رسیدن: 01.07.2011 ؛ نشر : 02.07.2011
اسدالله زمری
د شاغلي کاوون توفاني د «غلی نغمي» د شعر تر اغیزې لاندې
کډ هد زړه ټوټې را ټو لوم د اشنا کلي نه ځم
د هیلو مړي ښخووم د ا شنا کلي نه ځم
لکه بهار مې وه کوپړۍ له رنګینیو ډکه
اوس مات کچکول په غاړه وړم د اشنا کلي نه ځم
د جفا داغ نه د سپیڅلۍ مینې سپینه لمن
په تړ مو اوښکو پاکووم د ا شنا کلي نه ځم
ګودر ئې وچ، باغچې سپیرې او کوڅې شاړی راته
ځکه مې کډه باروم ، د اشنا کلي نه ځم
دا مات قامت مې درووم د نا مرادۍ په پوله
د عبرت څلی جوړوم ، داشنا کلي نه ځم
دغه کعبه کې مې جا نان لیده د عرش په کرسۍ
د ر و غجنې سترګې ړندووم د اشنا کلي نه ځم
د لیونو په قدر څه پوهیږی ؟ پوه- هوښیاران
د عشق دوکان مې بندوم د ا شنا کلي نه ځم
خپلې اسرې او ولولې او د ژوندون شورونه
ټول په ا و بو لا هو کوم د اشنا کلي نه ځم