عبدالوکیل  سوله مل

هغه ټپي چې د مرګ هرکلی کوي

ډزشو ، ګولۍ د جلات خان د سپغزو منځ کې ولګیده او د سترګو په رپ کې نیغه ووته . د ګولۍ په ننوتو جلات لویه کړیکه وکړه .سرو وینو ترې دارې وکړې .ځای پر ځای راولوید. ددې حال او پیښې په لیدلوېې د ملګروېې واروپار خطا وتل .په سترګو ېې توره شپه او تیاره راغله .که څه هم اندیښنوواخیستل ، بیرې ونیول او په درنګ شیبه کې ېې رنګونه زیړ راواوښتل . خودغم او ویر په څپو کې ېې په بیړه له نږدې روغتون سره اړیکه ونیوه . د روغتون دبیړنیو مرستو ګاډی په لږه شیبه کې راورسید او جلات خان ېې ګاډی ته ورپورته کړ.

له جلات خان سرې وینې لا هم بهیدې خو هغه نه دسخت درد او نه دمرګ اندیښنه کوله. ټوله اندیښنه ېې د لګیدلې ځای ټپ ته وه ځکه خو ګاډی لا نیما یی لار نه وه وهلې چې جلات خان له سخت درد سره سره له ځا یه راپورته او د لګیدلي ټپ د  لیدلو په هڅه کې شو. له را جګیدو سره سمدلاسه د ګاډی روغتیا پال او ملګرو بیرته څملاوه. له خولې په ورو راووتل:

ـ زه جوړ یم !؟

ملګرو هریوه په وار ډاډ ورکړ:

ـ جوړ ېې ، دومره نه یی لګیدلی . خدای مهربان دئ .

جلات خان لکه ددوی خبرې چې هیڅ نه وی اوریدلي  د بیا راپا څیدو هڅه وکړه خو ملګروېې له را پا څید واړاوه. بیرته ېې څملاوه.

جلات خان چیرته صبریده او قا نع کیده . نهیلی و، زړه ته ېې ولیدلې وه چې ټپ ېې ژور او ښایی د پښو په منځ کې ټول غړی ېې پرې او له منځه تللی وي. بیا یی بې واکه له خولې ووتل:

ـ که ما نه پریږدئ پخپله ېې وګورئ .

ملګرو ېې  حیران ،حیران یوه بل ته وکتل.یوه پوښتنه وکړه:

ـڅه شی ؟!

جلات د پښو منځ ته اشاره وکړه ، غوښتل ېې د هغه غړی نوم واخلی خوو شرمید اودهغه له نامه اخیستو ېې ډډه وکړه.

د روغتیا پال تندی تریو شو خو ملګری ېې خندا ونیول ، یوه په ټوکه وویل:

ـ په تشو لیدلو کله معلومیږي او لاس وروړلو ته مو ته کله پریږدې !

په دې خبره ېې ملګرو نور هم خندا ته زور ورکړ او ټولود روغتیا پال په ګډون په کټ کټ وخندل ، خو دوی هریوه د زړه له زوره خندل او خندا ېې پر ده کومې ملنډې نه وې . دا هر څه ېې دده د تیر ایستلو او ډاډ لپاره کول.

جلات خان بیا سراپورته کړ او بیا هم هماغه څیر دستی څملول شو. له اندیښنو یی درد او مرګ دواړه هیروو .په هیڅ یی شي چرت نه واهه ، هما غسې ېې یوازینۍ اندیښنه د لګیدلی غړی د ټپ څرنګوالی او ژوروالی ته وه  ، دزړه په زور یی بیا وویل:

ـ تا سو خاندئ خو زه ټوکې نه کوم  ،که هغه ختم وي زه هم ځان ختموم .

ملګرو ته ېې بیا خندا ورغله يوه وویل :

ـ ولې ؟ د خلکو بسته نیمه تنه پرې کیږی ځان نه ختموی او ته په یوه بلا مړی شي ځان وژنې !

جلات خان دزړه په زور ورغبرګه کړه :

ـ خو زما یوه میا شت وروسته واده دی او ښځه مې هم په مآینتا به کړې ده .

په دې سره په ګاډې کې چوپتیا خپره شوه. نور نو د هیچا خوله خندا ته نه جوړیده او ټول ژورې خواشینۍ او اندیښنو واخیستل . د هیچا له خولې سوڼ ونه وت . جلات خان بیا پخپله غوښتنه ټینګ ودرید:

ـ ما ټولو ته خون دربخښلی دی که هغه شی له کاره ولیدلی او له منځه تللی وي ما ووژنئ .

