې پیل کوي که يې پایله بل شی شوه  چې هغه گڼلې وه  نو  دا  پایله   دخندا لامل گرځي  یاکله  کله د چا ساده گي ،تیروتنې او ناداني   هم د خندا لامل گرځي.

د پوهانو په اند خندا او خوشالي د بدن د خوندیتوب واک ډیروي د روغتیا  او ځواني لامل گرځي.

 موږ پر هغه شیانو خندا کوو چې د عقل  او ورځني ژوندد پېښوله نظره امکان نه لري هغه توکي خندا لري چې له تمې (انتظاره)  وتلې پایله ولري.

خنداد انسان  له ذهنه منفي سوچونه، وېرې، غوسې، بخیلې او خودخواهي باسي، نوروته فداکاري، درناوی  کول ورزده کوي .مینه کول په وجود کې ژوندی کوي.

سايل صاحب وایي:

چې پــــــــــه خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نشي

چرې دې هم ستا د ښايست غوټۍ گلونه نشـي

 

*   نارینه دنارینه هورمون « تستوسترون هورمون» په لرلو تر ښځو ډیر شوخ طبع دي او ډیر خندونکي کارونه کوي او  د خندنۍ توکو په ویلو کې تکړه دي.

ولې خندا د هر بې درمانه درد درملنه ده؟

خندا یو طبیعي انتي بیوتیک دی، چې د انسانانوډیر دردونه ښه کوي؛ سا کښل توند ه وي ؛د وینو تگ  تونده وي؛ د سر   او مخ دپنځلسو ماهیچو ( غړو،عضلو) دخوځیدو لامل گرځي  ؛ د وینو فشار لږ وي  او عمر ډیروي.

 دایمونوگلوبولین د هارمون څڅېدنگ ( ترشح)  د خندا سره نیغې اړیکې لري چې هغه د بکتریا او میکروبو په له منځه وړولو کې مرسته کوي او د ناورغیو  د مخنیوی لامل گرځي او هم د«سایتاکیناز»  هورمون چې د خوشالۍ هورمون هم نومیږي یو کیمیاوي ماده  ده چې د  «آندروفین» په نامه یوه ماده  پنځو ي چې په  انسانانو کې پرځان وېسا ،خوند او خوشالۍ لامل گرځي او دردونه کموي په حقیقت کې اندروفین ، مرفین  ته ورته ماده  ده   چې د سپورت او خندا په وسیله په وینه کې  زیاتیږي.

یو انگریز پوه وایي:« یو دقیقه له زړه له کومې خندیدل د( ۴۵)   دقیقو ورزش سره یو شی دی».

 او یو بل پوه وایي:« خندا د زړه د ناروغیو د لږیدو لامل گرځي او دخندا په وسیله هغه بدلونونه چې په تنفسي لارو کې پیدا کیږي د پزې لخوا د ډیرې هواد ننوتلو لامل گرځي چې دا بیا د مغزو د سړیدو لامل گرځي چې د مغزو سوړېدل بیا د خوشالۍ لامل گرځي».

محمد نعیم اخلاص دلته معشوق له خندا منع کوی او داسې وایي:

گوره ته د ناز به خندا نه كوي
خوا كي د غمازبه خندا نه
كوي
دا به دي گذار د گړنگو كړي
ته په خوږ اواز به خندا نه كوي

 

 دیو بل پوه په یوه  مقاله کې لیکلی: څوک که په ورځي کې( ۳۰) دقیقې وخاندي د زړه  ددویمې  حملې  شتون یې ځنډیږي او هم د وینوفشار لږوي هغه وایي زموږ  ورځنۍ رواني تشویشونه سره راټولیږي  او  دا بیا دډیرو ناروغیو او   درواني ستونزو لامل گرځي چې خوندییني سیستم ته زیان رسوي او د عفوني ناروغیو لامل گرځي نو  ویلای شو خندا د رواني خج( فشار) په منځه  وړولوکې یوه  اغیزمنه  وسله ده.

