رسیدن به آسمایی: 04.12.2009 ؛ نشر در آسمایی: 09.12.2009

اجمل روهي

 

 

کالي _ داړتيا له پوره کولو تر وړتيا ښودلو پورې

 

  د کابل د ښار په کوڅو او بازارونو کې ګڼه ګوڼه ، هر ورځ  د لوړ پوړيزو  ودانيو او سوپر مارکيټونو جوړيدل ،د کاليو او زرګرانو ځليدونکي دکانونه او تيزې رڼا ګانې او په هغوکې ايښي شوي رنګارنګ کالي او د سرو او سپينو سيټونه ، زموږ له ياده دا وباسي چې په دې هېواد کې هره ورځ په لسګونې پېښې کيږي او په سلګونو کسان وژل کيږي . ته به وايې د افغانستان په هر کور کې د واده لپاره تياری نيول کيږي او ياهم د ښايست او موډ د نندارې عمومي سيالي ده .

  په  حکومت کې د مافيايي سيستم رامنځته کيدل ، د شمال ټلوالې د جنګساﻻرانو له خوا د خلکو او حکومتي جايدادونو غصب ، د مخدره توکو، قيمتي ډبرو او لرغونواثارو قاچاق  په هېواد کې  دومره شتمن  راوټوکول ، لکه تر باران وروسته چې مرخيړي زرغونيږي .له همدې امله  تصادفي نه ده ، چې ولې هره ورځ  دومره زياتې  هټۍ او سوپرمارکيټونه جوړيږي او د اقتصاد د قانون پر بنسټ د تقاضا په تناسب عرضه هم زياتيږي  .خو ډېره دردونکې دا ده ، چې د همدغو مغازو مخې ته، چې په هغو کې د ميليونونو افغانيو په بيه د سرو او سپينو سيټونه او نور کالي (1) رانيول کيږي، د يو څو روپيو د تر ﻻسه کولو لپاره په درجنونو سوالګري هم ښکته پورته ﻻلهانده دي .

   زه غواړم دې ټکي ته ځير شم ، چې ولې په دې يويشتمه پېړۍ کې نه يوازې په افغانستان بلکې په ټوله نړۍ کې د ښکلو او شيکو کاليو د اغوستو لپاره  دومره زيار کيږي او انسانان يې د تر ﻻسه کولو لپاره زياتو لګښتونو ته هم چمتو دي او غواړم په دې هکله بحث وکړم ، چې څه ډول کالي تر نورو غوره او ايډيال کالي دي؟؟؟

  له پخوانيو زمانو  راهيسې  کاليو د انسان د تاريخ او ژوند ديوې هندارې بڼه غوره کړې او د کاليو راز راز ډولونه او رنګونه د مختلفو ټولنو او مدنيتونو د شتون  نظريې پخلی کوي .

په پخوانيو زمانو کې انسانانو کالي يوازې د اړتيا له مخې کارول ، چې د طبيعت او هوا له ناوړه اغيزو څخه  ځان په امان کې وساتي  . داسې هم ويل کيږي ، چې انسانانو کالي دومره د نورو اړتياو د پوره کولو په موخه نه دي کارولي لکه د خپلې حيا د ساتلو په موخه . خو دا خبره ځکه د تأمل وړ ښکاري ، چې ډېرې داسې بدوي قبيلې موجودې وې او کيدای شي اوس هم موجودې وي ، چې د سيمې هوا يې توده وه اوهېڅ ډول کالي يې نه کارول او يا هم ځينو يې يوازې د وجود لږه برخه پټوله . پخوانيو انسانانو  کالي د حيواناتو له پوستکو او په طبيعت کې له نورو اسانه موندونکو توکيو څخه جوړول .  د انسان لومړني کالي له څو ټوټو پوستکو څخه جوړ شوي وو ، چې په ځينو به يې د وجود پاسنۍ برخه يا تنه پټوله او پر ځينو به يې ﻻندې برخه او پښې پوښلې . کله چې  انسان د ګنډلو چم ياد کړ بيا به يې  څو ټوټې سره يوځای کړې .

