14.12.2017
د سليم شاه رپوټ
د غلام محمد کامه وال د ورستیو شعری ټولګو ارزونکې غونډه
راقم د حروفو د دې رپوټ پريکړه کړې چې وليکي رپوټ خپل په جلا تون او آواز ، په وزن او الحان جلا له نورو رپوټونو د روزگار . نن هم لرو رپوټ د شعر د غونډي ، خو په سر کې به ژاړو غميزه د خپل وطن چې وې کړلي څه نادودوي څو ښامارانو، يارانو د پيسو او د جيبونو خپلو ، نو زړه به نه تنگوئ حوصله به مو کړۍ فيراخه(پراخه ) په حکمت د اولياو . او بيا به راشو رپوټ ته د غونډې د شعر .
۱
بيان دى په باب د پيښو د روزگار چې را غونډ شول څو سرونه چې وپرزوي واکداران او پخپله کښيني په گدۍ د واک او راونغاړي ثروت د مملکت خداداد افغانستان. چور کړې بيت المال چې حق دې پدري او ميراثي د دوې چې کړى يې دى جهاد له پاره د ځان، نه له پاره د انسان او د اسلام . نو راټول شول ياران دپړه ماران په ديار د کندهار . اکټونه يې وکړل په څير د ناميانو د کندهار او خوشاله يې کړ روح د ناميانو د کندهار چې ايښودلي به يې سکروټې په ورغو ي کې جزههار به يې کاوه او ختل به ترې دودان (لوگي ) .
نو رادبره شويو کولنگي او وې ويل چې اخطار دى واکمنانو د کابل لره ، چې راپريږدي زموږ کاروانيان په ساعتونو ۲۴ کې ، چې را ورسې زموږ د ډلې شرمښان ، زمريان ، د دوړو او دباو تازيان چې لگولى شي، خوله په غوږونو د ادميانو او پر مخلوق درب، چې پيدا کړي يې دي ځمکي اسمانونه او انسان يې گرځولي خليفه خپل ،خو دوې فرعونيان، قارونيان، چارې کا په تقليد د رب د عالميانو .
خو ساعتونه تیر شول څليرويشت، پاڼې د ونو ونه رپيدلي په امر د فراعنه وو د روزگار ۔ نو بيا ساعتونه ۴۸ شول او بيا همداسې زيات ، بل کلنگي هم چې سور يې د تنې لږ څه زيات دی هغه خلقي زاده صيب درته يادوم چې نارامه کړى به يې وى روح د خپل والد په گور کې . امر يې وکړ وغړمبيد ،چې بايد ونه گرځي ستن د ساعت او پر ځاى دې و دريږي په خپل کرامت. وروسته هغه بل بيا را پورته شو وې وېل: چې داسې نه وې نو بايد د لمر سترگه له مشرقه را ونه خيژي ، ودې ځليږي شمس يا افتاب له مغربه ، او کنه نو ودې درېږي په خپل مقام کې پاس په آسمان . خو ساعت اوگړۍ ونه دريدي او نه خو آسمان د دوى په خبرو سر ګرولو . نو هغه دې چې تاويږي زمان لکه منگوټې د ارهټ او پر مخ ځي په ښه شان .
کولنگي جله باتي چرگ بيا په ناوه را سور شو او بانگ يې و واهه که نه مني څوک دا اخطار د ښامار نو راچپه به کي دا دولت خداداد افغانستان . نو روايت کا چې بل کولنگي هم الوتکې ته وخوت چې وکړي پرواز او راکوز شي په ښار د احمد شاه او ميرويس خان. خو گوره کانې د روزگار او کرامات د اولياوو کرامو چې ودرېده الوتکه په هوا کې ،چمچا والا د سلمان رشدي هم شو حيران چې څه به کا پرتوگ د دې خبرې ، ښې ببرې په دې ان . کښيناسته الوتکه او راکوز شو چمچا والا په غور و فش کې چې ونه شو پرواز او دې کې شوى تقلب دى فراوان . نو بيا حيران شول عالمان د دې دهر او ديار چې و خو امپراتور چمچا والا ، نو وې وېل چې ديگ پوخ نه شو ووتل باد له ديگ بخار نه په چساري په هر ان .