«باک» د کالیفرینا ایالت د لومالیندا د پوهنتون څیړونکی وایي: «په کټ کټ خندا سره د وینو خج  دهورمون د لږوالي لامل گرځي او د بدن خوندیتوب ډیروي ان ارامه خندا لا سلامتي ته گټه لري».

خندا د زړه د ماهیچو ( میوکاردیوم )د خوځیدو لامل گرځي، چې هغه بیا د ولاړو وریدي وینو د خوځیدو لامل گرځي چې هغه   د« ترومبوز» د جوړیدو خطر لږ وي.

څېړونكي په دې اند دي، چې خندا په حقيقت كې د زړه  دنارغیولپاره ډېره گټوره درملنه كېداى شي. څېړونکی وايي  هغه خلك چې لږ او يا هېڅ نه خاندي، د زړه په  ناروغيو اخته کیږي.

د امريكا د بالتېمور د ښار د ماريلنډ پوهنتون د وقايوي كارډيالوژۍ د مركز مدير« ډاكټر ميکايل ميلر» يو كنفرانس ته وويل : «خندا د زړه د ناروغيو د مخنيوي لپاره يوه ډېره گټوره لاره ده».
 ميلر او د هغه ملگرو د زړه د ناروغيو د کار پوهانو يوې ډلي ته داسي وويل: "موږ باور لرو چې د خندا چارونج (عمليه) د انسان په وجود كې يو ډول كيمياوي مواد پنځوی، چې د وينو رگونو ته ارامتیا او روغتیا ورپه برخه كوي.

 خندا نه يوازې دا چې د خوښۍ، بلكي د زړه د غښتلتيا لامل هم كېږي.

 دډاكټر ميلر په دې اند ښايي يوه ورځ له خندا څخه د زړه د ناروغۍ په درملنه كې د يوې گټوري وسيلې په توگه كار واخيستل شي.

غنی خان  وایي  په غمونو کې خندا  هېره نکړئ:

غـــــمونو کې خندا کړه په

په خندا کې غم هېر نکړې

 

خنداوي ډیر مهال د غاښونو ناروغي، چې د زړه د ناروغيو ستر لامل گڼل كېږي، كمزوري كوي، خو چپه ډول پاریدني (هيجانات)، غوسې او ذهني گډوډۍ دا انسان   په په وجود كې  داسې كيمياوي مواد توليدوي  چې په حجرو او شيريانونو كې د ويني د بندېدو لامل کرځي. نوپه يوه ټاكلي زماني واټن كې خندا او ساتیرۍ د زړه د ناروغۍ د درملنې او وقايې په لار كې ستر رول لوبوي.

نو خندا د اعصابو پارند او خرابي له منځه وړي سوچ او خندا یو وخت کار نه کوي  په خندا سره  پام بلې خوا ته کیږي او درد کمیږي  نو ويل کيږي چې خندا د روغتيا له پاره گټوره ده  د خندا یو بله  ښه اغیزه په تیز اندی او د یادښت  په ښه  کولو کې ده .جالبه  لا دا ده چې سل واری خندیدل لکه( ۱۵) دقیقې  باسیکل چلول گټه لري نو ویلای شو خندا یو ورزش(سپورت) دی.

  د فرانسې يو نامتو طبي پوه ويلي دي :« خندا د انسانانو کولمې، ځيگر او دماغ پياوړي کوي او خروښ او بې خوبي له منځه وړي.

 د طبي پوهانو په نظر سهار وختي د وېښيدو نه وروسته لومړي پر کټ باندې له پنځو دقيقو نه تر لسو دقيقو پوري لږ څه دمه وکړئ او په دي ترڅ کې ژوره سا وباسئ   ورو ورولاسونه او پښې وخوځوئ او هره ورځ مخکې  له دې نه چې له کټ نه پاڅيږئ درې – څلور دقیقې وخاندئ، لومړی څو ورځي شاید ستاسو خندا رښتنې نه او مصنوعي وي خو کرار کرار په اصلي خندا اوړي دا کار  به ستاسو ټوله ورځ ښکلې کړي.