  د وخت په تيريدو او د مدنيتونو له پرمختګ  سره نه يوازې د کاليوبڼې  بدلون موندلی ، بلکې موډونه هم په کې رامنځته شوي او انسانانوخپل استېتيک اغيز هم ورباندې شيندلی او تر څنګ يې ګاڼه هم کارولې ده .

  څېړنو ښودلې چې انسانانو په ختيځ کې تر ټولو مخکې کالي کارولي او دا ځکه ، چې لومړني  مدنيتونه هم همدلته رامنځته شوي ، لکه د  لرغوني مصر ، سومريانو ، بابل ، اشور ، لرغوني هند ، چين ، بخدي ( بلخ ) او نور  .

 له وړيو نه د تارونو جوړول ،  د ورېښمو کارول ، د ټوکرونو جوړول او د اوبدلو صنعت د مدنيونو له  پرمختيا سره منځ ته راغلي او وده يې کړې او د ساينس او تخنيک له پرمختګ سره اوس خبره دې ځای ته رسېدلې، چې له کيمياوي موادو څخه مصنوعي ټوکر هم جوړيږي  . د کاليو راز راز شکلونه او ډولونه نه يوازې د همغې سيمې په اقليمي حالت او طبيعت پورې اړه لري بلکې په دې کې نور ډېر ټولنيز_ اقتصادي ، کلتوري _ تاريخي او مذهبي فاکټورنه هم اغېز لري .

 دا چې عرب ولې زياتره لوی لوی سپين رنګه کميسونه کاروي ، لامل يې  په عربي هېوادونو کې لوړه تودوخه  ده . په دې کميسونو کې له يوې خوا هوا ښه چليږي او له بلې خوا سپين رنګ د لمر وړانګو ته بېرته غبرګون ورکوي او تر  بل هر رنګ لږه تودوخه جذبوي  . څرنګه چې د خرما ونه په قطب کې وده نشي کولی همداسې د قطبي يږ لپاره  په افريقا کې ژوند کول ناشوني ښکاري .

  راځو خپلې بنسټيزي پوښتنې ته ، چې څه ډول کالي تر نورو غوره او ايډيال کالي دي؟؟؟

لومړی به تاسو ته خپله يوه خاطره بيان کړم :  په 1385 هجري ل . کال کې خوست ته په سفر تللی وم ، زما لپاره په زړه پورې وه چې د خوست په ښار کې مې د پوهنتون يو شمېر محصلين  په پتلون او دريشيو کې وليدل . يو چا راته وويل ، چې د خوست پوهنتون محصلين او استادانو ته اجازه نشته په افغاني کاليو کې درس ته وﻻړ شي ! ماچې وليدل د محصيلنو د کاليو په هکله دوه ډوله نظر موجود وو ، ځينو به ويل ، چې  دا محصلين اوس ښه او متمدنه ښکاري ! خوځينو نورو حتی د همدې پوهنتون يوشمېراستادانو بيا دغه کالي د ناخول (کترې) له مخې  د تمدن کڅوړې بللې ! زموږ په هېواد کې  ډېر ليدل شوي ، چې يو شمېر سخت دريځو مذهبي خلکو به هغه چاته په سپکه کتل ، چې نېکټايي به يې تړلې وه او ويل به يې ، چې د سپي په شان يې پړۍ په غاړه کې اچولی !

  له ځينوکاليو سره د حساسيت ښودلو مساله نه يوازې زموږ په شان وروسته پاتې ټولنو کې شته بلکې په يو شمېر پرمختلليو هېوادونو، لکه فرانسه او جرمني کې هم شته . په دغو هېوادونو کې له عربو او ترکانو سره چې دستمالونه يا څادر يې په سر تړلي ښه چلند نه کيږي . په جرمني کې يوه افغانه ښځه ، چې تل به يې ټيکری په سر کولو او د ښوونکې دنده يې درلوده ، د چارواکو له خوا دې ته مجبورېده ، چې يا بايد دنده پرېږدي او يا ټيکری ليرې کړي ! دغې ښځې محکمې ته عرض وکړ ، محکمې ډېره موده دوام وکړ ، چې له پايلې يې له بده مرغه خبر نه يم .

