23 سپتمبر 2015
محمود نظری
اختر مبارکي
دوستانو مبارک مو لوی اختر سه
دو طن دښمنان مو لکه نار ډنګر سه
حساب سئ په حاجیانو او غازیانو کي
وطن مو پاک د شیطانانو ږیرور سه
له وطنه مو ورک ټول کنجر او بې حیا سه
پیدا مو د ولس چاودو زړو ته رفوګر سه
عبادتونه اطاعتونه مو خدای قبول کړه
دا پاته ژوند مو اوږد او خوندور سه
همداسې خپل حق غواړه لږ مټور سه
دا وطن ستا دی زړه ور او ژبه ور سه
ودي رېږدوله په یو ږغ ټول واکپرستان
دا د افغان یوالی مو درته بختور سه