رسیدن به آسمایی: 01.11.2009 ؛ نشر در آسمایی: 13.11.2009

كرگر

د يوې فلسفې رسالې لنډ جاج
 

فلسفه د جنون او د جانان ته يوه كتنه


ليكوال : سيد عابد جان
د كتاب اساسي خبرې :

۱-ليونى اوفلسفه
۲-د ليوني فلسفه
٫۳ـليونى اودفلسفې تاريخ

دا اثر : په څه خبرې كوي؟ ۔
فلسفه دجنون اودجانان دژورې پوهې دخاند ليكوال سيد عابد جان ليكنه ده چې په سلو مخونو كې دغني خان دفلسفي تفكر اوايديال په باب كښل شوى ده ٠ په دې رساله كې په درې مهمو موضوعاتو بحث كيږي ٠ دغه مسايل عبارت دې له : ليونى اوفلسفه دليونې فلسفه اوليونى اودفلسفې تاريخ ٠
داسې جوتيږي چې ليكوال دهگل دديالكتيكي ميتود يعنې تيز ٬انتې تيز اوسنتيز پر بنسټ خپل بحث ته دوام وركړى دى ٠
په لومړي بحث كې ليكوال هڅه كوي چې دغني خان دفلسفي تفكر بنياد دپښتنې ټولنيزو –اقتصادي اوكلتوري مناسباتو كې وپلټي اودهغو پر بنياد يې توجيه كړي ٠ نوموړې دهگل په دې خبره استناد كوي چې وايي :
(( هيگل په گوته كړې ده چې هره فلسفه دخپل وخت اوهغه اولس په كومه كې چې هغه مينځ ته راځي ٬ درياستي اوحكومتي شكل ٬ اخلاقياتو اوصلاحيتونو ٬عادتونو ٬خواهشاتو ٬مذهب ٬ټولنيزژوند اوداخلي اوخارجي ژوند همعصر ه وي ٬ ٠ دا وينا په خپل ځاى خو په دې كې هم شك نشته ٬ چې دفلسفې ځينې مسالې ابدي هم دي ٠ دغه مسالې دزمان اومكان دقيد نه ازادې دي ٠ دبيلگې په توگه ٬ دجهان دوحدت مساله عقلي اوحسي مساله اودازادۍ مساله ٬ دهر فلسفيانه فكر هغه موضوعات دي چې په يوه خاصه مانا كې ورته موږ ابدي مسالي وايو ٠ )) (۱) ۲۷مخ ٠فلسفه دجنون اودجانان ٠
دغنې خان دفلسفې تفكر دپيژندنې له پاره اودبل هر فلسفې دفكري ليد توگې دپيژندنې له پاره اړينه ده چې –دنوموړې متفكر ټولنيز فرهنگي چاپيريال اوتاريخ څخه خبرتيا تر لاسه شي ٠ متفكر يا فلسفې دهمدغه مناسباتو په اډانه كې كلې نتايج تر لاسه كيدلاى شي ٠