خو راويان د کيسو د افسانو وايي چي هلته په کندهار کې راغونډ شول ښاماران ، تورپيکۍ جگه شوه په ستيج چې ورکا بيان غونډې ته په ښه شان . وې غورځاوه اوربل دانه دانه . خو وې کړې لاپې له امو تر اباسينه لړزيدله ځمکه هم اسمان . هغه چې غوښت يې يو موټې افغانستان ، او قانع دي په يو موټې د دې خاورې او د دې گلستان . نو مالومه شوه چې په لاس ورنه رغى کرک او هم دا موټى وطن په اسان . او ختمه شوه همدا غونډه د زورو ۔ شرمښانو ښکره ورو خولاپي بادېدلې په ټول ملک خداداد افغانستان .
۲
دويم بيان دى په باب د بيت المقدس کې چې کعبه وه د کفر او اسلام په سبا کې د انسان. اوس وټاکل شوه پلازمينه د حضرت عاليشان موشي دايان . ورغى حاجي ترومپ ټوپۍ پر سر قبر ته ودريد د موشي دايان . وې ويل : وې دې پلازمينه د يهودو دپخوا په شان ، سلامي وکړه ټول چلتار فيصلانو د جهان او نارې شوې له هرگوټ نه په جگ غږ لکه اواز وي له اسمان : چې ټيک ده پيره ټيک ده پيره .موږ يې منو په دواړو لاسو په ښه شان ،په قهر شول مجاهلين د افغانستان چې موږ وران کړي دى ديوال د برلين د المان . موږ يو چې وربه وړو هغه کانکريټ د برلين د ديوال چې چپه کړ موږ په مټو خپلو ، وربه وړو ډبري او کانکريټ د ديواله له پاره د اسلام او نجات غواړو د سپيڅلي اسلام . اوس نو سرې دى سترگې ددې مجاهد سر به کف ، ديار افغانستان. ليده به وشي چې څه کا دا زمري دکوهستان اوکه به کيسه شي د ٬٬وردگو دخداى نظر خان چې مه کوه چې څه کا،، ؟
همدا شان روايت دى د خولي د گواهانو چې پتييلې ده هغو چې پرون وو سواره په واک او اقتدار اونن ورځ پلې دي روان ، په لاره نامالومه چې جوړ به کا يو قاموس ، د المنجد . او تعريف به کړې له سره دا گړنې په ښه شان و المعنى و الدقيق :
فاسد :هغه څوک دى چې نيسى گوته موږ لره . او نه شريکوي اقتدار له موږ سره .
او د غاصب کليمه هغو لره بويه چې نه يې ده غصب کړي يوه ټوټه ځمکه په دې زمان او روزگار نو ايمان به څنگه تېر کا په ورځ د عرصات . او د ملحد اوکفر او غاصب او فاسد کليمات ټولې هغو لره په برخه چې خطاب کوي موږ مفلسين د ايمان او نه پيژنو وطن خپل ، او هغوۍ چې کا حساب له موږ سره ۔ نو بايد پوه شي چې موږ يو پرښتې د روزگار ، حلال دي که حرام ، روا دې موږ لره ، چې کړى مو دى جهاد له پاره د اسلام . نه مو کړى دى له پاره د وطن او د انسان . او دا بايد زيات شي په قاموس د المنجد و الاشرار کې چې جوړ به يې کړې اگايان سياسي د مملکت خداد چى ارزانه دي په اوسنې ماکيت کى او دوکان يې داى پرانيستى د دروغو د هزيان.
همدارنگه وويل يو جناب الصادق و الخادم د کلونو د وطن چې پروژه د ٬٬عينو،، ده منشا د فساد اوکه څوک وکا خبره په دې باب، موږ به کيږدو يو ټکې پر سر د ٬٬ع،، يا په تورې د اول د کليمي . او بيا دى خلاص وي لاس د هر هر چا ان تر څنډې د اسمان .
۳
وروسته بيا پيل شوه غونډه د شعرونو، گلورينو د ويلو او نمانځلو د شاعر چې دى د غزل او کله ناکله وايي ازاد شعر په ښه شان، رندانه . دا شا عردی د کامې کامه وال غلام محمد . چې چاپ کړى يې دى سرابونه ،غزلزار... او نن ده دستوره د نمانځلو د اثارو د ده چې خداى پاک او مياعلي صيب چې نيکه دى د مومندو جرگه مارو . وادې چوي برکت په شعرونو دشاعر کې چې وليکي غزلې ۔ ښي رنگيني همداسې ماجبيني .شعرونه ښه ازاد له انځور سره د خيال چې دى منظور لوستونکو ته په کمال .