ټول داسې غلی وو لکه د د چا د جنازې کټ ته چې ولاړ وي له چاخبره نه راوته . خور ا دردمن او بې ځوابه وو. د هریو له خولې ساړه اوسیلې راووتل . یوه بل ته د ژړا له ویرې نه ورکتل .خو ګاډی په دم ګړۍ کې روغتون ته راورسید . جلات خان ېې په بیړه د بیړنیو عملیاتو خونې ته وردننه کړ.

بې هوښه شو او ژر ېې د عملیاتو او د ټپ دګنډلو چارې پیل شوې . له عملیاتو او د ټپ له ګنډلو وروسته ېې د بستریدو خونې ته راوړ او پرچپرکټ ېې په ورو څملاوه . پوره شپه او ورځ بې هوښه و . همدا چې پر هوښ راغئ او سترګې ېې وغړولې وار له مخه ېې د پښو منځ ته سراپورته کړ . وېې لیدل چې په ټپ ېې لویه پټۍ لګیدلې ده او ده نشو کولی د هغه ځای او ټپ د حال جا ج واخلي چې دی ورته اندیښمن او زوریده. له ځا نه سره ېې ورواو په نهیلۍ وویل:

ـ خدای دې خیر راپیښ کړي .

لاس ېې په ورو د پښو منځته وروړ . خو په لږتما س ېې ژور سوی حس کړ، بیرته ېې لاس په منډه راوویست . امید ېې پیدا شو .  په زړه کې ورتیره شوه .

ـ شی خو جوړ دئ خو چې هګۍ به څنګه وي ؟

غو ښتل یی بیا ټپ ته لاس وروړي چې معالج داکتر ېې يو ځای له یوې ځوانې نرسې سره راننوت. سرته ېې ودریدل.

د نرسې په لیدلو ېې دستی خپله ښځه په زړه راووریده . دکوژدنې تصویراو د نرسې حظور پرې د شهوت اورونه بل کړل .د

نرسې پر لور ېې غلچکې وروکتل خو د سترګو په رپ کې ېې سترګې ټیټې کړې . داکتر ېې په سر لاس کیښود.

 

ـ څنګه ېې ځوانه؟

په شرمیدلی بڼه ېې په ورو ځواب ورکړ:

ـ ښه یم

خبره ېې ونیوه . وشرمید خو خپله اندیښنه ېې پټه نه کړه:

ـ خو سودا مې ده .

ډاکټر حیران شو :

ـ د څه شي سودا اخیستی ؟ هغه دی جوړ او هر څه په خیر سرته رسیدلی دي .

داکتر نرسې ته مخ واړاوه خو خبره یی ده ته وکړه .

ـ د خلکو پوره تنې پرې شوي چرت نه خرابوی .

خندا ورغله

ـ او ستا په یوه هګۍ چرت خراب دئ ؟

نرسه وشرمیده .سر ېې ټيټ ونیو . د جلات خان غونی زیږشو لکه څوک ېې چې په نرۍ ستنه چو خ کړي . نیغ راپا څید .

لکه خوب چې وویني نا ببره ېې له خولې راووتل:

ـ هګۍ!

داکتر وخندل :

ـ هو هګۍ ...یوه پرې شوې .

جلات خان لکه په منځ چې اره شي،زړه ېې خویه ولوید. بې واکه ېې تندي ته ټس ورکړ :

ـ پرې شوه .

نرسه له شرمه ووته . ډاکترجدي څیره ونیوه:

ـ شکر وبا سه چې دواړه او یا دې دا بل میر غظب نه دی پرې شوي . یوه هګۍ څه شی دئ.

جلات خان ټکان وخوړ، زړه ېې نور هم وښوید او لکه په ملا ېې چې لوی تندر راولویږي ژر بیرته وغزید:

ډاکټر له خونې ووت . جلات خان ته سودا ورولویده . ګڼې پوښتنې ېې په زړه کې راوټوکیدې :

ـ با ید پوښتنه مې ترې کړې وای :

ـ په یوه هګۍ خوبه سړی له مردۍ نه لویږي؟

خو بیرته به فکر ورغئ :

ـ چې ټپ ېې راخلاص او جوړ شوم بیا به ېې پخپله راته ووايي.

خو بیرته به یی تلوسه شوه:

ـ کا شکې اوس راته ووایی ،که داسې عیبي شم چې له مردۍ ولیږم بیا تر جوړیدو د مخه ولې ځان نه وژنم !؟

یوه میا شت وروسته ېې واده و.ګڼو فکرونو په مخه کړ.بلا ډیرې پوښتنې ېې په سر کې راوټوکیدې :

ـښه نو زما خو یو میا شت وروسته واده دی ! پلار او مور ته به په کومه خوله وایم چې زه له مردۍ ولیدلی یم ؟

زړه ېې را ډک شو . ژړا ورغله ، په سترګو کې ېې اوښکې ډنډ شوې خو ددې لپاره چې د کوټې نور ناروغان ېې ونه ویني په ځان ېې تلتک راخپور کړ:

ـ محبوبې ته به څه وایم ؟ د هغې خو به دستی له خفګانه زړه وچوي!