په دويمه مساله كې چې دليونې فلسفه نوميږي په پيل كې دگيلگاميش داسطورې يوه برخه راوړي چې فكر كوم په دې برخه كې به زياتي اواضافې بحث وي ٠ ليكوال غواړي دغنې خان دفلسفي ليدتوگې اساسي مسالي په توگه دمرگ اوحيات مساله وڅيړي ٠ دمرگ اوحيات مساله په اساطير الاولين كې اساسي هغه ده اوديونگ اومير چا الياده دليكنو اوڅيړنو په استناد داديانو درامنځ ته كيدو لومړنۍ تهداب دى ٠ يا په بل عبارت دا مساله ددې سبب شويده چې انسان يا بشريت دځان دخوندې توب له پاره دژغورنې فرهنگ ايجاد كړي او ياپه دې ډول ځان ارضا كړي چې بيا حيات شته ٠
ددې اسطورې په يوه برخه كې داسې راغلي دي :
(( دمرگ ويرې رااخيستى اوداب حيات په لټون سرگردانه سر وهلى اوبروهلى گلگامش زرگونه كاله وړاندې دخاورو برخه جوړه شوې اوتش نوم يي پاتې دى ٠ دنن اوگيگامش ترمينځ انسان يو اوږود سفر كړى دى په دې اوږده سفر كې بنې ادم په ډير څه برى موندلى دى اوخپل ډير خواهشات يي سرته رسولي دي ٠ له ډيرو ضرورتونو خلاص شو اودخپل عقل په جادو لگيا دى فطرت مسخر كوي ٬لكه دمارغانو په هوا الوزي اودسپوږمۍ سيلونه كوي ٠ دسمندر په تل كې ملغلرې لټوي ٬ په زرگونه ميله ليرې ناست ديو بل غږ اوري اوعكس وينې ٠ دخپل عقل اوفكر په زور دخټو گوډاگى انسان ځان دپيريانو اوديوانو نه لوى قدرت وگرځاوه ٬ خو زرگونه كاله تير شول اوزرگونه به نور هم تير شي اوسره دخپل قدرت اوطاقت انسان ونه شول كړاى چې مرگ له ماتې وركړي ٠ اوراتلونكى انسان به ونه كړاى شي چې اب حيات تيار كړي اوابدې شي ٠ دانسان عقل دمرگ دديو په مقابل كې بيوسه اولا چاره دى اولا چاره به وي ٠ دا ومې ژړل ځكه چې اوس به ديو راشي اوتا به وخورې٠ )) (۲) ۳۴ مخ ٠فلسفه دجنون اودجانان
خو ليكوال ددې تحليل اوشننې په پاى كې دې ته رسيږي اووايي چې دليونې فلسفې ځواب دې ټولو پوښتنو ته دهغه په جمالياتي تصوف چې غني ته دجنون اوجانان فلسفه وايي ٬موندل كيږي ٬ چې وركې غنې موضوعي اومعروضي عينيت له يو بل سره تړي اوځان ابدي كوي ٠
په دې برخه كې ليكوال دفلسفې په درونې جوړښت يا درونې تواني شخصيت هم ټينگار كوي اودمسايلو ځواب په هغه كې گوري ٠
ليكوال دگلگاميش اسطوره مطرح كوي چې دادانسان لاسبري اودطبعيت په وړاندى دانسان برى څرگندوې همدا مساله د پرومته اوزيوس په اسطوره كې هم په لږ توپير سره بيانيږي ٠ خو دروني اسايش اودرونې سكون زياتره دشرقي تصوف يا فسلفې پورې اړوند دى ٠ چې ليكوال يي وروسته مطرح كوي ٠ په دې ډول يو تناقض ته رسيږو ستونزه پر ځاى پاتې كيږي ٠ په دې مانا چې دډيرو اوبيلابيلو مسايلو طرح موږ نتيجې ته نه رسوي بلكې دا به ښه واى چې يو وار دانسان اوطبعيت ستونزه بيا دانسان امرگ ستونزه اوبيا ددانسان درونې اودننني وس اوغوښتنې فارمولبندي شوي واى اوبيا دغني خان فلسفيانه اشعا رو باندې تكيه شوي واى ٠

خو په دريم پړاو كې چې دسنتيز پړا ودى .ليكوال نتيجه گيرې اودطرحې تركيب ته رسيږي ٠ نوموړى هڅه كوي چې دغه فلسفي تفكرات دلويديځې فلسفې پر بنياد حل اووڅيړي ٠ خو په پاى كې دسهروردي اوابن عربې نظرياتو ته راځي ٠ اودهغو په روښنايي اورڼا كې دغنې افكارو ته اشاره كوي ٠ داسمه ده خو بايد ووايو چې ابن عربې داسلامي تصوف دلويديځې څانگې سر لارى اومخكښ دى ٠ حال دا چې دتصوف اوعرفان يوه لويه زمينه د هند په لويه وچه كې ده ٠ اوله اسلام څخه دمخه افكارو اوعقايدو كې خپلې ريښې لري ٠ ليكوال په پاى كې ليكي :
(( غني دانساني فلسفيانه قدرونو هغه څه رااخيستي دي چې دهغه منطق قبول كړي اودهغه له فكره سره يي سمون خوړلى دى ٠ دغه غني دخپل فكر په رنگ كې لړلي اوله ډيرو نويو اقدارو سره يي دانسان دفكر اوفلسفي دتاريخ برخه جوړه كړي ده٠٠٠))(۳)۹۵ مخ٠ فلسفه دجنون اودجانان