چالانه شوله غونډه ښه په منډه له خوانه د شيخ اعظم د غونډې د عبدالوکيل سوله مل چې تخلص يې دى اپوټه، خو غواړې جنگ ښه په شرنگ په ارزانه نرخ د ورځي د بازار .
پتييلي شوې وه چې وکړي گډون په غونډه د نمانځنې کې پوهاند زيار ، خو له بده مرغه د واورې او اورښت له امله يې ونه شو په غونډه کې گډون وال . د غونډې په سر کې غوښتنه وشوه ، له ښاغلي او درانه شاعر او ليکواله له دستگير نايله ۔ چې هم شاعر دى هم ليکوال ، وې لوست خپله يوه ليکنه ښه په مزه او خوند ، په باره کې د شعرونو د کامه وال ، ليکنه وه ډېره په زړه پورې چې ولوستل شوه هم په مينه گلورينه . وستايل شوه په مينه . له خوانه د ټولو کسانو حاضرو، ماهرو . هغه کړې وه ليکنه په رباب کوم چې کوي خبرې . وې وېل ، په دې ټولگه کې ځاى شوې څو غزلي په مزه دي او په خوند ، په لوستلو کې لوستونکي کړې حيران. چې ځاى شوي دي صور اوهم خيال په ښه خوند او په ښه رنگ .
او بيا پف کړه يوه ليکنه يوه ليکوال چې نوم يې دى اکبر صيب کرگر . چې وې ويشتل غرونه په غرونو ،سيندونه په سيندونو دکونړ ،په ليکنه کې يې وښودلي لارې د نقدونو او نسيه وو د شعرونو او مهرونو.
له کرگره وروسته وار و د ټکورافضل خان ، چې لوستونکي ورته غوږ وو په ډير شوق شور، دا هنگام . ټکور وکړله کيسه د ملگرتوب: وې ويل چې کامه وال مې د ى ملگرې ان له وخته دماشومتوب . د هغه د شخصيت يې کړه ستاينه ډيره ډيره ښه ورتېره . اوريدونکو ته جالبه وه هر گوره .
بيا حضرت لغماني غلام حضرت اعظمی وکړې خبرې په مزه د کتاب نه يې يوه شعر کړ زمزمه . هغه وکړه په دې چل باندې دوعا ، د دوعا شعر يې ولوست په خپل تون لغماني او په نوا .
په همدې شيبه د سيال شينواري وار شو . چې په منډه، او يو ځغلند شان نظر يې اراېه کړ ، په جالب انداز په څنډه . هغه تیري خاطرې کړلي بيان ۔ په هر چا به لگيدلې په ښه شان .
په همدې کې يگانه غلام حيدر چې داخل په دروازه شو . او سم دواره يې وار واخيست په ستاينه . هغه ډېر څه وويلي په انداز چې پوهان دې د عرفان او د روان د يو انسان ، په کرار انداز يې ورکړه بيانونه هم يې و ويل شعرونه ښه بيتونه .
په همدې ترڅ کې چې وار شو د محک عبيدالله .، هغه هم په ښه انداز باندې گويا شو ، د غلام کامه وال شعريې وستايلو ، او د داستان او د کيسو صفت يې کړلو. په همدې کې يې يوې کيسې ته وکړه اشاره ، چې د سيال له خوا ولوستي شوه په مزه ، دا کيسه چې نوميدلله کڅوړه ۔ مدنيت کې نن رواج ده دا کڅوړه . خو کڅوړه چې دوه لارې لري خپلې، د هر چا له پاره ډيره وه پر سوزه . په محک پسې راپورته شو تکل . هغه هم کړى تکل و د خبرو ښو ببرو . په خبرو کې يې وارزول شعرونه او مهرونه د ښاغلي کا مه وال.
بيا سليم حيات د بحث گير بدل کړ. په شعرونو بيا راستون شو هم مهاله ، د رقيب د کليمي يې توصيف وکړ. چي د بحث سره سازگاره دومره نه وو، خو تشريح يې مزه داره با کماله. د ډوډى ترنگاري واوريد شوه بې واره. بيا ډوډې باندې شول بوخت ياران په غونډه او د شعرونو ټغر ټول شولو په مڼډه . بیا څو لنډې مرغلرې او خبری په اخر کې سید سرور کړې ګټورې. په ډیر خوند او درنګ او دې سره مجلس شو ختم په یو ډنګ .
د ماښام په اوو بجوکې بحث شو تمام ځکه ژر کورونو ته د تللو شو د ټولو ژر ورپام .
لندن ـ نومبر ۲۰۱۷