ستونی ېې نور هم ژړاونیو خو په ځان ېې زور راوړ چې غږ ېې له ستونی راونه وځي:

ـ نه زه هغه په دې حال نشم لیدلی . موږدواړو خو ډیر خوبونه لیدلی وو ، د ګلالیو بچیانو او پلار او مورمې د لمسیانو ،

سرېې د تلتک لاندې په سوک وواهه:

ـ نه زه محبوبه په دې حال نشم لیدلی ، زه هغې ته نشم ویلی چې اوس زما اوستا فرق نه کیږی . زه ځان وژنم که ما ته ووایی چې له کوروالی ولیدلی یم.

تر هغې ورځې چې دجلات خان ټپ پوره جوړیده او دی ېې له روغتونه رخصتوه دا اندیښنې ېې ورځ او شپه ملګرې وې. ددې ډاډ او ځواب لپاره ېې هره ورځ خپل معالج ډاکټر ته ورځې او شپې شمیرلې خو هغه ډاکټر بیا تر ډیرو ورځو رانغئ او دده او نورو ټپیانو پالنه د نورو روغتیا پالو په غاړه وه. په ورستۍ ورځ چې نور ېې ټپ پوره جوړ او پټۍ ېې ترې لیرې کوله معالج ډاکټر او هما غه ښا یسته نرسه ېې بیا لیدو ته راغلل.  د نرسې په لیدو د جلات خان د شهوت رګونه بیا وتخڼیدل ، خو دا ځل ېې د خپلې سودا تر لیرې کیدو نرسې ته هیڅ پام وروانړاوه . نرسې چې دډاکتر له څار لاندې څنګه پټۍ لیره کړه داکټر پرته له دې چې جلات خان څه ترې وپوښتي وویل:

ـ دادئ په خیر هر څه دی نور جوړ دي .

په جلات که څه هم د شرم خولې راما تې وې او له نرسې هم شرمیده خو د زړه له پا سه ېې په خندا خپله خبره وکړه:

ـ یعنې په یوه هګۍ هم کار کیږي؟

نرسه بیا له شرمه سره راواوښته . سر ېې بې واکه ځوړند شو. ژر له خونې بیا ووته . ډاکټر وخندل :

ـ په یوه ستر ګه چې سړی نه ړندیږي او ټوله دنیا ګوري داسې په یوه هګۍ هم څوک له مردۍ نه لویږي د خدای ساده .

جلات خان لکه په بدن کې چې نوې ساه پوه شي . له خوشحالۍ ېې غومبري سره راواوښتل. سترګې ېې وبریښیدې ،خوبیا یی هم زړه ته نه لویدل :

نو ډاکتر صاحب زه به نو څنګه پوه شم چې له مردۍ نه یم ولیدلی؟

داکتر بیا وخندل . لاس ېې دهلیز ته ونیو:

ـ ځه تشناب ته شه !

د جلات خان سترګې له حیرانتیا ټیغې راووتې :

ـ تشناب ته ! د څه لپاره ؟

دداکټر له خولې بې واکه ووتل :

ـ د موټي لپاره

بیا ېې په ټوکه وویل :

ـ خو دا تشناب مه بیلماځه کوه . سبا چې خپل کور ته لاړې هلته پخپل کور کې ځان وآزما یه .

له دې سره ټول ناروغان خندا ونیول او ډاکټر هم په خندا له خونې ووت.

ډاکټر چې څنګه لاړجلات خان هم وغزید او په همدې اندیښنو کې لږه شیبه وروسته په رڼا ورځ خوب یوړ. په خوب کې هما غه ښکلې نرسه ورسره مخا مخ شوه . نا ببره خوله په خوله شول .ژرلکه څوک ېې چې لاس په لاس ونیسي او رسوا شي له خوبه راکښینا ست . ټوپ ېې کړ . لکه وچې بیریږي .په ورو ېې د پښو منځته لاس ورننویست . پرتوګ ېې لوند خیشت او لړلی وو.

د خوشحالۍ احساس ېې په وجود غزونې وکړې . زړه ېې له خوښۍ داسې ټوپونه واچول لکه  له لوی شراو شرمه ېې چې آمان موندلی وي.

سوتهال ـلندن

د شپې دولس بجې او پینځلس دقیقې

د ۲۰۱۷میلادي کال د جنورۍ ۱۱نیټه