♦♦♦

فلسفه دجنون اودجانان په زړه پورې رساله ده ٠ په پښتو ژبه كې ددغه ډول ليكنو ډير كمى محسوس دى ٠ له بلې خوا ليكوال هم دشاعر اومفكر غنې خان دافكارو ډيرو اساسي اوبنيادې مسالو ته پام راړولى دى ٠ دغه رنگه دلويديځې فلسفې په رڼا كې په زړه پورې مسايلو په بنياد يې هڅه كړي چې دغنې افكار دپوهيدنې وړ وگرځوى ٠ خو دڅو ټكو يادول اړين بريښي :
۱-ليكوال هڅه كړې چې مسايل په ډير كوټلي ډول وړاندې كړي ٠ دا دد ې له پاره چې دغنې افكار دپوهيدنې وړ شي خو نو رهم پيچلي شوي اودنه پوهيدنې وړ شوي ٠ هسې خو هم فلسفي شننه پيچلې وي خو دلويديځو افكارو له سيستمونو څخه يو هغه دبنسټ په توگه نه دى ټاكل شوى چې دهغه په اساس يي دغه فلسفې افكار څيړلي واى . دمثال په توگه كه موږ له يوى خوا دهگل يادونه كوو اوبيا دكانت اوبيا هايدگر ته ځو نو په واقعيت كې دادرې بيلابيل فكري سيستمونه دي ٬ اوموږ نه شوكولى دادرې واړه سره گډ كړو ٠ البته دليكوال دا خبره سمه ده چې دفلسفې ځينې پرنسيپونه عام اوپر ځاى دي ٠

۲-په اثركې سره له دې چې دگلگامش اسطوره ډيره اساسي اوپه زړه پورې ده خو دا دپرومته اوزيوس سره نږديوالي لري ددغه افكارو لورى دتعقل اوتجربې معرفت په لور كې دى ٠ حال داچې غنې خان په خپل اشعارو كې په اشراقيت هم تكيه كوي له بلې خوا زموږ شاعر شرقي هغه دى ٠ موږ په ختيز كې زيات داسې فكري سيستمونه لرو چې دهغو پر بستر دخپل فلسفي شاعر شننه وكړو ٠ مطلب داچې موږ تر زياته حده دشرقي فلسفې افكارو اويا هندې -اسلامي تمدن څخه اغيزمن يو ٬ ددې تمدن اصلي زړى معنويت اوتصوفي اوعرفاني ليدتوگه ده ٠ كه په لويديځ كې دانسان ستونزه فلسفې مطرح كړې نو په ختيز كې تصوف اوعرفان مطرح كړې ده ٠ بايد ددې دوه فكرې ليدتوگو يو څه توپير وشي ٠
۳-فلسفه دجنون اودجانان په اثر كې لكه څنگه چې ادعا شويده ٬ دشاعر ټولنيز اوفرهنگي چاپيريال اوپيښې نه دي فورمول بندې شوي په دې لړ كې هندې فرهنگ چې دپښتون كركتر هم په كې څيړل كيداى شي ٠ ازادي غوښتنه ٬ دملا پر ضد دشاعر كركه ٬ عمر خيام ، شانتي نكيتن اوتاگور اوداسې نور زيات مسايلو ته لږه اشاره شويده ٠ دا كيداى شي له دې امله وي چې په فلسفي شننه كې په جزيياتو بحث ناشونى دى ٠ خو لږ څه توضيح اړينه وه ٠ له بلې خوا دليونې كلمه زياته تكرار شويده ٠ داكلمه دوه تعبيرونه لرلاى شي ٠ يو مثبت اوبل يې منفي ٠ سره له دې چې پخپله غنې خان څو څو ځايه په خپلو كلامونو كې دشعرې نوم په توگه هم كارولې ده ٠دا يوه خبره مثبت جهت يي دادى چې پهټولنه كې زياتره دخارقالعاده استعداد خاوندان چې دنبوغ اوعبقريت خاوند وي دليونې خطاب ورته كيداى شي اوغنې خان هم داسې يو وتلې اوغير معمول شخصيت و چې په دې نوم ځانته خطاب كوي ٠ خو په يوه فلسفې ليكنه كې ددې كلمې ډير تكرار مناسب نه بريښې ٠
پاى
 لندن( سپتامبر ۲۰۰۹)