رسیدن به آسمایی: 13.11.2009 ؛ نشر در آسمایی: 17.11.2009
اسدالله زمری
مېنه
څوک يې د بسمل نڅا ،څوک د سپي چورنګ بولي
څوک يې د زړګي وینې ،څوک يې هسی رنګ بولي
چاته مینه خدای ښکاری ، پروت يې په سجده وی تل
چاته د ریا لوبه ، څوک يې هم نیرنګ بولي
يو ته د جانان کوڅه ، رګ د میین زړه ښکاري
یو ته يې کوهی، لاره ؛ ی و يې لوی ګړنګ بولی
څوک يې د پله خاورې نه ، سترګو ته رانجه جوړ کړې
څوک يې نوش دارو ګڼی، څوک يې هم خدنګ بولي
یو ته د ژوندون مفهوم :مینه ، مینه، مینه ده
یو يې مصیبت د ژوند ،یو يې د مرګ شرنګ بولي
۲۰۰۳.۲.۱۳