رسیدن: 23.10.2011 ؛ نشر : 24.10.2011
حنیف بکتاش
د هیلو باغ کې
شېبې د خدای لاسوکې
یوه څرخه ده
چې مانجه یې تمامیږي نه
مینه د هیلو باغ کې
یوه زرینه ،
یوه ښکلې
خو یاغي مرغۍ ده
کله د زړه پر څانګه کښیني
ترانې وایي
او کله وترهېږي
چې والوتله
نور نو د باغ لوري ته نه راګوري.
ښکلا
یوه مساپره وږمه
یوه د رازونو غوټۍ
لا لګېدلې ټوکېدلې نه وي
چې بیا یې
پیټی د مزله تړلی
او ،
زموږ له سترګونه سفر پیلوي.
ته راشه زما د کوټې
له دریڅې وګوره
زموږ د بهار غمیزه
دا زموږ د باغ له تنه
وږمه لا تېره نده
او د لمر پاکې ، مقدسې وړانګې
لا د دې ځمکې په رګوکې
غزېدلې نه دي
چې سر اخیستي او یاغي بادونه
بوی د خزان لګوي
او د ځوانۍ شېبې
قوده ، قوده له ځان سره وړي .
ښکلا ، ځواني او مسکا
د زړه په کورکې مساپر پراته دي
نن که سبا وي
دوی ،
له دغه ځایه
کډه کوي .
منی 2008 کال لندن