    ډېر ځله به تاسو قدرمنو لوستونکو مخکې تر دې چې له چا سره خبرې وکړئ او  نظر يې واورئ ، د هغه د کاليو او سټايل  په ليدو سره ستاسو په ذهن کې د هغه شخص په هکله يو انځور  راپنځيدلی وي . البته د يو چا پر کاليو د قضاوت لپاره هر څوک ځانته خپل معيارونه لري . داسې به کم پېښ شوي وي ، چې يو څوک مو څومره په ظاهره خوښ شوی وي ،تر نږدې پيژندګلوۍ  وروسته  موهم  هماغومره خوښ  وي  . خو داسې به هم پېښ شوي وي ، چې يو څوک مو په واده، اختر او يا کومه بله جشني ورځ  خوښ شوی او د ژوند ملګرې او يا ملګری ګرځيدلي وي . خو دا لنډۍ هم  له پامه مه غورځوئ، چې وايي :

                  د اختر په ورځ مين نه شې                         د اختر په ورځ ټولې پيغلې ښکلې وينه  !

  په دې کې شک نشته ، چې د کاليو له کارولو څخه د انسان موخه په  لومړي سر کې د اړتيا پوره کول دي خو له دې سره سره کالي او ګاڼه د يو انسان د ټولنيز موقف د ښودلو، ايستېتيک وړتيا څرګندولو، تجارت ، ښکېلاک  او  د عيبونو  پټولو لپاره هم کارول شوي دي  .

  د يوه پوځي او ملکي شخص کالي ، د يوه سوالګر او يوه شيک نيکټايي لرونکي شخص کالي په ټولنه کې د دوی موقف ښيي . همدا راز ګاڼه هم کاليو ته ځينې ورته دندې پر غاړه لري او لرغونو انسانانو به د ځينو حيواناتو غاښونه او يا پوستکي د زړورتيا د ښودلو لپاره هم  د ګاڼې په توګه کارول . د نجيبه فلزاتو او قيمتي ډبرو تر پېژندلو وروسته ، د انسانانو د ګاڼې ډولونو هم بدلون وموند.

کالي همداراز د تجارت  او ښکيلاک لپاره هم کارول شوې دي . همدا اوس  په نړۍ کې  يو زيات شمېر خلک د موډ او شو د ډيزاين کوونکو او د موډل په توګه کار کوي ، چې اساسي موخه له دې کار نه  د مادي ګټو تر ﻻسه کول دي . د بيمو د شرکتونو استازي او دﻻﻻن تل شيکې او ښايسته دريشۍ له دې امله اغوندي ، چې پر مشتريانو ژر اغيز وکړي او په اسانۍ سره خپل تبليغات ورباندې ومنلی شي  .

  په هند کې د عدم تشدد د سياست پلي کوونکی او ددغه هېواد د ازادۍ ګټونکی مهاتما ګاندي، چې  په بهر کې يې حقوق لوستي و، په لومړي سر کې يې د لويديځوالو په څېر شيکې دريشۍ او کالي اغوستل ، خو کله چې هندوستان ته راستون شو او ويې ليدل چې د هندوستان د خلکو په لاس جوړ شوي کالي او دستمالونه ځکه نه پلورل کيږي ، چې له انګريزي کاليوسره سيالي نه شي کولی او له همدې امله  د هنديانو ژوند ورځ تر ورځې بد تره کيږي ، نو پر ټولو خلکو يې غږ وکړ ، چې نور د انګريزانو د کاليو له اخيستلو څخه  ډډه وکړي . د ده د غوښتنې په ځواب کې يو زيات شمېر انګريزي ټوکرونه په يوه ورځ وسوځول شول .