په کړس  کړس خندیدلو سره  سږي ډیر اکسجن اخلي د زړه درزا توندیږی او دوینو بهیر  ښه کیږي.

په خندا سره د رگونو پوست سره را ټولیږي او یو ه کچه  کیمیاوي توکي چې گټور دي خوشي کیږي، چې دا توکي دټپونو د رغیدو لامل  گرځي .

خندا پر اروااو سا ښه اغېزه لري ویره او استرس لږوي .

څیړونکی وایي: خندا د کالوري د سوځلو لامل گرځي هر څومره چې وخاندئ هغومره ډیره کالوري سوځئ چې دا د وزن د لږیدو لامل گرځي.

خندا د خوندیوالی غونډال( سیستم) قوی کوی د ریزیش، آسم، برونشیت ،  عصبي سر دردي ، میگرن ،  ارتروز دردو او دملا  د درد په مقابل کې ټنگښت زیاتوي.

درماني خندا:خندا داسي جادویې اغېزې لري چې نظرونه د ځان لوري ته راکاږي ، زړونه وړي او عقلونه گونډه کوي .

په نړۍ کې اوس داسې ځایونه  جوړ شوی چې هلته غمجن او خپه خلک خندا ته هڅول کيږي. د دې ځایونو کارکوونکي وايي : کله چې موږ د ځان وژنکو ناروغو په خندولو پيل وکړ لومړی دا کارراته ډير خندنی برېښيده او ډېر ډاډه نه وو. خو وروسته په پوه شو چې په خندولو سره د ډېرو خلکو ژوند ژغوړل  کیږي..

غنی خان وايي:

ای دحسن اونور دریابه! ما له یو ټکې دنـــــــــــــور را

سترگې ډکې دخندا را شونډې ډکې دســــــــــــرور را

اشرف خان هجري وايي:

هـــجری ته باڼه وچ مه لره چی خوږ یې

ستا په روغ وگړی څه دی که خندا کا

 

په هندوستان کې خلک د ژوند له ربړونو نه د خلاصون لپاره خاندي او یو ځای يې د درماني خندا لپاره جوړ کړی دی.

 په جاپان کې له خندا  نه د اروا د آرامتیا لپاره استفاده کیږي او خلکو ته د خندا د گټو په هکله مالومات ورکول کیږي هغوی وایي:

په کار او ژوند کې ویره او اروايي خج انسانان مخدره توکو او نورو  ناوړو ساتیرویو ته کشوي په خندا سره  د انرژي هارمون خوشي کیږي او دانسان د ارامتیا لامل گرځي نو تل په شونډو خندا ولري.

اشرف خان هجری وایي:                                                                         

په خــــــــــــندا په نڅا راغلم

ما وې اوس به نو هوس کړم

 

د انسان په بدن کې له پټو  اوغلیو استعدادو نونه یوه درماني خندا ده. یو دنمارکي څېړونکی وایي:« په ښارونو کې  باید د خندا کولو ځایونه  لکه د سپورت او سگریت ځایونه  وجود ولري چې هر کارمن له ورځی لاقل لس – پنځلس دقیقي په کې وخاندي» .

هغوی وایي: دا یوازې لاره ده  چې خندا د کار ځای ته ورشي. په امریکا او لوېدیځو هیوادو کې د خندا پروگرامونه شته  چې په اوونۍ کې یو وار دایر ېږي او گټور دي.

په امریکا او لوېدیځو هیوادو کې د خندا پروگرامونه شته  چې په اوونۍ کې یو وار دایر ېږی دا گټور دي خو کافی نه دی ځکه انسان هره ورځ خندا ته اړتیا لري.

هغه کسان څومره بدمرغه دي چې په څېرو کې یې موسکا نه لیدل کېږي او نه خاندي که هغوی ته مالومه وای چې خندا څومره مثبتي گټې لري یوه شېبه به یې هم  په خندا بخیلي نه وای کړې.

رحمان بابا وایي:

د چـــــــــمن د سرو گلونو ته چه گورم

هر هر گل راته له و رایه په خندا دی