 ګاندي په خپله هم د ټوکر اوبدلو يوه څرخه درلوده او د کليوالو هنديانو په څېر به يې لنګ وهلو . وروسته يې د هندد خلکو لخوا د مالګې د توليد چار هم  تر سره کړه او په دې توګه يې بالاخره  د نه همکارۍ او عدم تشدد له ﻻرې  د انګلستان د  ښکيلاک ټغر  ورټول کړ .

 له کاليو څخه د غولونې او دماګوژۍ لپاره هم کار اخيستل کيږي ، د بېلګې په توګه زموږ ځينې جنګساﻻران ، چې د مجاهد او دموکرات دواړو ادعا لري تر پرونه يې ، د چور او چپاول لپاره د نورو  ريښتينو مجاهدينو په څېر اوږدې ږيرې درلودې ، خو نن ورځ يې د خپلو عيبونو د پټولو او  ځان د دموکرات  ښودلو لپاره  ږيرې  يا لنډې کړي اويا يې بيخي لرې کړي او ورسره يې  نېکټايي ګانې  هم غاړې ته اچولي ! د دريشيو او نکټايي ګانو په اغوستلو سره د دوی په فکر ، کرکټراو دظلم په کچه کې کوم بدلون نه دی راغلی اودځواک له مخې  تر پخوا ﻻ پياوړي شوي ، ځکه اوس يې بهرنيان هم ملاتړ کوي !!!

  له بده مرغه د يو شمېر خلکو لپاره اوسمهال د ځان  روښانفکره ښودلو لپاره د لويديځوالو په څېر د دريشيو او نېکټايي ګانو اغوستل اړين ښکاري بې له دې ، چې په دې هکله يې څه سوچ هم کړی وي، ان تر دې چې په فاتحو او جوماتونو کې هم له نکټايي سره راڅرګنديږي . دا خو ﻻ پرېږده ، چې ځينې ملايان هم په جوماتونو کې له نېکټايي سره ليدل شوي .

      زما په اند داسې کالي ، چې ټولو انسانانو ته دې يو ډول د منلو وړ وي او د نړۍ په ټولو هېوادونو کې دې د ټولو خلکو لخوا يو شان  وکارول شي او د دوی اړتياوو ته دې ځواب ووايي ، شتون نلري !!!

که څه هم اوس نړۍ د ګلوباليزشن ( نړيوال کيدو ) په لور روانه ده ، خو دغه پروسه هم زيات مخالفين لري . زما په اند خو د افغانانو لپاره په اوسنيو شرايطو کې زموږ خپل ملي کالي تر ټولو ښه ، ښايسته او غوره ښکاري او هم زموږ اړتياوو ته ښه ځواب ويلی شي .  نړۍ په ټوليزه توګه د  کلتورونو په  رنګارنګۍ کې ښکلې مالوميږي او د يوه موزائيک بڼه يې غوره کړه _ چې راز راز رنګونو او شکلونو  يو ښکلی اثر رامنځته کوي .

  يوه نامتوليکوال  د ژبود رنګارنګۍ  په هکله داسې  ويلي : زه نه غواړم چې په اسمان کې ټول ستوري سره يوځای شي  او يو لوی ستوری ترې جوړ شي . هسک په ډېرو ستورو ښکلی ښکاري  .

غواړم خپله ليکنه د رحمان بابا په دې عارفانه او له مانا ډکه وينا پای ته ورسوم :

هــم په دا سپينو جامو  چې معلومېږم

لکـــه ابـــر هـــــم ګوهر يم هــم دريا يم

 

قناعت مــې تر خرقــې ﻻندې اطلس دی

پټ د درست جهان بادشاه ظاهر ګــدا يم

********

 

(1) له کاليو نه دلته مطلب جامې دي ، او په ټوليزه توګه اقتصادي محصولات نه دي .

 

اخځليکونه :

_ ويکيپېډيا په جرمني او روسي ژبو ؛

_ د رحمان بابا کليات .